د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

د چين استازی: افغانستان کې تر شلو ډېرې ترهګرې ډلې فعالې دي


د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازی یو شیاویونګ
د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازی یو شیاویونګ

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي د بیجینګ د نړیوالو خبرو اترو له مرکز سره په یوه مرکه کې اندېښنه ښکاره کړه چې، په افغانستان کې تر شلو ډېرې ترهګرې دلې موجودې دي چې چین او د سیمې د نورو هېوادونو امنیت ګواښي.

اوس څنګه کېدای شي چې دا ترهګرې ډلې کمې شوي وي یا له هېواده وتلي وي؟ زما په اند ډېرې شوي به لا هم وي."
عزت‌الله پېژاند

یو شیاویونګ د بیجینګ د نړیوالو خبرو اترو له مرکز سره په یوه مرکه کې ټینګار وکړ چې، چین په افغانستان کې د نفوذ یا کنټرول غوښتونکی نه‌دی، بلکې د دې هېواد د راتلونکي لپاره د "معتدل او ټول‌شموله حکومت" د جوړېدو هیله لري.

ښاغلي یو زیاته کړه: "ډېری هېوادونه په افغانستان کې د ترهګرۍ له ګواښونو اندېښنه لري."

ده همداراز وویل، کله چې متحدایالتونو او ناټو په لومړي ځل په افغانستان کې مداخله وکړه، هلته یوازې یوه یا دوې ترهګرې ډلې موجودې وې. اوس، هلته د ناټو او امریکايي پوځیانو له ۲۰ کلن حضور وروسته، په‌دې هېواد کې تر ۲۰ ډېرې ډلې فعالیت کوي.

د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شنونکی عزت‌الله پېژاند په افغانستان کې د ترهګرۍ په اړه د چین د استازي اندېښنه پر ځای بولي.

نوموړی وايي: "کله چې په افغانستان کې جمهوریت و او د حکومت په اډانه کې د ترهګرۍ ضد ادارې او جوړښتونه موجود و، خاصې قطعې موجودې وې، بیا هم د ۲۱ ترهګرو ډلو شتون په نړیواله کچه تایید شوی و، اوس څنګه کېدای شي چې دا ترهګرې ډلې کمې شوي وي یا له هېواده وتلي وي؟ زما په اند ډېرې شوي به لا هم وي."

تر دې وړاندې ملګروملتونو هم څو ځلې په افغانستان کې د القاعده په شمول د بېلابېلو ترهګرو ډلو د موجودیت په اړه راپورونه ورکړي دي.

داعش ډله چې لا له وړاندې افغانستان کې فعاله ده، د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته يې په بېلابېلو خونړيو بريدونو کې لسګونه کسان ووژل او سلګونه نور يې ټپيان کړل.
داعش ډله چې لا له وړاندې افغانستان کې فعاله ده، د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته يې په بېلابېلو خونړيو بريدونو کې لسګونه کسان ووژل او سلګونه نور يې ټپيان کړل.

خو چین، چې له طالبانو سره نسبتاً نژدې اړیکې لري، عموماً د افغانستان له لوري د تروریزم د خطر په اړه ډېر څه نه وايي.

"د طالبانو له واک ته رسېدو شپږ میاشتې وروسته هم ملګروملتونو، هم پاکستان او نورو په‌دې اړه اندېښنه ښکاره کړه.
اسماعيل غرنی

د سیاسي چارو نظرخاوند محمد اسماعیل غرنی وايي، دا یوازې چین نه‌‌‌دی چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان څخه د ترهګرۍ له درکه اندېښنه ښيي، نورو ګاوندیانو هم اندېښنې څرګندې کړي دي.

ښاغلي غرني ازادي راډيو ته وويل: "د طالبانو له واک ته رسېدو شپږ میاشتې وروسته هم ملګروملتونو، هم پاکستان او نورو په‌دې اړه اندېښنه ښکاره کړه. خو که طالبان یې مخه ونه‌نیسي دا ځل ممکن نړۍ د طالبانو د رژیم په وړاندې لاس تر زنې کښېنه‌ني."

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي په‌‌‌داسې حال کې په افغانستان کې د شلو تروریستي ډلو په اړه اندېښنه وښوده چې، وړمه شپه د افغانستان او تاجکستان په سرحدي سیمه کې په یوه برید سره یو چینايي تبعه وژل شوی.

همدارنګه د سیمه‌‌‌‌ییزو چارواکو په خبره چې د ازادې اروپا/تاجکي څانګې سره یې په‌‌‌دې تړاو خبرې کړي څلور چینایان او یو تاجکی په دغه برید کې ټپيان شوي.

تاجک چارواکو ویلي چې په شمس‌‌‌الدین سیمه کې دا برید د پولې هاخوا د افغانستان له خاورې شوی دی.

که څه هم د دې راپور د خپرېدو تر شېبې پورې چین، تاجکستان او د طالبانو حکومت څه نه‌‌دي ویلي، خو ځینې راپورونه وايي چې بریدګر له افغانستانه تاجکستان ته اوښتي وو.

د تاجکستان د ختلان ولایت دا ولسوالي د افغانستان پولې ته څېرمه پرته ده، چې کله‌ناکله ورڅخه د ناامنیو راپورونه ورکول کېږي.

دوو سرچینو د موضوع حساسیت ته په پام د نومونو د نه ښوولو په شرط د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د تاجکستان څانګې ته د دوشنبې په ورځ وویل، چې دغه حمله وړمه شپه شوې ده.

د طالبانو حکومت له چین سره نژدې اړیکې لري او چین له هغو هېوادونو دی چې د طالبانو ډیپلومات یې منلي دي.

تر اوسه مشخصه نه‌ده، چې په‌‌‌دې حمله کې د مخدره موادو قاچاقبر که جنګي ډلې لاس لري.

د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د مخدرو موادو د مافیا ډلې هم ډېرې فعاله دي.

که څه هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت ډاډ ورکړی، چې د افغانستان له خاورې به بل هيڅ هېواد پر خلاف نه کارول کېږي، خو تاجکستان په واروار له پولې هاغاړې د امنیتي ګواښونو په باب اندېښنې ښوولې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG