د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۷

تاجکستان سره پر پوله د ۵۹ قرغزستاني سرتېرو وژنه؛ قرغزستان نن ملي وير اعلان کړی


د قرغزستان ملي بيرغ
د قرغزستان ملي بيرغ

د قرغزستان ولسمشر قاسم جومارت توکاییف د ملي ماتم اعلان وروسته له هغه وکړ چې له تاجکستان سره په پوله په بریدونو کې د قرغزي عسکرو په شمول د وژل شویو کسانو شمېر ۵۹ ته ورسېد.

د تاجکستان او قرغزستان پوله ساتي ځواکونه له تېرو دریو ورځو راهیسې له یو بل سره په نښته کې دي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او په افغانستان کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له دواړو لوریو غوښتي چې نښتې پای ته ورسوي او خبرو ته سره کښېني.

تر یکشنبې ناوخته له تاجکستان سره په پوله کې د نښتو پر مهال د قرغزستان خوا ته د وژل شویو کسانو شمېر ۵۹ ته ورسېد.

دا خبره د قرغزستان د روغتیا وزارت اعلان کړه او ويې ویل چې، ۱۴۴ نور کسان هم ټپیان دي چې څه باندې سل تنه یې په وخیم حالت کې دي.

د یوه وژل شوي قرغزي عسکر علامان اورایموف مړی پرون خاورو ته وسپارل شو.

د هغه مور وینیرا حفیظووا په ژړغوني غږ وايي: "زوی مې ان له ماشومتوبه نظامي زده کړې خوښېدې. ځکه یې په بشکیک کې لوړې پوځي زده کړې وکړې. هغه هر څه د پوځ لپاره قربانول. په رخصتیو کې یې هم سم ارام نه کاوه. که کوم کار به پېښېده نو عاجل به دندې ته ستنېده. ویل به یې چې مورې زما عسکر ماته اړتیا لري. دنده مې ماته اړتیا لري. په خپل کار میین وو."

د قرغزستان پوله ساتي ځواکونه
د قرغزستان پوله ساتي ځواکونه

د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د قرغزستان خوا ته په وژل شویو او ټپیانو کې واړه ماشومان هم شامل دي.

د باتکن، لیلیک، سلکتو، رزاقوف او ځینو نورو سرحدي سیمو څه باندې یو لک او څلوېښت زره اوسېدونکي نورو سیمو ته انتقال شوي څو یې ژوند وژغورل شي.

په پلازمېنه بشکیک او نورو لویو ښارونو کې رضاکارو خلکو د جګړې ټپيانو ته د وینې د ټولولو کمپاین پيل کړی دی.

د قرغزستان د بهرنیو چارو وزارت د تاجکستان لوری په وسله‌وال یرغل باندې تورن کړی او ویلي یې دي چې، د ګاونډيتوب او سرحدونو نړیوال اصول یې مات کړي او په دوی باندې یې بریدونه کړي.

د تاجکستان خوا هم بیا ورته څرګندونې لري.

دواړه لوري پر يو بل تورونه پورې کوي چې له اوربنده يې سرغړونه کړې.
دواړه لوري پر يو بل تورونه پورې کوي چې له اوربنده يې سرغړونه کړې.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت یکشنبه ناوخته د لومړي ځل لپاره د جګړو له پیل راهیسې رسمي اعلامیه ورکړه او ویې ویل چې، لږ تر لږه ۳۰ ملکیان تر دې دمه په جګړه کې وژل شوي دي.

د تاجکي عسکرو د وژل کېدو یا ټپي کېدو په تړاو لا څه معلومات نه دي خپاره شوي خو مخکې ورځو کې یوازې دوو تاجکي عسکرو د وژل کېدو خبره تایید شوې وه.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې د قرغزستان پوله ساتي ځواکونه تورن کړي چې د تاجکستان په سرحدي کلیو یې ډزې کړي او ملکیانو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

"دوی له جومات سره ولاړ وو. یو څه راغلل او ولګېدل او چاودنه وشوه."

د تاجکستان د یوې سرحدي سیمې قلعچې اوسیدونکې زینب بردیووا وايي چې نږور یې په برید کې ټپي ده او اوس په روغتون کې ده.

نوموړې وويل: "دوی له جومات سره ولاړ وو. یو څه راغلل او ولګېدل او چاودنه وشوه. چا وویل احرار لګېدلې. نږور مې ده. یو دم مې کنټرول له لاسه ورکړل."

د ازادې اروپا تاجکي څانګې ته د باوري سرچینو په حواله راپور ورکړی چې لږ تر لږه ۱۵ تاجکي عسکر هم په جګړه کې وژل شوي او د تاجکستان د ډموکراټيکي پارټۍ د مشر په خبره چې شاوخوا شپیته کسان وژل شوي.

له تاجکستان سره په پوله باندې داسې وخت لسګونه کسان وژل کېږي چې دواړو ګاونډیو هېوادونو د سپټمبر په ۱۵مه اوربند هم کړی وو خو څو ساعته وروسته یې مات شو او عسکرو بیا یو بل ته د ټوپک خولې ونیولې.

نړيوالو مشرانو له دواړه لوريو غوښتنه کړې چې په بېړني ډول دې جګړه ودروي.
نړيوالو مشرانو له دواړه لوريو غوښتنه کړې چې په بېړني ډول دې جګړه ودروي.

د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین چې له دواړو تاجکستان او قرغزستان سره ښې اړیکې او سیاسي نفوذ هم لري د جګړو د سمدستي درېدو او د لانجو د سوله‌ییز حل غوښتنه کړې ده.

اخوا د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم د تاجکستان او قرغزستان په وسله‌والو نښتو باندې خواشیني ښودلې ده.

د دغه وزارت په اعلامیه کې یکشنبه ناوخته ټینګار شوی چې دا دواړو ګاونډیان دې خپلې لانجې له سوله‌ییزې لارې هوارې کړي او پرې‌نږدي چې ملکیان تر دې زیات زیانمن شي.

د تاجکستان او قرغزستان تر منځ د وروستیو سرحدي نښتو لامل لا سم نه دی روښانه خو د دواړو هېوادونو تر منځ سلګونه کیلومتره پوله بې نښې پاتې او د اوبو او ځمکو په سر هم کلیوالې شخړې تېرو وختونو کې د خونړیو جګړو سبب شوي.

د پخواني شوروي دا دوه هېوادونو شاوخوا ۹۸۰ کیلومتره ګډه پوله لري چې یوه برخه یې نه ده په نښه شوې.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG