افغانستان
د افغانستان او تاجکستان د سرحدي خوندیتوب د لا پیاوړتیا لپاره یوه طرحه تایید شوه
د ډلهییز امنیت تړون سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا د افغانستان او تاجکستان د سرحدي خوندیتوب د لا پیاوړتیا لپاره یوه طرحه تایید کړه.
د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، د قزاقستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر مراد نورتلئو ویلي، د دولتونو ترمنځ د طرحې دا مسوده د ډلهییز امنیت تړون د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا په پرونۍ غونډه کې تایید شوه او د تصویب لپاره به د غړو هېواونو مشرانو ته وسپارل شي.
د نورتلئو په وینا، د افغانستان او تاجکستان د سرحدي تحکیماتو لپاره د دولتونو ترمنځ دغه پروګرام د یوه کال په موده کې بشپړ شوی دی.
د منځنۍ اسیا هېوادونو په ځانګړي ډول تاجکستان وخت ناوخت د افغانستان له سرحدي سیمو د ناامنیو د احتمالي خپرېدو په باب اندېښنه ښودلې ده.
تاجکستان له زیاتې مودې تور لګوي چې د افغانستان له لوري د مخدره موادو قاچاق هم روان دی، خو طالبانو ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې به کوم ګاونډي هېواد ته ګواښ پېښ نه شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
له ایرانه د ۱.۲ ملیونه افغانانو د ستنېدو خبر ورکړل شو
د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وايي، چې د ۲۰۲۴م کال له جنورۍ څخه تر ډسمبر میاشتې پورې څه باندې یو ملیون او ۲۰۰زره بې اسناده افغانان یې ثبت کړي، چې له ایرانه افغانستان ته ایستل شوي دي.
د دغه بنسټ په وینا، په دغو کسانو کې څه باندې ۶۷ فیصده یې په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان پرون پنج شنبه پر خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي، چې په دې موده کې د اروپايي ټولنې په ګډون د مرستندویو ادارو په همکارۍ له څه باندې ۳۲۴زره راستنو شویو سره بشري مرستې شوې دي.
د پاکستان تر څنګ ایران هم په وروستیو کې د بې اسناده افغان کډوالو ډله ییز اخراج چټک کړی دی.
ایراني چارواکو مخکې ویلي وو، چې د روان لمریز کال تر پایه به تر دوو ملیونو ډېر بې اسناده افغانان له دغه هېواده وایستل شي.
د بشري حقونو د څار بنسټ: افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت خراب شوی
د بشري حقونو د څار بنسټ وايي، په افغانستان کې د ۲۰۲۴م کال پر مهال د طالبانو له خوا د ښځو، نجونو او اقلیتونو د ځپلو له کبله د بشري حقونو وضعیت لا ناوړه شوی دی.
دغه بنسټ په هغه راپور کې چې په څه باندې سلو هېوادونو کې یې د بشري حقونو وضعیت ته کتنه کړې او پرون پنج شنبه خپور شو ویلي، چې طالبانو خبریالان او انتقادکوونکي هم نیولي او پر رسنیو سخت محدودیتونه لګولي دي.
د بشري حقونو د څار بنسټ د افغانستان د څانګې یوې څېړونکې فرشتې عباسي ویلي، چې د طالبانو په څه باندې درې کلنه واکمنۍ کې، د حقونو او ازادیو ځپل زیات شوي دي.
هغې ویلي، چې دولتونه باید پر طالبانو فشار راولي چې د ښځو او نجونو په وړاندې خپل ناوړه چلند پای ته ورسوي.
طالبانو د دې تازه راپور په باب څه نه دي ویلي، خو پخوا یې ویلي وو، چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو د حقونو رعایت ته ژمن دي.
طالبانو په تعلیمي او کاري برخه کې پر ښځو او نجونو ډول- ډول محدودیتونه لګولي دي.
جمعه او شنبې د افغانستان په ځینو سېمو کې د تیزو بادونو خبرداری ورکړل شوی
د هواپېژندنې ریاست جمعه او شنبه د افغانستان په ځینو برخو کې د چټکو بادونو لګېدو اټکل کړی دی.
د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې ریاست د پنج شنبې په ورځ په یوه خبرداري کې ویلي، چې د سالنګونو په ګډون د افغانستان په جنوبي او مرکزي ولایتونو کې د نسبتاً تېزو بادونو اټکل شوی، چې سرعت به یې په په ساعت کې له ۵۰ تر ۷۵ کیلومترو پورې وي.
افغانستان په نړۍ کې د اقلیمي بدلون له لسو زیانګالو هېوادونو ګڼل کېږي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د چهارشنبې په ورځ، په یوه راپورکې ویلي د درنو واورو، بارانونو او توفانونو په ګډون، د هوا سختو حالاتو د افغانستان په شمالي او ختیځو سیمو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه کړي او ۱۷ نور یې ژوبل کړي دي.
ریچارډ بینیټ: په نړیوالو سیاسي بحثونو کې دې د افغان کډوالو غږ شامل وي
په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ په نړیوالو سیاسي بحثونو او پرېکړو کې د افغان کډوالو د غږ د شاملولو غوښتنه کړې ده.
ښاغلي بینټ د چهارشنبې په ورځ (جنوري ۱۶مه) په یوه غونډه کې په ټوله نړۍ کې د کډوالو د حقونو د پیاوړتیا او ښه کولو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، «له سیاسي اړخه، د کډوالو حقونو ته باید درناوی وشي».
ریچارډ بینیټ د افغان کډوالو د ستونزو پر اوږد مهاله حل لارو ټینګار وکړ او ویې ویل چې "ژوند د اقلیتونو او مذهبي ډلو په ګډون د ښځو او نجونو لپاره ډېر له ننګونو ډک شوی دی."
افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې وګړي یې د ناوړه سیاسي-اقتصادي شرایطو او د اقلیم د بدلون له امله په ناقانونه توګه کډوالۍ ته اړ شوي دي. د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۰ کال راهیسې له افغانستان څخه شاوخوا اته میلیونه کسان کډوال شوي، چې ډېری یې ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان ته تللي دي.
سپینه ماڼۍ په افغانستان کې پر اقتصادي سقوط اندېښنه ښيي
سپینې ماڼۍ په افغانستان کې د پراخ بشري ناورین او اقتصادي سقوط د احتمال په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن په افغانستان کې د بشري او اقتصادي کړکېچ په غبرګون کې د دغه هېواد له خوا د اعلان شوي اضطراري حالت د غځولو په اړه د امریکا کانګرس ته یوه اعلامیه استولې ده.
د اعلامیې په متن کې چې د چهارشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ په ویب پاڼه کې خپور شو، ولسمشر بایډن په افغانستان کې پراخ بشري ناورین او اقتصادي سقوط احتمال د امریکا د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ لپاره یو غیر معمولي ګواښ بللی دی.
په یاده خبرپاڼه کې په افغانستان کې د بشري ناورین په بیانولو سره، د خوراکي توکو د خوندیتوب، د ژوند کولو د ملاتړ، اوبو، روغتیايي خدمتونو، سرپناه او د اوسیدو لپاره د افغانانو د بیړنیو اړتیاوو په ګډون، نورو اساسي بشري اړتیاوو ته هم اشاره شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو ویلي، افغانستان په نړۍ کې له دویم ستر بشري ناورین سره مخ دی او د افغانستان نیمايي نفوس نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.
د طالبانو ویلي چې د حکومت غړي یې په یوه وخت دوې دندې نه شي لرلی
د طالبانو مشر په یو فرمان کې د طالبانو د حکومت غړي په یو وخت کې له دوو رسمي دندو منعه کړي.
د طالبانو د مشرملا هبت الله اخندزاده په دې فرمان کې چې تازه خپور شوی په تازه خپور راغلي چې د حکومت هېڅ لوړ پوړی یا ټیټ پوړی مسول نه شوی کول په یو وخت دوه رسمي دندې ترسره کړي.
دغه فرمان چې نن پنجشنبې د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت له لوري خپور شوی په کې له له هغو کسانو چې دا مهال د طالبانو په حکومت کې دوه ځایه دندې ترسره کوي غوښتل شوي چې په یو ځای کې دې دنده پریږدي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکي د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د سرپرست په توګه وټاکه، خو تر اوسه د نوموړي پر ځای د ریاست الوزار مرستیالۍ ته بل څوک نه دی منسوب شوی او تراوسه پوري مولوي کبیر د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت د سرپرست په توګه دنده نه ده پیل کړې.
د امریکا دفاع وزارت ته نوماند: له افغانستان څخه وتل یو لویه ناکامي وه
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوې ادارې د دفاع وزیر لپاره نوماند پیټ هیګسټ وايي چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل د هغه د هېواد لپاره یوه مطلقه او شرمونکې ناکامي وه.
هغه د سېشنبې په ورځ، د مرغومې (۲۵) مه، د امریکا د کانګرس د یوې غونډې په ترڅ کې چې موخه یې د نوموړي د نومول کېدو تایید و، وویل، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل د امریکا د پوځ اعتبار ته زیان رسولی او د امریکایي سرتېرو د وژلو او د هغو کسانو د پرېښودو لامل شول چې له امریکا سره یې همکاري کړې وه.
خو د جنورۍ په ۲۴مه، د امریکا ولسمشر جو بایډن د بهرنیو چارو په وزارت کې په خپله وینا کې یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو دفاع وکړه او ویې ویل چې د جګړې پای ته رسول سمه پرېکړه وه.
په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو دوه اونۍ وروسته، د امریکایي سرتېرو وروستۍ ډله د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۱مه له هېواده ووتله.
له افغانستان څخه د دوی وتل د دوحې د تړون پر بنسټ بشپړ شول.
دا تړون د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې، د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه، د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوی و.
ملګري ملتونه: واورې او سړې هوا تیرو دوو اونیو کې لس افغانان وژلي
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي چې د هوا سختو شرایطو، په شمول د درنو واورو، بارانونو او طوفانونو، په تېرو پنځلسو ورځو کې د افغانستان په شمالي او ختیځو سیمو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژلي دي.
اوچا نن چهارشنبه د مرغومې )۲۶( مه، په ایکس (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې په دې لړ کې ۱۷ کسان ټپیان شوي دي.
د دې ادارې په وینا، په کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو کې د سختو بارانونو او واورې له امله پنځه کسان وژل شوي، د استوګنې کورونه یې زیانمن کړي او همدارنګه د ترافیکي پېښو لامل شوي دي.
په راپور کې ویل شوي چې د فاریاب په کوهستان ولسوالۍ کې سړې هوا دوه کسان وژلي، په داسې حال کې چې د بغلان په اندراب ولسوالۍ کې هم د درنو واورو ورېدل او سړه هوا د دریو نورو د مړینې سبب شوې ده.
تر دې مخکې، د مرغومي په میاشت کې د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې د نړیوال فدراسیون یو راپور کې ویل شوي وو چې د افغانستان په لږ تر لږه ۱۸ ولایتونو کې له ۳۲۵۰۰۰ څخه ډېر خلک د وروستۍ سړې هوا له امله اغېزمن شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي چې دوی د نورو مرستندویه ادارو سره په ملګرتیا کار کوي څو اغېزمنو خلکو ته بیړنۍ مرستې چمتو کړي.
طالبان وايي د اقلیمي بدلون د اغیزو مخنیوي کې دې ورسره نړیوال مرسته وکړي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی په نړۍ غږ وکړ چې د چاپېریال او اقلیم د بدلون پورې اړوند مسالو ته سیاسي رنګ ورنه کړي او په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري او مرسته وکړي.
هغه دا خبره نن چهارشنبه د مرغومې )۲۶( مه، د اقلیمي بدلون په ملي کنفرانس کې وکړه.
ستانکزي زیاته کړه چې د پخواني شوروي اتحاد د جګړو پر مهال د افغانستان ۸۰ سلنه ځنګلونه له منځه تللي وو او په دې هېواد کې د جګړو پر مهال د وسلو او بمونو کارولو چاپېریال ته سخت زیان رسولی دی.
مخکې له دې، د طالبانو د حکومت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ویلي وو چې په افغانستان کې ۲۱ میلیونه خلک د اقلیم د بدلون له امله د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
ملګرو ملتونو هم په خپل راپور کې افغانستان د هغو لسو هېوادونو څخه یو بللی چې د اقلیم د بدلون له امله تر ټولو زیانمنونکي دي.
اوچا: څه باندې ۱۴ میلیونه افغانان روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري
د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وايي، په روان ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان څه باندې ۱۴ میلیون وګړي، روغتیايي خدماتو ته اړتیا لري، خو دا اداره اټکل کوي چې له دې ډلې ښايي ۹،۳ میلیون خلک دا خدمات ترلاسه کړي.
اوچا نن پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې دا هم ویلي دي چې روغتیايي خدماتو ته د اړو ۱۴،۳ میلیون کسانو له ډلې څه باندې ۲۳ سلنه ښځې، ۵۳ سلنه ناریه او نژدې ۱۰ سلنه معلولیت لرونکي کسان دي.
د طالبانو د حکومت د روغتیا سرپرست وزیر نورجلال جلالي د مرغومي په ۵مه وویل چې د هېواد د ولسوالیو ۷۲ سلنه اوسېدونکي اوس مهال روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري. اوچا له اړو افغانانو سره د مرستې لپاره د نژدې ۲۸۰ میلیون ډالره بسپنې غوښتنه کړې.