افغانستان
له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته د ۱۶۹ کورنیو د ستنېدو خبر ورکړل شوی دی
باختر خبري اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی نن خبر ورکړی، چې "پرون د تورخم له لارې ۳۸ کورنۍ، د کندهار د سپینبولدک له لارې ۲۲، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۴۶ او د هرات د اسلامکلا له لارې ۶۳ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي."
په دغه خبر کې نهدي ویل شوي، چې دغه کورنۍ په خپله خوښه که په جبري ډول افغانستان ته ایستل شوي دي.
پاکستان د ۲۰۲۳م کال د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې د بېاسناده افغان کډوالو ډلهییز اخراج چټک کړی، ورسره له ایران او نورو هېوادونو هم د افغان کډوالو اخراج روان دی.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په وروستیو کې اعلان وکړ چې، لږ تر لږه ۳۲۵ تنه افغان کډوال له ترکیې اخراج او کابل ته استول شوي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د سالنګ لويه لار د هر ډول وسايطو په مخه وتړل شوه
د طالبانو ټولګټو وزارت د واورې ورېدو او سختو توپانونو له کبله د سالنګ لویې لارې د تړل کېدو خبر ورکړ.
د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس پر ایکسپاڼه لیکلي، دغه لار تېره شپه ۹ بجې او ۱۰ دقیقې د ټولو وسایطو پر مخ وتړل شوه.
د ده په وینا د سالنګونو د ساتنې او څارنې کارکوونکي د تونل په دواړو لوریو کې د وسایطو د تخلیې په حال کې دي.
د طالبانو ټولګټو وزارت وايي، د تونل په دواړو خواو کې د واورې پاکېدو چارې روانې دي، چې د شرایطو له مساعدېدو سره به دغه لار د موټرو پرمخ پرانیستل شي.
د سالنګونو لویه لار د افغانستان نهه شمالي ولایتونه له پلازمېنې کابل او جنوبي ولایتونو سره نښلوي.
ډيکر: د نجونو پر وړاندې د طبي بنسټونو د تړلو پرېکړه د نه منلو وړ ده
د افغانستان لپاره د امریکا د متحدایالتونو د سفارت شارژدافیره کرن ډیکر وايي، د طالبانو د مشر لهخوا د طبي بنسټونو د تړلو پرېکړه د هرې ژبې، کلتور او مذهب د ښځو پر وړاندې د نه منلو وړ ده.
ډیکر تېره شپه په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي: "کندهار مخکې له ښوونکي کېدلو او انجنیر کېدلو د نجونو په منع کولو سره د افغانستان راتلونکی له ګواښ سره مخامخ کړی او اوس د نجونو د ډاکټر کېدلو یا قابله کېدلو په منع کولو سره د افغانستان راتلونکی په بشپړه توګه لهمنځه وړي."
دغې امریکايۍ ډیپلوماتې زیاته کړې: "اوس به نوي ماشومان نه زېږي، میندې به مري او ټول افغانان به کړاو ګالي."
هغې زیاته کړې چې د غیرضروري کړاو د مخنیوي لپاره باید دا پرېکړه بېرته واخیستل شي.
د طالبانو د عمومي مشر د نوي فرمان لهمخې د تېرې سهشنبې له ورځې په افغانستان کې د طبي زدهکړو مؤسسې او انستیتوتونه د ښځو او نجونو پر مخ وتړل شول.
دا امر د دوشنبې په ورځ د طالبانو د عامې روغتیا وزارت لهخوا په کابل کې د طبي انستیتوتونو مسوولانو ته اعلان شو.
طالبانو تر اوسه پهدې اړه په رسمي ډول څه نهدي ویلي.
د افغانستان د فوټبال غوره ليګ څلورم پړاو سياليو کې نن دوه لوبډلې لوبه کوي
د افغانستان د فوټبال د غوره ليګ څلورم پړوا سیالیو په لړ کې نن یکشنبې د استقلال ټیم د جوانان پیروزی او د اټک انرژي ټیم د خراسان فاریاب پر وړاندې د لوبې میدان ته ښکته کېږي.
پرون شنبې د ابومسلم ټیم د خدیم اف سي ټیم ته درې د یو پر وړاندې ماتې ورکړه او د عدالت فراه ټیم د یاشلر ټیم سره دوه پر دوه مساوی لوبه وکړه.
د افغانستان د فوټبال غوره لیګ څلورم پړاو د تېرې جمعې په ورځ د ۱۲ لوبډلو په ګډون د هرات په کوربهتوب پیل شو او یوه میاشت به دوام وکړي.
د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت د نړیوال بانک راپور رد کړ
دې معانیت پرون شنبې د (ډسمبر ۷مه) په یو بیان کې ویلي: "د نړیوال بانک هغه وروستۍ راپور چې د افغانستان د اقتصادي ودې تر عنوان لاندې یې خپور کړی، له حقیقته لیرې دی."
د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي معانیت وړاندې ویلي، سره لهدې چې په افغانستان کې د بېکارۍ کچه لوړه او د پانګې اچونې کچه ټېټه ده، بیا هم د قوشتېپې پهڅېر لوې پروژې پلي شوي او خلکو ته پهکې د کار زمینه برابره شوې ده.
نړیوال بانک د ډسمبر په څلورمه په خپل وروستي راپور کې خبرداری ورکړی چې، د افغانستان اقتصاد له ننګونو سره مخامخ دی او راتلونکی یې څرګند نهدی.
نړیوال بانک لهدې وړاندې په یو بل راپور کې ویلي و، سږکال د تېرکال په پرتله د افغانستان په صادراتو کې کمولی راغلی، چې علت یې د پاکستان له لوري د افغان سوداګرو پر مالونو د مالیاتو لوړېدل یاد شوي و.
