د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۷

د شمالي کوريا د بنسټګر ۱۱۰مه زېږد ورځ ونمانځل شوه

ارشيف: شمالي کوريا کې جوړو شويو د مراسمو انځور

په منزوي شوي هېواد شمالي کوریا کې د دغه هېواد د بنسټګر کیم ایل سونګ ۱۱۰مه زېږ-ورځ ولمانځل شوه.

د شمالي کوریا دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په زرګونو وګړو شمالي کوریا د بنسټګر کیم ایل سونګ د زېږورځې ۱۱۰مه کلیزه ولمانځله.

ایل سونګ د منزوي شوي هېواد شمالي کوریا د اوسني رهبر کیم جونګ اون نیکه دی، چې په یاد یې دغه مراسم په پلازمېنه پیونګ یانګ کې جوړ شوي وو.

د شمالي کوریا رهبر، کیم جونګ اون هم په دغو ملکي مراسمو کې برخه اخیستې وه، خو د تېر په څېر په دغه کمونست پلوه هېواد کې پوځي تجهیزات نندارې ته وړاندې نه شول او پریډ هم نه و ترتیب شوی.

ارشيف: د شمالي کوريا رهبر
ارشيف: د شمالي کوريا رهبر

د اپرېل پنځلسمه په شمالي کوریا کې د «لمر د ورځې» په نوم پېژندل کېږي، چې د دغه هېواد د وفات شوي بنسټګر کیم ایل سونګ زېږ ورځ ده.

بلخوا د جنوبي کوریا او د امریکا د متحدو ایالتونو چارواکو ویلي، دوی اټکل کړی و چې په دې ورځ به پوځي پریډ جوړ او احتمالاً د اټومي توغندیو ازموینې وشي.

د شمالي کوریا د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، په دغو مراسمو کې ملکي پریډ، نڅاوې او اورلوبې شاملې وې.

په دغو راپورونو کې د شمالي کوریا د رهبر کیم جونګ اون د وینا یا هم نظر څرګندولو په اړه څه نه دي ویل شوي.

په وروستیو اوونیو کې په پیونګ یانګ کې د لوی پوځي پرېډ د چمتووالي عکسونه خپرېدل، خو کارپوهان وايي اوس ممکن پوځي پرېډ د اپرېل پر ۲۵مه، چې د دغه هېواد د پوځ د تاسیس کلیزه ده، جوړ شي.

د کیم ایل سونګ کورنۍ په ۱۹۴۸م کال کې د شمالي کوریا له تاسیس راهیسې پر دغه هېواد واکمني کوي.

XS
SM
MD
LG