د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون، یوځل بیا د هغه څه په وړاندې چې ده د امریکا او د هغې د متحدانو ګواښونه وبلل، د خپل هېواد د اټومي وسلو د "نامحدوده" پراختیا غوښتنه وکړه.
د شمالي کوریا دولتي رسنۍ د دوشنبې په ورځ د نوموړي څرګندونې خپرې کړې.
دا څرګندونې د متحدایالتونو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډونالډټرمپ له بري وروسته، د پیونګیانګ لومړنی سخت او ښکاره دریځ دی.
د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس د راپور لهمخې، کیم جونګ اون د جمعې په ورځ (د نوومبر ۱۵مه) د خپل هېواد له نظامي چارواکو سره په غونډه کې د امریکا پر هغه پلان سخت انتقاد وکړ چې، غواړي د اټومي وسلو د مخنیوي ستراتیژي تازه کړي او د واشنګټن، سیول او توکیو ترمنځ درې اړخیز نظامي همکاري پیاوړې کړي.
هغه دې ته د "آسیایي ناټو" نوم ورکړ او ویې ویل چې، دا به په سیمه کې کړکېچ او بېثباتي زیاته کړي.
کیم جونګ اون همدارنګه د روسیې پر وړاندې له اوکراین څخه د امریکا او د هغې د متحدانو پر ملاتړ انتقاد وکړ او هغوی یې تورن کړل چې له کییف څخه د روسیې پر وړاندې د جګړې د اعلان او د امریکا د پوځي نفوذ د پراختیا لپاره د یوې وسیلې په توګه ګټه اخلي.
که څه هم د شمالي کوریا مشر تر اوسه له مسکو سره د وسلو د ملاتړ یا روسیې ته د خپلو عسکرو د لېږلو په اړه مستقیماً څه نهدي ویلي، خو په وروستیو میاشتو کې یې د "نوې سړې جګړې" پر مفکورې ټینګار کړی او له روسیې سره یې سیاسي او پوځي اړیکې پراخې کړې دي.
شمالي کوریا د روسیې او اوکراین د جګړې په سیوري کې د خپلو اټومي وسلو پرمختګ چټک کړی دی.
اوسمهال، دغه هېواد نه یوازې داسې توغندي لري چې جنوبي کوریا په نښه کولای شي، بلکې قاره ویشتونکي بالستیک توغندي هم لري چې د امریکا خاورې ته رسېدلی شي.
په امریکا کې د ډونالډټرمپ بیا انتخابېدا د دې احتمال زیاتوي چې واشنګټن او پیونګیانګ بیا ډیپلوماټیکې خبرې اترې پیل کړي.
خو ځینې کارپوهان، د وروستیو کلونو امنیتي وضعیت ته په کتو وایي چې، د ۲۰۱۸ کال حالت ته "ژر" بیا ستنېدل لږ ممکن ښکاري.
ډونالډټرمپ د خپلې لومړۍ دورې په ترڅ کې، په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې درې ځله له کیم جونګ اون سره وکتل، خو د د پیونګیانګ د اتومي او توغندويي پروګرام د محدودېدو په وړاندې د امریکا د بندیزونو د پای ته رسېدو پر سر موافقې ته نه رسېدا سبب شوه چې دا هلې ځلې نتیجه ورنه کړي.
شمالي کوریا له هماغه مهاله له واشنګټن او سیول سره هرراز خبرې درولي، د توغندو ازمېښتونه او اتومي مانورې یې ډېرې کړي دي.