نړۍ
پنټاګون: د روسيې په کورسک سيمه کې د شمالي کوريا يوه قطعه ځای پر ځای شوې ده
د متحدهایالتونو د دفاع وزارت وايي، د شمالي کوریا د سرتېرو یوه کوچنۍ قطعه د روسیې په کورسک سیمه کې ځای پر ځای شوې ده.
پنټاګون اندېښنه ښودلې چې، ښايي لهدې سرتېرو څخه د اوکرایني ځواکونو پر ضد کار واخیستل شي.
د پنټاګون ویاند تورنجنرال پاټ رایډر پرون خبریالانو ته وویل، داسې نښې نښانې شته چې د روسیې کورسک ولایت ته د شمالي کوریا لږشمېر سرتېري استول شوي دي او زرګونه نور هلته رسېدو ته یا نژدې شوي او یا په نژدې راتلونکې کې ور روان دي.
رایډر همداراز وویل، پنټاګون د هغو راپورونو د تأیید لپاره کره معلومات نهلري چې وايي، په اوکراین کې دننه هم د شمالي کوریا ځواکونه شته.
ولسمشر جوبایډن ویلي دي، په کورسک کې د شمالي کوریا د سرتېرو حضور سخت اندېښمن کړی دی.
بایډن زیاتوي، که دا سرتېري د اوکراین قلمرو ته ننوځي، نو اوکرایني ځواکونه باید برید پرې وکړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په بلوجستان کې پر ریلګاډي د برید د قربانیانو شمیرله دیرشو اوښتی
د پاکستان په بلوچستان کې پریوه ریلګاډي د تیرې ورځې په برید کې د وژل شویو کسانو شمیرله دیرشو اوښتی.
پرون یکشنبې د دې ایالت په مرکز کویټه کې له چاودیدونکو موادو ډک موټر له یوه مسافروړونکي ریلګاډي سره ټکروکړچې د چاودنې په نتیجه کې یې د ریلګاډي د انجن په ګډون څو واګونونه له پټلۍ بې لاره او دوه واګونونه چپه شول.
چارواکو مخکې په دې پيښه کې چې مسولیت یې د بلوڅانو بیلتون غوښتونکې ډلې، بلوچ لیبریشن آرمي اخیستی، د لږترلږه ۲۴ کسانو د وژل کیدو او شاوخوا اویاوو نورو د ټپي کیدو خبره کړې وه.
د دې ایالت دوو چارواکو، چې له رسنیو سره یې د معلوماتو د شریکولو صلاحیت نه درلود او د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې، د دوشنبې په ورځ وویل چې د وژل شویو شمېر له ۳۰ څخه اوښتی دی.
دغه موټربم چاودنه پر هغه ریلګاډي شوې چې د پاکستان امنیتي ځواکونه او د هغوی د کورنۍ غړي یې لیږدول.
د پاکستان حکومت او پوځ تر اوسه په دې برید کې د وژل شویو کسانو رسمي شمېر نه دی خپور کړی. دا برید د هغو پرله پسې حملو وروستۍ بېلګه ده چې پر اورګاډو، امنیتي ځواکونو او بنسټیزو تاسیساتو ترسره شوي دي.
د تهران او واشنګټن ترمنځ احتمالي هوکړې سره، د نړۍ په بازارونو کې د تیلو بیې ډیرې را ولویدې
وروسته له هغې چې په منځني ختیځ کې د جګړې د پای ته رسولو او د هرمزتنګي د احتمالي پرانستلو په اړه د تهران او واشنګټن ترمینځ د یوې احتمالي هوکړې په اړه راپورونه خپاره شول، د نړۍ په بازارونو کې د تیلو بیې ډیرې را ولویدې.
د شمالي سمندرد برینټ او د ویسټ ټکزاس د انټرمیډییټ اومه تېلو بیې شاوخوا پنځه سلنه راولویدې او د برینټ د یوه بیرل بیه څه باندې ۹۸ ډالرو اود انټرمیډییټ څه باندې ۹۱ ډالرو ته ورسیده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دوشنبې په ورځ وویل چې امکان شته یوه هوکړه "نن دوشنبې" اعلان شي خو له دې مخکې ولسمشرټرمپ ویلي وو چې مذاکرات په "منظم او رغنده ډول" روان دي، خو ټینګار یې وکړ چې امریکایي مذاکره کوونکو ته سپارښتنه شوې چې "بېړه ونه کړي."
بقایي: تهران په ډیرو مسایلو کې له واشنګټن سره تفاهم ته رسیدلی خو هوکړه نژدې نده
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، تهران او واشنګټن د جګړې د پای ته رسولو د یوې هوکړې په اړه په ډېرو مسایلو کې تفاهم ته رسېدلي دي، خو محتاطانه خبرداری یې ورکړچې موافقه نژدې نه ده.
د دې وزارت ویاند اسماعیل بقایي د دوشنبې په ورځ په اوونیز خبري کنفرانس کې وویل: "دا سمه ده چې ووایو موږ د هغو ډېرو مسایلو په اړه پایلې ته رسېدلي یو چې تر بحث لاندې وو."
خو هغه زیاته کړه: "خو دا چې ووایو د هوکړې لاسلیک نژدې دی، هېڅوک دا ادعا نه شي کولای."
هغه پر واشنګټن تور ولګاوه چې خپل دریځونه بدلوي.
دغه څرګندونې داسې مهال کیږي چې د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ وویل چې خپلو مرکچیانو ته یې ویلي دي چې "بېړه مه کوئ."
په خیبرپښتونخوا ایالت کې په یوه ټرافیکي پیښه کې لږترلږه اولس کسان مړه شوې دي
په خیبرپښتونخوا ایالت کې د دوشنبې په ورځ په یوه ټرافیکي پېښه کې لږ تر لږه ۱۷ کسان مړه او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یومسافروړونکی بس له سوات ولسوالۍ څخه پېښور ته روان وو چې تخنیکي ستونزه یې پیدا کړه او د سړک پرغاړه ودرېد. د چارواکو په خبره سپرلۍ له بس څخه ښکته شوې او د هغه ترڅنګ ولاړې وې چې یو وان موټر چې کنټرول یې له لاسه ورکړی و، پر خلکو او ولاړ بس ورغی.
د ژغورنې د چارو یوه چارواکي بلال احمد فیضي فرانسپرس ته ویلي چې لږ تر لږه ۱۷ کسان مړه او له ۱۰ څخه ډېر ټپیان دي او زیاته یې کړه چې د ټپیانو له ډلې درې کسان په نازک حالت کې دي. ویل شوي چې ډېری مسافر د اخترلپاره خپلو کورونو ته روان وو.
په پاکستان کې د ټرافیکي پېښو کچه لوړه ده، چې لاملونه یې د ټرافیکي قوانینو کمزوری پلي کېدل، چټک موټر چلول، د سړکونو د خوندیتوب کمزوري معیارونه او د چلونکو بې احتیاطي بلل کېږي.
روبیو "امکان شته چې د دوشنبې په ورځ له ایران سره یوه هوکړه وشي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي، د دې امکان شته چې له ایران سره یوه هوکړه د دوشنبې په ورځ وشي.
روبیو دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ له نوي ډیلي څخه د کتنې په پای کې خبریالانو ته وکړې او زیاته یې کړه:" موږ فکر کاوه چې ښايي تېره شپه کوم خبر ولرو، ښايي نن یې ولرو، خو زه له دې زیات څه نشم ویلی."
تردې مخکې روبیو ویلي و چې ښایي یوه هوکړه د یکشنبې د ورځې ناوخته اعلان شي.
د روبیو په خبره متحده ایالات به له ایران سره یوه ښه هوکړه ترلاسه کړي یا به " له بلې لارې" له دې هیواد سره چلند وکړي. هغه زیاته کړه چې امریکا مخکې له دې چې پر" نورو انتخابونو" غوروکړي، ډیپلوماسۍ ته هرفرصت ورکوي چې بریالۍ شي.
دغه څرګندونې وروسته له هغې کیږي چې د امریکا د ولسمشرډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو یوې هوکړې ته د رسیدو په اړه هیلې راکمې کړې. هغه د یکشنبې په ورځ وویل چې خپلو مذاکره کوونکو ته یې ویلي دي چې "بېړه مه کوئ."
طالبانو په بلوچستان کې په اورګاډي برید غندلی
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې لیکلي چې په عامه سفر کوونکو وروستۍ چاودنه چې له امله یې ګڼ ملکیان مړه او ټپیان شوي غندي او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي.
د بلوچستان په کوټه کې په یوه اورګاډي بمي چاودنې لږ تر لږه ۲۴ کسان مړه او ۷۰ نور ټپیان کړل.
په دغه اورګاډي کې د پاکستان امنیتي ځواکونه او د هغوی د کورنۍ غړي ناست وو.
د بلوڅانو بیلتون غوښتونکې ډلې په کویټه کې د خونړۍ بم چاودنې مسولیت ومانه.
د پاکستان صدراعظم نوازشریف دا بمي برید غندلی او بزدلانه یې بللی دی.
د بلوڅانو بیلتون غوښتونکې ډلې په کویټه کې د خونړۍ بم چاودنې مسولیت ومانه
د بلوڅانو بیلتون غوښتونکې ډلې په کویټه کې د خونړۍ بم چاودنې مسولیت ومانه.
چارواکو په چاودنه کې د لږترلږه ۲۴ کسانو د وژل کیدو او شاوخوا اویا نورو د ټپي کیدو خبره کړې ده.
د رویترز د راپور له مخې درې پوځې او ملکي چارواکو د خپل هویت د پټ ساتلو په شرط وویل، دغه بم چاودنه نن یکشنبې په هغه ریلګاډي کې شوې چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو غړي پکې سپاره وو. د بلوڅانو بیلتون غوښتونکې ډلې، بلوچ لیبریشن آرمي یا بي ایل اې په یوه بیان کې د دغه برید مسولیت منلی او هغه یې یوځانمرګی برید بللی دی.
د پاکستان د ریلګاډو وزارت په یوه بیان کې وویل، چاودنه په کویټه کې د هغه د مسافروړونکي ریلګاډي پټلۍ ته نژدې شوې چې د کویټې د کانټونمنټ له سیمې څخه یې مسافر لیږدول. دغه ریلګاډی وروسته د جعفرایکسپرس په نوم له اوږده واټن ریلګاډي سره نښلیده. په بیان کې دغه راز ویل شوي چې چاودنې د ریلګاډي انجن او درې واګونونه له پټلۍ اړولي او دوه واګونونه یې چپه کړي دي. یوه امنیتي چارواکي ویلي چې پرچاودیدونکو توکو ډک موټر د ریلګاډي له یوه واګن سره د هستوګنې په یوه سیمه کې ټکړ کړی و او زیاته یې کړې یې ده چې په وژل شویو کې د سیمې اوسیدونکي هم شامل دي.
پرکییف د روسیې پراخ بریدونه
پرکییف د روسیې په تازه بریدونو کې لږترلږه دوه کسان وژل شوې دي.
چارواکو دا ترټولو پراخ بریدونه بللي چې په خبره یې روسیې د سلګونو ډرونونو ترڅنګ له نویو هایپرسونیک توغندویو څخه پکې کاراخیستی دی. د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي، په دغو بریدونو کې کې له ۴۴ ډیرکسان ټپیان شوې دي.
نن یکشنبې د اور وژنې کارکونکو هڅه کوله چې د پلازمېنې په ډېرو برخو کې په ودانیو کې لګیدلې اورونه مړه کړي او ژغورونکي هم د نړیدلو اپارتمانونو او ودانیو له کنډوالو څخه د ژوندي پاتې شویو کسانو په لټه کې وو. چارواکو ویلي چې ښایي د مړو شمیرزیات شي.
روبیو: له ایران سره یوه هوکړه ښایي د یکشنبې د ورځې ناوخته اعلان شي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي، له ایران سره یوه هوکړه ښايي د یکشنبې د ورځې ناوخته اعلان شي چې په نتیجه کې به یې په منځني ختیځ جګړه پای ته ورسیږي. روبیو په نوي ډیلي کې خبریالانو ته وویل:
"زه فکر کوم ښايي په راتلونکو څو ساعتونو کې نړۍ یو ښه خبر ترلاسه کړي."
روبیو چې هند ته په خپل لومړي رسمي سفر تللی، وویل، په دغه کیدونکې هوکړه کې به د هرمز تنګي په اړه چې ایران ترډیره حده بند کړی، د امریکا اندیښنې هم لیرې شي.
دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې ولسمشرټرمپ وویل چې پریوې هوکړې خبرې وروستي پړاو ته رسیدلي.
په بلوچستان کې نن یکشنبې په یوې چاودنه کې لږترلږه ۲۴ کسان وژل شوي او شاوخوا ۵۰ نورټپیان شوې دي
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې نن یکشنبې د یوې چاودنې له امله لږ تر لږه ۲۴ کسان ووژل شول. د یوه لوړپوړي چارواکي په وینا په دې چاودنه کې د پوځیانو یو رېلګاډی په نښه شوی و.
دغه چارواکي چې نوم یې ندی په ډاګه شوی فرانسپرس آژانس ته ویلي چې دغه پیښه کوټې ته نژدې رامینځته شوې او پوځیان هم په قربانیانو کې شامل دي. په دې پيښه کې له ۵۰ څخه ډېر کسان ټپیان شوي دي.
انځورونه ښيي چې د رېلګاډي یو واګون چپه شوی او خلک هڅه کوي چې ژوندي پاتې شوي راوباسي.
چارواکو ویلي چې په دې رېلګاډی کې د پوځ سرتېري او د هغوی د کورنیو غړي سپاره وو او له کوټې څخه پیښورته روان و.
د چارواکو په خبره رېلګاډی د چمن پاټک له سیګنال څخه تېرېده چې له چاودېدونکو توکو ډک یو موټر د رېلګاډي له یوه واګون سره وجنګېد، چې له امله یې زوروره چاودنه رامنځته شوه.
دغې چاودنې د رېلګاډي کړکۍ ماتې کړې او نږدې موټرونه یې هم ویجاړ کړي دي.
یوه بل چارواکي دې آژانس ته ویلي چې پوځیان د اختر د رخصتیو د لمانځلو لپاره خپلو کورونو ته تلل.
تراوسه پورې چا یا کومې ډلې د دغې پیښې مسولیت ندی اخیستي خو په دې نا ارامه ایالت کې اکثره بلوڅ بېلتون غوښتونکي د پاکستان پوځي او نورحکومتي چارواکي او ځایونه د بریدونو لپاره په نښه کوي.