د دوحې فورم د سږکال غوره کارکوونکو جايزه افغان خبريالې صدف پوپلزۍ ته ورکړل شوه
د دوحې فورم د رسنیو د غوره کارکوونکو جایزه سږکال د ارمان او ارکوزیا راډيوګانو مسوولې صدف پوپلزۍ ته ورکړل شوه.
دا جایزه پرون شنبې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دوحې فورم په ۲۲مه ناسته کې د موبي ګروپ په استازیتوب پوپلزۍ ترلاسه کړې ده.
اغلې پوپلزۍ دا جایزه په افغانستان کې د هغوو ښځو په نوم کړې چې، په بېلابېلو برخو کې د بندیزونو له شتون سره کارونو ته دوام ورکوي.
د دوحې فورم د غوره رسنیو کارکوونکو جایزه هر کال شپږو هغوو خبریالانونو ته ورکول کېږي، چې په سختو شرایطو کې د خبریالۍ کار ته دوام ورکوي او فعالیتونه یې د خلکو پر ژوند او د بشري حقونو د تامین په برخه کې مثبتې اغېزې ولري.
کرن ډيکر: طالبان دې له افغانانو مشروعيت ترلاسه کړي
د افغانستان لپاره د امریکا د متحدایالتونو شارژدافیرې کرن ډیکر د دوحې فورم په ۲۲مه ناسته کې ویلي، طالبان دې له افغانانو مشروعیت ترلاسه کړي.
هغې چې د طالبانو د حکومت د رسیمت پېژندلو په اړه له رسنیو سره خبرې کولی وویل: "د امریکا لپاره دا مهمه ده چې طالبان لومړی له افغانانو مشروعیت ترلاسه کړي."
ډیکر وړاندې ویلي، امریکا غواړي د دوحې په توافق کې د ترهګرۍ ضد کومې ژمنې چې طالبانو کړي پر هغې عمل وکړي.
ډیکر پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له افغانانو سره بشري مرستو ته په اشارې ویلي، امریکا په تېرو درې کلونو کې څه باندې دوه میلیارده ډالره مرسته له افغانستان سره کړې ده.
د دوحې فورم ۲۲مه ناسته پرون شنبې د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شوې، چې په حاشیوي ناستو کې یې د افغانستان پر موضوعاتو هم خبرې اترې شوي دی.
د افغانستان په ځینو برخو کې د چټکو بادونو د پېښېدو اټکل کړی
د افغانستان د هواپېژندنې ریاست د افغانستان په ځینو برخو کې د چټکو بادونو د پېښېدو اټکل کړی دی.
د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست نن په یوه خبرداري کې ویلي چې تر سبا یکشنبه د سالنګونو په ګډون د افغانستان په جنوب ختیځو، جنوبي، لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو اټکل شوی دی.
دغه ریاست وايي، په بېلابېلو سیمو کې به د بادونو د سرعت اندازه په ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومترو پورې وي.
له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته د ۱۰۲ کورنیو د ستنېدو خبر ورکړل شوی
له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته د ۱۰۲ کورنیو د ستنېدو خبر ورکړل شوی دی.
باختر اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی، نن خبر ورکړی چې "پرون د تورخم له لارې ۱۶ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې۲۸، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۱۹ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۳۹ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي."
په دغه خبر کې نه دي ویل شوي چې دغه ۱۰۲ کورنۍ په خپله خوښه که په جبري ډول افغانستان ته ستنې شوې دي.
له پاکستانه د ۲۰۲۳م کال د نومبر له لومړۍ نېټې د بې اسناده افغان کډوالو ډلهییز اخراج روان دی او ایران هم د افغانانو اخراج چټک کړی دی.
طالبانو په کاپیسا کې د یوې ښځې په ګډون پنځو کسانو ته تعزیري سزا ورکړې
د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی چې په کاپیسا ولایت کې د یوې ښځې په ګډون پنځو کسانو ته تعزیري سزاګانې ورکړل شوې.
دغې محکمې نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه کسان په زنا او لواطت تورن وو چې په عام محضر کې له ۲۰ تر ۳۹ دُرو وهل شوي، درې تنه یې په یونیم کال تنفیذي بند، څلورم په یوه کال او پنځم په دوه کاله تنفیذي بند محکوم شوی دی.
د طالبانو ستره محکمه وايي، د دغو سزاګانو د تطبیق پر مهال د دوی ځینې لوړ رتبه چارواکي حاضر وو.
د رواداري په نوم د بشري حقونو یوه بنسټ په افغانستان کې په دُرو د تورنو کسانو د وهلو د پېښو پر زیاتېدو اندېښنه ښوولې ده.
په بادغیس کې د یوه ټراکټور د نسکورېدو له کبله لږ تر لږه دوه کسان مړه شوي
په بادغیس کې د یوه ټراکټور د نسکورېدو په پېښه کې د لږ تر لږه دوو کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.
د بادغیس لپاره د طالبانو مطبوعاتي دفتر پرون په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه ټراکټور پرون ماسپښین په غورماچ ولسوالۍ کې نسکور شوی دی.
تر دې مخکې د افغانستان په ځینو نورو ولایتونو کې هم د وسایطو د نسکورېدو یا هم ټکر له کبله خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سړکونو خرابوالی، د ټرافیکو اصولو نه رعایت او د موټر چلوونکو بېاحتیاطي په افغانستان کې د ګڼو ټرافیکو پېښو اصلي علتونه بلل کېږي.