د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۵

د افغانستان پولې ته څېرمه حمله؛ د چین یو وګړی وژل شوی او څلور ټپیان دي


د افغانستان او تاجکستان سرحدي یوه سیمه
د افغانستان او تاجکستان سرحدي یوه سیمه

د راپورونو له مخې په تاجکستان کې یوه حمله کې چې ګومان کېږي د افغانستان له خاورې به شوې وي، د چین یو وګړی وژل شوی دی.

په دې حمله کې چې تېره شپه د افغانستان پولې ته څېرمه شوې، د چین څلور وګړي او یو ځایي اوسېدونکی ټپیان شوي دي.

له پېښې باخبره سرچینو رسنیو ته ویلي چې دغه حمله د تاجکستان د شمس‌الدین شاهین ولسوالۍ په دره زربز ساحه کې شوې ده.

د تاجکستان د ختلان ولایت دغه ولسوالي د افغانستان پولې ته څېرمه پرته ده چې کله ناکله ورڅخه د ناامنیو راپورونه ورکول کېږي.

دوو سرچینو د موضوع حساسیت ته په پام د نومونو د نه ښوولو په شرط د ازادې اروپا/ازادۍ رادیو د تاجکستان څانګې ته نن دوشنبه ویلي چې دغه حمله تېره شپه شوې ده.

خو د تاجکستان چارواکو د دې پېښې په باب تر اوسه رسماً څه نه دي ویلي او د چین حکومت هم لا څه نه دي ویلي.

د طالبانو حکومت له چین سره نږدې اړیکې لري او چین له هغو هېوادونو دی چې د طالبانو ډیپلومات یې منلي دي.

تر اوسه مشخصه ده چې په دې حمله کې د مخدره موادو قاچاقوونکي که جنګي ډلې لاس لري.

د تاجکستان په دې سیمه کې د چینايي وګړو حضور، د سرو زرو په یوه کان کې د دوی له فعالیت سره تړاو لري.

که څه هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې به بل هېڅ هېواد پر خلاف نه کارول کېږي، خو تاجکستان په وار وار له پولې هاغاړې د امنیتي ګواښونو په باب اندېښنې ښوولې دي.

د افغانستان او تاجکستان سرحدي پوله
د افغانستان او تاجکستان سرحدي پوله

د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمېټې د ۲۰۲۳م کال د اګست میاشتې پر ۱۵مه د انصار اله په نوم د یوې افراطي ډلې چې په تاجکستان کې یې فعالیت منع دی، د درېیو غړو د وژلو تر څنګ د وسلو او مهماتو د کشف خبر ورکړی و.

په مستقل ډول د دغسې ادعاګانو تایید یو سخت کار دی.

تر دې مخکې هم په سرحدي ولسوالۍ شمس‌الدین شاهین کې د تاجکستان پر وګړو او پوله ساتو د حملو او د هغوی د یرغمل کېدو راپورونه ورکړل شوي وو، خو دا لومړی وار دی چې د چین یو وګړی په دې سیمه کې وژل کېږي او څلور نور چینايي وګړي ټپیان کېږي.

تاجکستان په وار وار د خپلو سرحدونو د خوندیتوب په باب اندېښنې ښوولي او د افغانستان پولې ته څېرمه یې خپل امنیتي تدابیر سخت کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG