نړۍ
د جنوبي کوريا استخباراتي اداره: شمالي کوريا روسيې ته ځانګړي ځواکونه استولي
جنوبي کوریا ادعا وکړه چې، شمالي کوریا د روانې میاشتې په پیل کې روسیې ته د ځانګړیو ځواکونو استول پیل کړي دي.
دغه ادعا څو ورځې وروسته له هغې کېږي چې، د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي پر پیونګ یانګ ورته تورونه ولګول، چې د اوکراین په وړاندې جګړه کې د کریملین د ملاتړ لپاره یې سرتیري او وسلې روسیې ته لېږلي.
د جنوبي کوریا د ملي استخباراتو ادارې، NIS پرون جمعه په یوه بیان کې وویل چې، د اکتوبرله ۸ تر ۱۳مې نېټې یې د شمالي کوریا د پوځ خوځښتونه څارلي او داسې تصویرونه یې اخیستي، چې ښيي د دې هېواد ځانګړي ځواکونه د روسیې په ټرانسپورټي کښتۍ کې د روسیې خاورې ته لېږدول کېږي.
دا له ۱۹۹۰ کال راهیسې لومړی ځل دی چې د روسیې کښتۍ د شمالي کوریا اوبو ته ننوځي او هغه په جګړه کې د شمالي کوریا د پوځ د ښکېلتیا پیل تأییدوي.
کریملین د جنوبي کوریا هغه مخکېنۍ ادعاوې چې ګواکې پیونګ یانګ مسکو ته توپونه او لنډ واټن ویشتونکي توغندي ورکړي، رد کړې وې خو د سیول او د زیلینسکي د وروستیو ادعاو په وړاندې یې تر اوسه غبرګون نهدی څرګند کړی دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
سپاه پاسداران: په سیمه کې مو امریکايي هدفونه په توغندیو وویشتل
د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې چې د ۱۲ بالستیک توغندیو په وسیله یې په کویت کې په الازرق هوايي اډه کې امریکايي پوځي الوتکې وبشتي دي.
سپاه په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې په دې اډه کې یې د امریکا مهم پوځي تاسیسات او د عملیاتو د کنټرول مرکزونه هم په نخښه کړي دي.
په بیان کې دا ادعا هم شوې چې په اردن کې د امریکا د قوماندې یو مرکز هم په نخښه شوی دی.
تر دې وړاندې کویت اعلان کړی و چې د ایران د بریدونو او د هوايي دفاعي سیسټمونو د فعالېدو له امله یې خپل هوايي حریم په موقتي ډول تړلی او الوتنې یې نورو مسیرونو ته اړولې دي.
د کویت پوځ له خلکو غوښتي چې امنیتي لارښوونې مراعات کړي او معلومات یوازې له رسمي او باوري سرچینو ترلاسه کړي.
په ورته وخت کې، د بحرین د پاچا رسنیز سلاکار ویلي چې د بحرین هوايي دفاعي ځواکونو یو شمېر ایراني توغندي او الوتونکي توکي شنډ او له منځه وړي دي.
سنټکام: د ایران پر ضد د دفاعي بریدونو نوې لړۍ بشپړه شوه
د امریکا د وسلهوالو ځواکونو مرکزي قوماندانۍ اعلان کړی چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر یې په ایران کې د «دفاعي بریدونو» نوې لړۍ بشپړه کړې ده.
سنټکام په یوه بیان کې ویلي چې امریکايي ځواکونو د ایران د وسلهوالو ځواکونو پر څارنیزو تاسیساتو، مخابراتي سیسټمونو او د هوايي دفاع پر مرکزونو بریدونه کړي دي.
د بیان له مخې، د امریکا سمندري ځواک، هوايي ځواک او سمندري پلي ځواکونو د لوړ دقت لرونکې وسلې پر هغو هدفونو کارولي چې د امریکايي ځواکونو او د سیمې له اوبو څخه د تېرېدونکو نړیوالو سوداګریزو بېړیو لپاره ګواښ بلل کېدل.
سنټکام ټینګار کړی چې دا بریدونه د ایران د «پرلهپسې او بېدلیله دښمنانه اقداماتو» په ځواب کې ترسره شوي او امریکايي ځواکونه لا هم بشپړ چمتووالی، هوښیارتیا او پوځي وړتیا لري.
سعودي عربستان د «ریاض ایر» په نوم بل هوايي شرکت پرانیست
سره له دې چې سیمه د ایران د جګړې او امنیتي ستونزو له امله له کړکېچ سره مخامخ ده، سعودي عربستان، د «ریاض ایر» په نوم خپل دوهم ملي هوايي شرکت په رسمي ډول پرانیست.
د راپورونو له مخې، دې هوايي شرکت د چهارشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۲۰مه، له څه باندې یو کال ځنډ وروسته خپل فعالیت پیل کړ.
د شرکت د پیل په لومړۍ ورځ، یوه بوینګ ۷۸۷ ډریملاینر الوتکه د سپین او ارغواني رنګ په ځانګړې بڼه له ریاض څخه لندن ته والوتله. دا الوتنه د سعودي عربستان د هغو ستراتیژیکو پروژو برخه ګڼل کېږي چې موخه یې د تېلو پر عوایدو د اقتصاد د تکیې کمول دي.
«ریاض ایر» د سعودي عربستان دوهم دولتي هوايي شرکت دی چې د سعودیه هوايي شرکت تر څنګ به فعالیت کوي. تمه ده چې دغه شرکت ریاض د نړیوال هوايي ترانزیټ پر مهم مرکز بدل کړي او د دوبۍ له نړیوال هوايي شرکت سره سیالي وکړي.
د دې شرکت پیل په اصل کې د ۲۰۲۵ کال لپاره پلان شوی و، خو د بوینګ شرکت لهخوا د الوتکو د سپارلو د ځنډ له امله ټکنی شو. بوینګ په وروستیو کلونو کې د تولید او خوندیتوب له یو شمېر ستونزو سره مخامخ و.
ټرمپ: زما په امر ۱۰۰ میلیونه بېرله تېل له هرمز تنګي تېر شول
د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ده په امر له تېرې میاشتې راهیسې له هرمز تنګي څخه څه باندې ۱۰۰ میلیون بېرله تېل او تر ۲۰۰ زیاتې سوداګریزې بېړۍ تېرې شوې دي.
ټرمپ د چهارشنبې په ماښام په «ټروت سوشل» کې لیکلي چې د مې میاشتې په لړ کې یې امریکايي ځواکونو ته یو «پټ ماموریت» سپارلی و، څو په هرمز تنګي کې د تېلو ټانکرونو او نورو سوداګریزو بېړیو ساتنه وکړي.
هغه زیاته کړې: «نن په خوښۍ اعلانوم چې د دې اقدام په پایله کې له هرمز تنګي څخه تر ۱۰۰ میلیونو ډېر بېرله تېل نړیوالو بازارونو ته رسېدلي او له ۲۰۰ څخه زیاتې سوداګریزې بېړۍ په بشپړ امنیت له دې لارې تېرې شوې دي.»
ټرمپ ادعا کړې چې دا عملیات ځکه بریالي شول چې «د هرمز تنګي کنټرول د امریکا په لاس کې دی، نه د ایران.»
نوموړي د ایران د پوځي ځواکونو د «ماتې» او د دغه هېواد د اقتصاد د زیانمنېدو یادونه هم کړې او ویلي یې دي: «د ایران کار پای ته رسېدلی دی.»
هګست: امریکا به نن شپه د ایران مهم تاسیسات په نخښه کړي
د امریکا د دفاع وزیر، پیټ هګسیت ویلي چې د امریکا ځواکونه به نن شپه په منځني ختیځ کې پراخ پوځي عملیات ترسره کړي او د ایران مهم تاسیسات به په نخښه کړي.
هګسیت ویلي، دغه بریدونه به «قوي او دقیق» وي او د امریکا پوځي ګټې به پیاوړې کړي، همدارنګه به د واشنګټن ډیپلوماتیک دریځ هم ښه کړي.
هغه زیاته کړې چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ځواکونه به «نن شپه ډېر بوخت وي».
د امریکا د دفاع وزیر، ویلي چې د ایران «اکثر توغندي خپلو ټاکل شوو هدفونو ته نه رسېږي».
هګسیت همداراز د هغې اپاچي څرخکې د پیلوټانو د وضعیت په اړه ډاډ څرګند کړی چې هرمز تنګي ته نژدې په یوه پېښه کې ویشتل شوې او نسکوره شوې وه. د هغه په وینا، دواړه پیلوټان روغ دي او د اندېښنې وړ حالت نه لري.
نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د امریکا او ایران ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې او واشنګټن د ایران پر ضد د پوځي اقداماتو خبرداری ورکړی دی.
د ۲۰۲۶ کال د فوټبال د نړیوال جام لوبې د پنجشنبې په ورځ پیلیږي
د فوټبال نړیوال جام سیالۍ نن (پنشجنبه) د مکسیکو او جنوبي افریقا په مسابقه پیلېږي.
په دې سیالیو کې ۴۸ لوبډلې له یو بل سره ۱۰۴ مسابقې کوي.
درې هېوادونه؛ متحده ایالتونه، کاناډا او مکسیکو ددې سیالیو، چې نژدې شپږ اوونۍ دوام وکړي، کوربانه دي.
لومړۍ مسابقه به په مکسیکو سیټي کې وي خو په نورو ورځو کې به دوې – دوې سیالۍ کېږي.
د دوهمې ورځې سیالۍ به د جنوبي کوریا او چک جمهوریت او همداراز د کاناډا او بوسنیا هرزګوینیا ترمنځ وي.
د دې جام سیالۍ به د جولای تر ۱۹مې نېټې پورې به روانې وي.
ایران وايي امریکا سره د خبرو پر دوام غور کوي
دایران بهرنیو چارو وزارت وايي امریکا سره د خبرو پر دوام غور کوي.
د وزارت ویاند د چهارشنبې په ورځ خپلو څرګندونو کې پر خبرو باندې د وروستیو نښتو د اغیز په هکله وویل چې باید دا وڅیړل شي او په ټکو یې «دیپلوماسي او جنګ له یوبل جلا او د یوبل په څنګ او سور کې دي. »
اسماعیل بقايي دغه راز د مذاکراتو د وروستي وضعیت په اړه وویل : «دتیرې شپې تحولاتو ته په کتنه باید وڅیړو، د یپلوماتیک بهیر په تشه کې نه را مینځ ته کیږي.»
د امریکا اردو، د ایران په لاس د خپلې یوې هیلي کوپټرې د نسکوریدو په غبرګون کې تیره شپه دایران په جنوب بریدونه وکړل او ایران هم په ځواب کې د سیمه په ځینو هیوادونو کې د توغندیو بریدونه وکړل.
د امریکا ولسشمر دونالد ټرمپ چې مخکې یې ویلي وو ایران سره هوکړه نږدې ده، د امریکا د اردو د عملیاتو په جریان کې وویل «مونږ ښه هوکړه درلوده او احتمالا چې بیا به یې هم ولرو.»
ټرمپ: ایران امریکایي هلیکپټره ویشتلې او متحده ایالات اړدي چې دې برید ته ځواب ووایي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ وویل چې ایران د امریکا یوه اپاچي هلیکپټره ویشتلې چې د هرمز تنګي دپاسه یې د شپې له خوا ګزمه کوله او ژمنه یې وکړه چې دې کار ته به یې ځواب ووایي خو نور جزئیات یې ورنه کړل.
ټرمپ پرخپله ټولنیزه شبکه تروټ سوشال کې ولیکل: "ما ته همدا اوس زموږ ستر پوځ خبر راکړ چې تیره شپه ایرانیانو زموږ یوه ډېره پرمختللې اپاچي هلیکپټره هغه مهال وویشتله چې د هرمز تنګي پر سریې ګزمه کوله." هغه زیاته کړه: "په دې ماموریت کې دوو پیلوټانو حضور درلود چې دواړه روغ رمټ دي. له دې سره سره، متحده ایالات اړ دي چې دې برید ته ځواب ووایي."
د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ (سنټکام) د سه شنبې په ورځ وویل چې د دغه هېواد AH-64 هلیکپټره د ایران په وخت د شپې شاوخوا درې بجې د عمان د سواحلو په شاوخوا کې د ګزمې پر مهال راوغورځېده. په بیان کې ویل شوي چې له پیښې شاوخوا دوه ساعته وروسته د هلیکپټرې دوه عمله د ژغورنې د عملیاتو په ترڅ کې وژغورل شول او روغتیايي وضعیت یې ښه دی. ایران تراوسه د دې پیښې په اړه رسمي څرګندونې ندي کړي.
د امریکا د پوځ یوه هیلوکوپټره هرمز تنګي ته نژدې غورځیدلې ده
د امریکا د پوځ یوه هیلوکوپټره هرمز تنګي ته نژدې غوځیدلې ده.
نیویارک ټایمز د دوو باخبره سرچېنو په حواله راپور ورکړی چې دا اپاچي ډوله هلي کاپټره وه چې د غورځېدو له پيښې یې دوه سپاره کسان ژوندي پاته دي.
تراوسه معلومه نه ده چې دغه هیلوکوپټره ایراني ځواکونو نسکور کړې او که د تخنیکي ستونزې له کبله رالویدلی ده.
د دې خبر له خپریدو وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د دغې هیلوکوپټرې غورځیدل تایید کړل او زیاته کړه چې جزییات به يې وروسته خپاره شي.
ایران او اسرائیل پر یوبل بریدونه ودرول
د متحدو ایالاتو د ولسمشر دونالد ټرمپ له غوښتنې وروسته ایران او اسرائیل دواړو وویل چې پریوبل بریدونه یې ودرول.
د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو د دوشنبې په ورځ د بریدونو له دریدو وروسته وویل چې بریدونه ودریدل خو که ایران غلطي وکړي سخت ځواب به ورکړل شي.
تردې مخکې دایران سپاه پاسداران ځواکونو هم ویلي وو چې په اسرائیل د ایران بریدونه پای ته ورسیدل.
د امریکا ولسمشر ددغه وروستي کړکیچ په ترځ کې ویلي وو چې ایران سره یوې هوکړې ته رسیدل چې اوربند دسولې په یوې موافقې بدل کړي "ډیرنږدي" دي.
هغه ویلي وو نه غواړي چې په اسرائیل د ایران توغندیز بریدونه د سولې بهیر زیانمن کړي.