د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۵

نړۍ

له قزاقستانه د روسیې په مشرۍ د ډله ییز امنیت سازمان د سرتیرو ایستل بشپړ شول

روسي سرتیري
روسي سرتیري

له قزاقستانه د روسیې په مشرۍ د ډله ییز امنیت سازمان د سرتیرو ایستل بشپړ شول.

د قزاقستان حکومت په الماتي کې له مرګونو مظاهرو وروسته له دغو سرتیرو غوښتي و چې د امنیت او نظم د ټینګښت لپاره ورشي.

دغلته د جنورۍ په لومړیو کې د تېلو د بیو د لوړوالي پر ضد مظاهرې پيل شوې چې وروسته یې لمن ټول هېواد ته ورسېده او په تاوتریخوالي واوښتې.

په قزاقستان کې د روسیې سفیر الکسي بورو دافکین او د ډله ییز امنیت سازمان یوه مسؤل ویلي، د سولې د ساتنې عملیات پای ته ورسېدل.

قزاقستان ته د روسیې، ارمنستان، قرغزستان، تاجکستان او قزاقستان سرتیري استول شوي وو.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

لبنان او حزب‌الله له اسراييلو سره د اوربند په هدف د امريکا له وړانديز سره موافقه وکړه

د لبنان د پارلمان مشر نبي بری او د امريکا استازی اماس هوخشتاين
د لبنان د پارلمان مشر نبي بری او د امريکا استازی اماس هوخشتاين

لبنان او حزب‌الله له اسرايیلو سره د اوربند په هدف د امریکا له وړاندیز سره د ځینو ټکو په استثنی موافقه وکړه.

په همدې حال کې یوه لوړ پوړي لبناني چارواکي تېره شپه رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره دا تر ټولو جدي هڅې بللې دي.

د لبنان د پارلمان د مشر نبي بري سلاکار علي حسن‌ خليل وويل، لبنان په بيروت کې د امريکا سفير ته د امريکا د وړانديز په اړه خپل ليکلی ځواب وړاندې کړى او د سپينې ماڼۍ استازى اماس هوخشتاین هم د خبرو د دوام لپاره بیروت ته تللى دى.

اسراییلو تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

حزب‌‌‌الله ډ‌له د امریکا متحدایالاتو له‌‌‌خوا د یوه تروریستي سازمان په توګه پېژندل کېږي او اروپايي اتحادیې بیا یوازې د دې ډلې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې.

د حزب‌‌‌الله سیاسي څانګه د لبنان په پارلمان کې استازي لري.

دا خبر په‌داسې حال کې مخې ته راځي چې حزب‌الله پرون د تل‌‌‌ابیب پر لور د ډرون څو بریدونه کړي دي.

اروپايي ټولنه پر ايران نور بنديزونه لګوي

د اروپايي ټولنې بيرغ
د اروپايي ټولنې بيرغ

د اروپایي اتحادیې شورا اعلان وکړ چې، پر ایران نور بندیزونه لګوي ځکه چې دا هېواد پر اوکراین د روسیې له لوري د پیل شوې جګړې پوځي ملاتړ کوي.

په‌‌‌‌دې اقداماتو کې له اروپايي اتحادیې څخه ایران ته د هغو پُرزو پر صادراتو بندیز شامل دی، چې د توغندیو او بې‌‌پيلوټه الوتکو په جوړولو کې کارول کېږي.

د اروپايي اتحادیې په نویو بندیزونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د بېړۍ چلونې کرښې (IRISL) او د هغې د مدیر محمدرضا خیاباني په ګډون یو تن او څلور ادارې شاملې دي.

هغوی روسیې ته د وسلو او بې‌‌پيلوټه الوتکو په وړلو تورن دي.

پر دې سربېره د بېړۍ چلونې درې روسي شرکتونه له ایران څخه روسیې ته د جنګي وسایلو د لېږد له امله د بندیزونو په فهرست کې شامل شوي دي.

اروپایي اتحادیې مخکې هم ایران له‌‌‌دې امله غندلی و چې د اوکراین پر ضد په جنګ کې یې روسیې ته بالستیک توغندي او بې‌پيلوټه الوتکې ورکړي وو.

ایران بیا دا تورونه رد کړي دي.

اروپایي اتحادیې دا اقدامات د اروپا د امنیت لپاره مستقیم ګواښ ګڼلی او خبرداری یې ورکړی و چې، که دا ملاتړ دوام ومومي، نو نوي بندیزونه به پرې ولګول شي.

پر اوکراین د روسیې تازه بریدونه؛ ۲۱ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي

د روسیې د بریدونو له کبله د اودیسې یوه ویجاړه شوې سیمه
د روسیې د بریدونو له کبله د اودیسې یوه ویجاړه شوې سیمه

پر اوکراین د روسیې په تازه بریدونو کې ۲۱ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د اوکرایني چارواکو په وینا، په دې بریدونو کې اودیسې او سومي ښارونه په نښه شول.

د اودیسې د پوځي ادارې مشر اولیه کیپر پر خپل ټیلیګرام چینل لیکلي چې د دې ښار د استوګنې پر یوه ودانۍ د روسیې په نننیو توغنديي بریدونو کې ۱۰ کسان مړه او ۳۹ نور ټپیان شول.

له دې څو ساعته مخکې د روسیې د سرحد په ۴۰ کیلومترۍ کې په سومي ښار کې د استوګنې یوه ودانۍ په توغندیو ولګېده.

د اوکراین د بېړنيو حالاتو وزارت ویلی چې په دې برید کې د ماشومانو په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي او نژدې ۹۰ کسان نور ټپیان دي.

اروپايي ټولنې پر ایران نور بندیزونه لګولي

د ایران او اروپايي ټولنې بیرغونه
د ایران او اروپايي ټولنې بیرغونه

اروپايي ټولنې د اوکراین په جګړه کې د روسیې د ملاتړ په خاطر پر ایران نور بندیزونه هم لګولي دي.

اروپايي کمېسیون نن د نومبر ۲۸مه اعلان وکړ چې د ایران د کشتیو ځینې شرکتونه یې د خپلو بندیزونو په فهرست کې شامل کړي دي.

اروپايي کمېسیون د روسیې د کښتیو درې شرکتونه هم په دې لېست کې ورزیات کړي دي.

ویل کېږي چې د دې شرکتونو کښتیو د کسپین سمندرګي له لارې په اوکراین کې دېره روسي سرتېرو ته په ایران کې جوړ وسلې او مهمات او د بې پیلوټه الوتکو پرزې لېږدولې دي.

انګلستان کې د ګلاسټنبري فسټيوال ټکټونه په ۳۵ دقيقو کې پلورل شوي

د ګلاسټنبري (Glastonbury) د ۲۰۲۵م کال ټکټونه پرون یکشنبه په ۳۵ دقیقو کې دننه وپلورل شول.

تمه کېږي د انګلستان په جنوب لوېدیځ کې له ۲۰۰زرو څخه ډېر کسان په دغه فستیوال کې ګډون وکړي.

د ګلاسټنبري فستیوال په نړۍ کې د موسیقۍ او نورو نندارو د هنرونو له مشهورو فستیوالونو ګڼل کېږي.

د فستیوال لپاره د ټکټونو پلور پرون د سهار پر نهو بجو پیل شو او د فستیوال تنظیموونکو په خپله ایکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) کې پر نهو بجو او ۳۵ دقیقو اعلان وکړ چې د ګلاسټنبري ۲۰۲۵ ټول ټکټونه پلورل شوي دي.

د یوه ټکټ بیه ۳۷۳ اعشاریه ۵۰ پاونډه وه، چې د ۴۷۱ اعشاریه ۵۰ ډالرو معادل کېږي.

ټاکل شوې ده دغه فستیوال د راتلونکي کال د جون له ۲۵مې څخه تر ۲۹ نېټې پورې وشي.

د عراق په صلاح‌الدين ولايت کې درې امنيتي سرتېري وژل شوي او ۳ ژوبل دي

د عراق يو روغتون
د عراق يو روغتون

د عراق چارواکي وايي، پرون یک‌شنبه په صلاح‌الدین ولایت کې د یوې چاودنې له امله درې امنیتي پوځیان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې یا کس د دې چاودنې مسوولیت نه‌دی منلی.

عراق د ۲۰۱۷م کال په وروستیو کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په وړاندې بریا اعلان کړه، خو د دې ډلې جنګیالي لا هم په عراق په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو کې فعال دي.

د طوز خورماتو ښاروال ذوالفقار البیاتي ویلي، د پرونۍ چاودنې په ترڅ کې د اردو د یوې قطعې یو قوماندان، یو بل افسر او د امنیتي ځواکونو یو غړی وژل شوي دي.

یوه امنیتي چارواکي د فرانسې خبري اژانس سره په خبرو کې د وژل شویو کسانو شمېر تایید کړی او ویلي یې دي چې، دغه کسان په یوه موټر کې وو چې ورباندی چاودنه ووه.

امريکا اوکراين ته د ليرواټنه توغنديو د کارونې اجازه ورکړې

د ليرواټنه توغندي يو انځور
د ليرواټنه توغندي يو انځور

د امریکايي رسنیو د راپورونو له‌‌‌مخې، د امریکا د متحدایالتونو د ولسمشر جوبایډن ادارې هغه محدودیتونه لیرې کړل، چې له‌‌‌مخې یې اوکراین اجازه نه درلوده، د امریکا لیرواټنه توغندي د روسیې په خاوره کې دننه د اهدافو د ویشتلو لپاره وکاروي.

نیویارک‌ټایمز، واشنګټن‌‌پوسټ، اسوشېټېد‌پریس، رویټرز او ځینو نورو رسنیو په‌دې باب د هغو سرچینو په حواله چې له‌‌‌دې موضوع خبرې وې، پرون یک‌شنبه راپور ورکړی دی.

سپینې ماڼۍ په‌‌‌دې باب تبصره نه‌‌‌ده کړې او په‌‌‌دې اړه یې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو پوښتنې ځواب کړي نه‌‌‌دي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زيلینسکي په مستقیم دول په‌‌‌دې باب خپاره شوي راپورونه تایید کړي نه‌‌‌دي، خو یلي یې دي، چې متحدانو ته د بریا د وړاندې شوې طرحې په کلیدي ټکو کې د اوکراین د پوځ له‌‌خوا د لیرواټنه وسلو کارولو موضوع هم شامله ده.

رویټرز خبري اژانس د سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې کییف په پام کې لري په راروانو ورځو کې د لومړي ځل لپاره د حملو پر مهال لیرواټنه توغندي وکاروي، خو دقیق وخت یې مشخص نه‌دی کړی.

حزب‌الله ډلې د اسراييل په هوايي بريد کې د خپل وياند وژل کېدل تاييد کړل

پر لبنان د اسراييل بريد
پر لبنان د اسراييل بريد

د ایران له ملاتړه برخمنې حزب‌الله ډلې د اسراییلو په یوه هوایي برید کې د خپل ویاند محمد عفیف وژل کېدل تایید کړل.

د جرمني خبري اژانس د حزب ‌لله د ټلېګرام چېنل په حواله ویلي چې، هغوی محمد عفیف د رسنیو د برخې او سیاست "پیاوړی" کارکونکی یاد کړی دی.

حزب‌الله چې یوه سیاسي او پوځي ډله ده د امریکا له‌‌خوا د ترهګرو په توګه پېژندل کېږي، خو اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي برخه تور لېست کې شامله کړې ده.

حزب‌‌‌‌الله چې د لبنان پر جنوب واکمنه ده، د دغه هېواد په پارلمان کې استازي هم لري.

له کله چې د اسراییلو د پوځ او حزب‌الله جګړه پيل شوې، اسراییلو دغې ډلې ته د سر او مال دروند زیان اړولی دی.

اسراییلو د تېرې سپتمبر میاشتې په وروستیو کې د حزب‌الله مشر حسن نصرالله هم په یوه ورته برید کې وواژه.

د شمالي کوريا مشر خپل پوځ ته: د جګړې لپاره مو وړتياوې لوړې کړئ

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د خپل هېواد پوځ ته امر کړی چې، د جګړې لپاره خپلې وړتیاوې لوړې کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌‌‌مخې نوموړي دغه څرګندونې څو ورځې وړاندې د پوځي قومندانانو یوې غونډې ته کړي چې، نن دوشنبه د شمالي کوریا دولتي رسنۍ (KCNA) راپور کړې دي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې، لوېدیځو هېوادونو روسیې ته د شمالي کوریا له‌‌‌‌خوا د زرګونه سرتېرو پر استولو اندېښنه ښودلې ده.

تمه ده چې اکثره دغه کوریایي سرتیري به په اوکراین کې د روسیې له پوځیانو سره اوږه په اوږه جګړه کې برخه واخلي.

د شمالي کوریا مشر ویلي، د امریکا او د جنوبي کوریا په ګډون د متحدایالتونو د متحدانو له‌‌‌خوا دوی ته د ګواښ ماهیت "په تاریخ کې خطرناک پړاو" ته رسېدلی دی.

نوموړي ویلي، د همدې ګواښونو له کبله د جګړې د تیاریو خبره کوي.

د جي۲۰ هېوادونو سرمشریزه د برازیل په ریو دي جینیرو کې ترسره کېږي

د جي۲۰ یا د نړۍ د شلو سترو اقتصاد لرونکو هېوادونو او اروپايي ټولنې مشران به دې سرمشریزه کې تر ډېره د پایداره پرمختګ، انرژۍ او د لوږې په وړاندې د نړیوال اتحاد په رامنځته کولو متمرکزه وي.

خو د دې سرمشریزې تر پيل مخکې د چاپيریال ساتنې فعالانو په برازیل کې اعتراضي غونډې هم کړي دي.

سپینې ماڼۍ ویلي چې، امریکا د اقلیمي بدلون په وړاندې د مبارزې لپاره خپلې مرستې په روان کال کې یوولسو میلیاردو ډالرو ته رسولي دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن دې سرمشریزې ته تر رسېدو مخکې د یک‌شنبې په ورځ د امازوناس ښار ته ولاړ، چېرته چې د نړۍ تر ټولو لوی ځنګل اماوزن په‌‌‌‌‌کې پروت دی.

بایډن به نن دوشنبه ریو دي جینیرو ته ځي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG