د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۳۰

نړۍ

د ثبات ټینګښت لپاره قزاقستان ته له ځینو هېوادونو سرتېري ور رسېږي

قزاقستان کې مظاهرې
قزاقستان کې مظاهرې

ټاکل شوې چې په قزاقستان کې له قهرجنو اعتراضونو وروسته د ثبات د ټینګولو په هدف نن له روسیې او د ډله ییز امنیت د سازمان له نورو غړو هېوادونو څخه نور سرتېري دې هېواد ته ورسېږي.

پرون ماښام له روسیې او بېلاروس څخه یو شمېر سرتېري هلته ورسېدل او په پام کې ده چې نن نور روسي سرتېري او له ارمنستان او تاجکستان او همدا راز د پارلمان د تصویب په صورت کې له قرغزستان څخه هم پوځي قطعې ورسېږي.

د قزاقستان په لوی ښار الماتي کې پرون معترضانو پر دولتي ودانیو یرغل وکړ، ځینو ته یې اور واچاوه او دکانونه یې لوټ کړل.

د ازادي راډیو قزاقي څانګه راپور ورکوي چې په لږ تر لږه دوو کوچنیو ښارونو کې هم د اعتراضونو پر مهال په نامعلوم شمېر کسان وژل شوي دي.

د قزاقستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې اتلس تنه امنیتي سرتېري له معترضانو سره په نښتو کې وژل شوي او د ۲۰۰۰ په شااوخوا کې کسان نیول شوي دي.

د روغتیا وزارت وايي چې په روانه اوونۍ کې د مظاهرو له پیل راهیسې له زرو زیات کسان ټپیان شوي او ۴۰۰ کسان روغتونونو ته لېږدول شوي چې له دې ډلې ۶۲ کسان د جدي مراقبت په څانګو کې بستر دي.

په قزاقستان کې دا بې ساري اعتراضونه د جنوري په دوهمه په لویدیځ مانګیستاو ښار کې د پټرولو د بیو د لوړېدو په غبرګون کې پیل شول.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

 روسیې او اوکرایین یو اړخیز او جلا اوربند اعلان کړی

روسیې او اوکرایین یو اړخیز او جلا اوربند اعلان کړی.

د ورسیې دفاع وزارت پرون دوشنبې وویل،" د ولسمشر ولادیمیر پوتین د پریکړې له مخې د مې اتمه او نهه له اوکرایین سره اوربند کوي".

روسیه هرکال په مې میاشت کې په دویمه نړیواله جګړه کې خپله بریا په لویو پوځو مراسمو سره لمانځي.

بل پلو، د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،" هغه اوربند چې مسکو په کې دغه جنش ولمانځي د اوکرایین لپاره "جدی نه دی".

د هغه په ټکو، "روسیه له دې ویره لري چې اوکرایین پر سره میدان د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ونه کړي".

هغه وړاندې ویلي،"د روسیې له خوا په جګړې د ځنډ هیڅ ډول جزیات له اوکراین سره شریک شوي نه دي".

زلنسکي بیا د مې میاشتې پنځه او شپږمه اوربند اعلان کړی دی.

عراقچي؛ متحده عربي امارات دې د ایران پر وړاندې پوځي حل لارې نه کاروي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له متحده عربي اماراتو غوښتي چې د ایران پر وړاندې له "پوځي حل لارې " کار وانخلي.

عراقچي نن سه شنبې پر خپلې ایکس پاڼې په یو پیغام کې لیکي،"پوځي حل لار نشته، په داسې حال کې چې مذاکرات د پاکستان د سخاوتمندانه هڅو سره د پرمختګ په حال کې دي، متحده ایالاتونه او متحده امارات دې محتاط اوسي".

عراقچي دغه څرګندونې وروسته له هغه کوي چې پرون دوشنبې د متحده عربي اماراتو دفاع وزارت د ایران له لورې د دریو توغول شویو توغندو د شنډیدو خبر ورکړ.

د دفاع وزارت په ټکو، هوايي دفاعي سیسټم له ایرانه درې توغول شوي توغندي په هوا کې شنډ کړي او یو توغندی په سمندر کې غورځیدلی دی.

د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند له غځیدو وروسته دا لومړی ځل دی چې ایران پر امارات عربي اماراتو توغندي توغوي.

د ایران دغو تازه بریدونو په پراخه کچه غبرګونونه پارولي دي.

ټرمپ: که ایران پر امریکايي بېړیو برید وکړي،له نړۍ به محوه شي

 د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ سپینه مانۍ کې خبریالانو ته د څرګندونو په مهال ،
د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ سپینه مانۍ کې خبریالانو ته د څرګندونو په مهال ،

د امریکا ولسمشر ګواښ وکړ چې که ایران پر هغو امریکايي بېړیو برید وکړي چې د هرمز له تنګي څخه د نورو کښتیو د تګ راتګ ساتنه کوي، نو ایران به "د نړۍ له مخ محوه شي".

ډونلډ ټرمپ دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ فاکس نیوز سره مرکه کې وکړې.

د امریکا سمندري ځواک د دوشنبې له ورځې «د ازادۍ پروژې» ترعنوان لاندې عملیات پیل کړي، څو هغه بېړۍ چې ایران سره د امریکا او اسراییل په جګړه کې ښکېل نه دي د هرمز تنګي کې تګ راتګ وکړي.

په داسې حال کې چې د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ سنتکام وايي چې دوه امریکايي بیرغ لرونکې بېړۍ له دې تنګي تېرې شوې دي، د ایران سپاه پاسداران ځواکونه ادعا کوي چې هېڅ کومه بېړۍ نه ده تېره شوې او دا تنګی د تېرې فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې عملاً تړل شوی دی.

امریکا نن دوشنبې په هرمز تنګي کې د " ازادي پروژې " په نوم عملیات پیلوي

د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ سنټکام اعلان کړی چې ۱۵۰۰۰ امریکایي سرتیري به د هرمز تنګي د ازادي پروژې عملیاتو کې برخه واخلي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې واشنګټن به د دوشنبې په سهار د " ازادي پروژې " عملیات پیل کړي ترڅو د هرمز تنګي څخه د غیر ښکیلو هیوادونو کښتۍ او عمله په خوندي ډول وباسي.

هغه دا عمل "بشردوستانه" وباله او ویې ویل چې په فارس خلیج کې بند پاتې ځینې کښتۍ د خوړو او اړینو توکو له کمښت سره مخ دي.

تر دې اعلان وروسته د ایران پوځ ادعا کړې چې هرمز تنګي ته یې د امریکا د یوې پوځي جنګي بېړۍ د ننوتلو مخه نیولې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی وو چې د هرمز تنګي د ازادۍ پروژې په بهیر کې هر ډول لاسوهنې ته به کلک ځواب ورکړي.

په منځني ختیځ کې د جګړې له امله د دوبۍ په نړیوال هوایي ډګر کې د مسافروتګ راتګ ډیرکم شوی

د دوبۍ د رسنیو دفتر نن دوشنبې اعلان وکړ چې د منځني ختیځ د جګړې پر مهال پر متحده عربي اماراتو د ایران د بریدونو له امله، په مارچ میاشت کې د دوبۍ د نړیوال هوايي ډګر د مسافرو شمېر ۶۶ سلنه کم شوی او ۲،۵ میلیونه کسانو ته رسېدلی دی.

د چارواکو په وینا، دا د پام وړ کموالی د سیمې په هوايي حریم کې د پراخو ګډوډیو او د الوتنو د مهالویشونو د محدودېدو له امله رامنځته شوی دی.

د دوبۍ هوايي ډګر، چې د نړۍ له تر ټولو بوختو هوايي ډګرونو څخه ګڼل کېږي، په وروستیو اوونیو کې څو ځله د بې ‌پیلوټه الوتکو د بریدونو هدف ګرځېدلی دی.

همدارنګه، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درې میاشتو کې هم د دې هوايي ډګر د مسافرو تګ راتګ ۲۱ سلنه کم شوی او ۱۸،۶ میلیونه کسانو ته رسېدلی و.

د مسکو ښاروال: کریملین ته نژدې پر یوه لوړپوړیزه ودانۍ د ډرون برید شوی

د مسکو ښاروال وایي چې د ډرون په یوه برید کې له کریملین څخه څو کیلومتره لرې د اپارتمانونو یوه لوړ پوړیزه ودانۍ په نښه شوې وه. سرګې سوبایانین وویل چې په دغه پیښه کې چې نن دوشنبې سهاروختي رامنځته شوې، چاته زیان ندی اوښتی. په تصویرونو کې ښکاري چې په لوړو پوړونو کې یو یا دوه اپارتمانونه زیانمن شوي او خاورې خښتې یې پرځمکه پرتې دي. په عین حال کې د اوکراین د خارکیف سیمې والي وویل چې د روسیې د توغندیو په تازه برید کې درې کسان مړه او اته نورټپیان شوي دي. دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغه وشول چې کیف اعلان وکړ چې په بالتیک سمندرګي کې یې د تیلو د صادراتو یو مهم مرکز او دوه کشتۍ چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي هغه د "سیوري بیړۍ" په نوم پر روسیې د لګول شویو بندیزونو څخه د تیښتې د تیلو ټانکرونو یوه برخه بللې، په نښه کړي و.

د ارمنستان پلازمینه روانه اونۍ د اروپایي ټولنې د دو سرمشریزو کوربه دی

روانه اونۍ به د ارمنستان پلازمینه ایریوان د اروپا په مشرۍ د دوو سرمشریزو کوربه وي.

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان او د اروپایي شورا ریس انتونیو کوستا به نن دوشنبې د اروپایي سیاسي ټولنې د سرمشریزې کوربه توب وکړي چې له ۴۰ څخه زیات مشران او چارواکي پکې ګډون کوي. اکثره ګډونوال هم د اروپایي ټولنې په غړیو هیوادونو پورې تړلي دي.

تردې یوه ورځ وروسته به د اروپایي ټولنې مشران د دې ټولنې او ارمنستان ترمنځ یوه سرمشریزه ترسره کړي. ارمنستان چې په وچه کې ایساراو نفوس یې نژدې درې ملیونه دی، له اذربایجان سره له څو لسیزو اوږدې شخړې وروسته د بیرته رغیدو په حال کې دی. په اروپایي سیاسي ټولنه کې چې په ۲۰۲۲ کال کې پراوکراین د روسیې تر بشپړ یرغل وروسته د فرانسې د ولسمشرایمانویل مکرون په نوښت جوړه شوې، په کال کې دوه ځلې د مشرانو په کچه غونډه کوي. په دې ټولنه کې له بیله روس، روسیې او واتیکان پرته نور ټول اروپایي هیوادونه غړیتوب لري.

جرمني له ایران غوښتي چې د هرمز تنګی سمدستي پرانیزي او د اټومي وسلو پروګرام څخه لاس واخلي

د جرمني بهرنیو چارو وزیر یوهان واده فول ، ارشیف
د جرمني بهرنیو چارو وزیر یوهان واده فول ، ارشیف

د جرمني بهرنیو چارو وزیر یوهان واده فول وايي دیکشنبې په ورځ یې خپل ایراني ساري عباس عراقچي سره ټیلیفوني خبرو کې له ایران وغوښتل چې د هرمز تنګی سمدستي پرانیزي او د اټومي وسلو پروګرام څخه لاس واخلي.

واده‌فول په ایکسپاڼه د دې خبرو په اړه ولیکل: «ما ټینګار وکړ چې آلمان د خبرو اترو پر بنسټ د حل لارې ملاتړ کوي.»

هغه زیاته کړه: «د امریکا د نږدې متحد په توګه، موږ یو ګډ هدف لرو: ایران باید په بشپړ ډول او د تایید وړ ډول له اټومي وسلو تېر شي او سمدستي د هرمز تنګی پرانیزي».

د جرمني بهرنیو چارو وزیر وايي د امریکا بهرنیو چارو وزیر هم دا غوښتنه کړې ده.

ایراني رسنیو هم د دې تماس په اړه راپور ورکړی خو پرته لدې چې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته اشاره وکړي رپوټ ورکوي چې عباس عراقچي خپل الماني سیال سره په ټیلیفوني خبرو کې هغه د جګړې د پایته رسولو لپاره د «تهران د فعالو هڅو» څخه خبر کړی.

نرګس محمدي د عاجلې درملنې څانګې ته استول شوې

 د نوبل جایزې ګټونکې نرګس محمدي چې اوسمهال زندان کې ده. ارشیف
د نوبل جایزې ګټونکې نرګس محمدي چې اوسمهال زندان کې ده. ارشیف

ایران کې د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې نرګس محمدي چې دا مهال په زندان کې ده، د عاجلې درملنې څانګې (ICU) ته لېږدول شوې.

د هغې ورور حمیدرضا محمدي د ازادې اروپا راډیو، ایراني څانګې، راډیو فردا ته ویلي چې خور یې "د مرګ تر پولې رسېدلې ده."

حمیدرضا وویل: "هغه مري. د زندان د سختو شرایطو او هغه زیان له امله چې ورپیښ شوی، هغه د مرګ په درشل کې ده."

حمید رضا زیاته کړه چې "د نرګس او د ټولو بندیانو د ژوند مسوولیت مستقیما د قضایي چارواکو او امنیتي ادارو پر غاړه دی. "

د بشري حقونو فعاله نرګس محمدي چې ۵۴ کاله عمر لري، د ۲۰۲۴ کال د نوبل د سولې جایزه ایران کې د ښځو د حقونو لپاره د خپلې مبارزې له امله وګټله. هغې د خپل فعالیت له امله د تېرو لسو کلونو ډېره برخه په زندان کې تېره کړې ده، او د ۲۰۲۵ کال په دسمبر کې یو ځل بیا د هېواد په شمال ختیځ ښار مشهد کې د یوې یادغونډې پر مهال ونیول شوه.

له نیول کیدو وروسته، هغې ته د ۷ نیمو کلونو نوي بند حکم ورکړل شو، او اوس مهال د تهران لویدیځ ته ۳۳۰ کیلومتره لېرې د زنجان په زندان کې ساتل کېږي.

د لبنان په نبطیه سیمه د اسراییلو بریدونه

د لبنان جنوبي سیمې
د لبنان جنوبي سیمې

اسراییلو د لبنان په نبطیه سیمه کې په ځینو کلیو باندې بریدونه کړي.

د اسراییلو پوځ نن د لبنان په جنوب کې د یوولسو کلیو اوسیدونکو ته د وتلو بیړنی خبرداری ورکړی وو.

اسراییل تور پورې کړی چې حزب الله اوربند مات کړی او له همدې خاطر دوی خپل عملیات پيل کړي.

حزب الله یوه ملیشه پوځي ډله ده چې سیاسي ګوند هم لري او د لبنان په جنوب کې لویې برخې کنټرولوي.

امریکا دا ډله ترهګره بولي او اروپايي ټولنې بیا د حزب الله پوځي برخه په تور لیسټ کې شامله کړې.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG