د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۷ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۰

یو شمېر سوالګرو مېرمنو د طالبانو په توقیف کې د شکنجو او جنسي تېريو د تجربه کېدو ادعا کړې


ارشیف: په کابل کې یوه سوالګره مېرمن
ارشیف: په کابل کې یوه سوالګره مېرمن

ګارډین ورځپاڼې په یو راپور کې په هغه سوالګرو مېرمنو چی د طالبانو له لوري راټولې شوي په توقیف کې د شکنجې، ناوړه چلند او د جنسي تېري د تجربه کېدو ادعا کړې ده.

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې یوه سوالګره ده چې وايي، د بایومتریک ‎پروسې پر مهال د طالبانو له‌خوا ورسره ناوړه چلند شوی او وهل شوې ده.

هغې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، د غږ بدلولو په شرط یې ازادي راډيو ته وویل: "یوه ورځ د طالبانو یو موټر راغی او زه یې له ځانه سره یووړم، یوځل یې بایومتریک کړې وم بیا یې بایومتریک کړم، دوه درې ساعته یې وساتلم، ویې وهلم او ډېر بد چلند یې وکړ، ویې ویل نور دې ونه وینو چې د سوال کولو لپاره ودرېږي. نو څه وکړو نه مرسته کوي او نه د کار زمینه برابروي."

دا په داسې حال کې ده چې ګارډین ورځپاڼې په یو راپور کې ادعا کړې چې د طالبانو د نويو سختو قوانینو له مخې، د سوال کولو په تور نیول شوې بې‌وزله مېرمنې په توقیف کې جنسي تېري او وهلو ټکولو سره مخامخ شوي دي.

دغه راپور چې د زن ټایمز رسنۍ په همکارۍ چمتو شوی او پرون یکشنبه د نومبر په ۲۹مه خپور شوی، په کې د سوالګرو مېرمنو په حواله راغلي، د طالبانو حکومت د سوالګرو د راټولولو د قانون له مخې توقیف شوي او هلته یې جنسي تېری، شکنجه او جبري کار تجربه کړی دی.

د افغانستان لوېدیځ کې یو شمېر سوالګرې مېرمنې
د افغانستان لوېدیځ کې یو شمېر سوالګرې مېرمنې

د راپور له مخې، دغو مېرمنو ادعا کړې چې د دوو سوالګرو ماشومانو د مرګ شاهدانې وې چې د طالبانو له خوا د شکنجې له امله په زندان کې مړه شوي دي.

په دې راپور کې چې د یو شمېر سوالګرو مېرمنو پر مرکو چمتو شوی، راغلي چې دغه مېرمنې د بایومتریک په پلمه وړل شوي او بیا د څو ورځو لپاره په توقیف کې ساتل شوې دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دغه ادعا په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو د طالبانو د حکومت یوې معتبرې سرچینې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډيو سره په خبرو کې دغه راپور رد کړ او وې ویل چې سوالګر یوازې د یوې ورځې لپاره بایومتریک ته وړل کېږي او وروسته له هغې خپلو کورونو ته ځي او په توقیف کې نه ساتل کېږي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

په همدې حال کې د بشري حقونو یوې فعالې رقیه ساعي د ګارډین ورځپاڼې د راپور په هکله خواشیني څرګنده کړه او وې ویل چې نړیواله ټولنه باید دې مسئلې ته پام وکړي او د بشري حقونو سازمانونه باید د طالبانو پر زندانونو نظارت ولري.

مېرمن ساعي چې خپله یې د طالبانو زندان تجربه کړی وايي: "له بده مرغه د زن ټایمز او ګاردین راپور نه شو ردولای دا حقیقت لري، ځکه د طالبانو په زندان کې د زندانیانو لپاره هېڅ خوندیتوب نه‌شته او دوی روحي او جسمي شکنجو سره مخ دي او د بشري حقونو هېڅ یو ارګان او بنسټ د طالبانو پر زندانونو نظارت نه‌لري."

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت د روان لمریز کال د ثور په ۲۹مه د سوالګرو د راټولولو او د سوال کولو د مخنیوي قانون تصویب کړ چې له مخې یې هغه کسان چې روغ وي او یا د یوې ورځې لپاره کافي خواړه ولري، له سوال کولو منع دي.

د طالبانو حکومت پخواني مرستیال ویاند بلال کریمي ویلي وو چې مستحق سوالګر د یو سیستم له لارې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ته معرفي کېږي او بیا ورسره میاشتنۍ مرستې ترسره کېږي.

خو یو شمېر سوالګرو بیا ازادي راډیو سره په خبرو کې شکایت کړې و چې دوی سره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG