افغانستان
د تاجکستان ولسمشر په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر فعالیت اندېښنه وښوده
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په افغانستان کې ترهګرو ډلو ته اندېښنه ښکاره کړه.
رحمان پرون په پلازمېنې دوشنبې کې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو د مشرانو په غونډه وویل چې داعش خراسان څانګې او انصارالله ډلې ګواښ رامنځته کړی دی.
په دې دوه ورځنۍ سرمشریزه کې چې پرون پای ته ورسېده، د کوربه هېواد تاجکستان ترڅنګ د ازبکستان، ترکمنستان، قرغزستان او قزاقستان مشرانو برخه واخیسته او د اذربایجان ولسمشر الهام علییف دې غونډې ته د مشر مېلمه په توګه وربلل شوی و.
تاجکستان د سپټمبر په شپږمه ویلي وو چې د انصارالله درې وسلهوالو هڅه کوله چې د افغانستان له خاورې تاجکستان ته د اګست په وروستیو کې داخل شي، خو سرحدي ځواکونو وویشتل.
د منځنۍ اسیا په سرمشریزه کې د سرحدونو پر امنیت او د اوبو د انرژۍ د سرچینو پر مدیریت خبرې وشوې.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
پوتین، د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان یو لړ ستونزې لري خو د داعش پر ضد یې اقدامات کړي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان یو لړ ستونزې لري ځکه چې دا هیواد څو لسیزې په جګړه کې ښکېل و.
پوتین پرون (پنجشنبه) هند ته تر سفر مخکې له هندي خبریالانو سره په مرکه کې وویل، هر هیواد ستونزې لري او افغانستان هم له دې قاعدې استثنا نه دی.
ده په عین حال کې وویل چې طالبان د افغانستان حالات په کنټرول کې لري او هغوی د داعش په شمول د تروریستي ډلو خلاف اقدامات کړي دي.
روسیې د نړۍ یوازینی هیواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی.
تر دې وړاندې د روسیې یو شمېر چارواکو له افغانستان څخه منځنۍ اسیا ته د داعش او نورو ترهګرو ډلو د ګواښ په اړه اندېښنې څرګندې کړې وې.
پاکستان وايي، اسلام اباد ته د ترک پلاوی سفر ممکن د طالبانو د نه همکارۍ له امله ځنډېدلی وي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو په اړه اسلام اباد ته د ترکیې د یوه جګپوړي پلاوي تګ ممکن د طالبانو د نه همکارۍ له کبله ځنډېدلی وي.
ټاکل شوې وه چې د ترکیې د درو جګپوړو چارواکو په ګډون پلاوی تېره (نوومبر) میاشت اسلام اباد ته تللی وای.
د دې پلاوي د سفر خبره د تېرې میاشتې په لومړیو کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په باکو کې د پاکستان له صدراعظم شهبازشریف سره په کتنه کې کړې وه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی طاهرحسین اندرابي نن (جمعه) په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د ترک پلاوي په سفر کې ځنډ ښايي د هغه په مهالوېش کې د ستونزې له کبله راغلی وي.
ده په عین حال کې وویل چې پرون له افغانستان سره د تورخم او سپین بولدک لارې د بشري مرستو لپاره پرانیستل شوي دي.
اندرابي زیاته کړه چې له افغانستان سره به لارې تر هغو خلاصې نه شي چې له دغه هیواده پاکستان ته د ترهګرۍ د ورپېښ خطر مخه نه وي نیول شوې.
د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویندوی دا هم وویل چې د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه یوازې په پاکستاني طالبانو او افغان طالبانو پورې محدود نه دي بلکې افغان اتباع په پاکستان کې په جدي جرمونو کې ښکېل دي.
د طالبانو حکومت په ځلونو د پاکستان ادعاوې رد کړي او له دغه هیواده یې غوښتي چې خپلې ستونزې په خپله خاوره کې په خپله حل کړي.
هند کابل ته د زرګونه ډوزه واکسینونو مرسته ولېږله
هند د افغانستان د عامې روغتیا له سکتور سره د مرستې لپاره کابل ته د ضروري واکسینونو نوې جوپه لېږلې ده.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند «رندهیر جیسوال» پرون (پنجشنبه) وویل چې نوي ډیلي د خپلې روانې بشري مرستې د پروګرام په چوکاټ کې د انفلونزا او مننژیت ۶۳ زره او ۷۳۴ دوزه واکسینونه د افغانستان روغتیايي ادارو ته سپارلي دي.
نوموړي زیاته کړه، دا مرستې په داسې مهال رسېږي چې د افغانستان روغتیايي امکانات لا هم له سخت فشار سره مخامخ دي.
هند په وروستیو کلونو کې د افغانستان د روغتیا په برخه کې یو مهم همکار پاتې شوی او له دې مخکې یې هم دغه هېواد ته طبي وسایل، ضروري درمل او څو ځلي واکسینونه استولي، څو د افغانستان روغتیايي بنسټونه پیاوړي کړي.
د قطر الغرافه خیریه بنسټ په فراه کې ۱۰۸ کورونه جوړ کړي دي
د قطر د «الغرافه» خیریه بنسټ په فراه ولایت د بېوزلو او بې کورو کورنیو لپاره ۱۰۸ کورونه جوړ کړي او د دوو جوماتونو او یوه روغتون پر جوړولو یې کار روان دی.
دا خبره پرون (پنجشنبه) د یاد بنښت مسوولانو د طالبانو د حکومت د اقتصاد له وزیر، قاري دین محمد حنیف سره په کتنه کې وکړه.
د الغرافه بنسټ مسوولانو په فراه ولایت کې د «خوشحال خان مېنې» په نوم د دې پروژې د لومړي فاز د فزیکي پرمختګ او وروستیو چارو په اړه راپور وړاندې کړ او ویې ویل چې د دې پروژې دوهم فاز به ډېر ژر پیل شي.
دوی تایید کړه چې په فراه کې اړو کورنیو ته ۱۰۸ کورونه بشپړ شوي او د دوو جوماتونو او یوه روغتون د ودانولو چارې هم د پای مرحلې ته رسېدلي دي.
د بنسټ مسوولانو دا هم وویل چې په ۲۰۲۶ کال کې به په افغانستان کې خپل فعالیتونه لا پراخ کړي او د افغانستان د اړو خلکو ته به په بېلابېلو برخو کې نورې مرستې هم زیاتې کړي.
طالبانو په هرات کې د ایران قونسل جنرال ته احتجاج لیک وسپاره
په هرات کې د والي ویاند مفتي محمد یوسف سعیدي د پنجشنبې په ورځ وویل، والي ملا اسلام جار د ایران له قونسل جنرال علي رضا مرحمتي سره په لیدنه کې د ایراني سرحدي ساتونکو له لورې د لسو افغانانو د وژلو د پیښې په تړاو دا احتجاج لیک هغه ته وسپاره او له هغه یې وغوښتل چې د دې پېښې عاملان دې محکمه شي.
د چهارشنبې په ورځ د وژل شویو کسانو د کورنیو یوشمیر غړیو په هرات کې د ولایت مخې ته اعتراضي لاریون وکړ او له طالبانو یې وغوښتل چې دا پیښه جدي تعقیب کړي.
په وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې لس افغانان ایران ته د اوښتو پرمهال د ایران د سرحدي ځواکونو له لورې وژل شوې دي. ایران د دې پیښې په تړاو رسما څه نه دې ویلي.
روبیو: په امریکا کې د ټولو افغانانو د اسنادو سمه ارزونه ستونزمنه ده
د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر وایي، امریکا ته د ورغلیو افغانانو بشپړه ارزونه ممکنه نه ده.
مارکو روبیو پرون فاکس نیوز شبکې ته په مرکه کې وویل، دا یو ریښتیني امنیتي ګواښ دی، ځکه چې ډیر شمیر خلک له جنګ ځپلي او افراطي سیمې امریکا ته داخل شوې دي.
روبیو زیاته کړه، که څه هم د ګڼو افغانانو ژوند له خطر سره مخامخ دی ځکه چې د امریکایانو ترڅنګ یې کار کړی، خو بیا هم دا ضروري ده چې د هر کس دوسیه په دقت وڅیړل شي. نوموړي بیا وویل، په هغو سیمو کې چې اسناد کم دي او د طالبانو حضور د څیړنو مخه نیسي دا ارزونه نورهم سخته کیږي.
د نومبر په شپږ ویشتمه په واشنګتن ډي سي کې د امریکا د ملي ګارد پر دوو سرتیرو ډزې وشوې، د دې قاتلانه برید تور پر یوه افغان رحمان اله لکڼوال پورې شو. تر دې وروسته سپینې ماڼۍ پریکړه وکړه چې د پخواني ولسمشر جو بایډن د ادارې پر مهال امریکا ته د ټولو لېږدول شویو افغانانو اسناد وڅیړل شي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ په یو خبري کنفرانس کې ویلي چې د بایډن د حکومت پر مهال لږ تر لږه یو لک افغانان له هېڅ یا کم کنټرول سره امریکا ته راوړل شوي او اوس د امریکا امنیت ګواښي.
په امریکا کې یوشمیر افغانان په بیلابیلو جرمونو نیول شوي
د امریکا د کورني امنیت وزارت وايي چې یو شمېر جنایتکاره افغانان یې نیولي دي.
دې وزارت تیره شپه ناوخته په یوه بیان کې څرګنده کړه چې دا کسان د پخواني ولسمشر جو بایډن د ادارې پرمهال په دوه زره یو ویشتم کال کې پرته له دې چې اسناد یې وارزول شي، متحد ایالتونو ته لیږدیدلي دي.
د بیان له مخې په شکمنو کسانو کې منصور وليزاده، قسمت الدین، محمد تابش رسولي، جاوید غمګین، محمد تڼی او اسیراله خالد شامل دي.
د امریکا د کورني امنیت وزارت د دغو کسانو جرمونه، له شپاړس کلنې سره جنسي عمل، د میتامفیتایمن نشه اي مواد موجودیت، غلا، پر دولتي مامور برید، اختلاف او جنسي تیری یاد کړي دي.
د بیان له مخې دا کسان سږکال په اګست، اکتوبر، جون، مې او جولای میاشتو کې نیول شوې دي.
تر دې مخکې امریکایي چارواکو د درې نورو افغانانو، رحمان اله لکڼوال، محمد داوود الکوزي او جهان شاه صافي د نیولو خبر ورکړی و.
طالبانو په کابل کې یوشمیر کسان په درو ووهل
په کابل کې د طالبانو د مخدر موادو او مسکراتو د مخنوي د ابتداییه محکمې د پریکړو له مخې پنځلس تنو ته سزا ورکړل شوه.
د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوه، راغلې دي چې دا کسان د نشه اي ټابلیټونو، الحکولي مشروباتو او چرسو د قاچاق او پلور په تور نیول شوي وو.
خبرپاڼه زیاتوي چې ابتداییه محکمې دا تورن کسان له اوو میاشتو تر څلورو کلونو په بند او له لسو تر نهه دیرش دُرو په تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې دا پریکړه د سترې محکمې له لورې تر تایید وروسته، تطبیق شوه.
طالبان: له پاکستان سره تجارتي لارې په شرط پرانیزو
د طالبانو حکومت ټینګار کړی چې له پاکستان سره سوداګریزې لارې به یوازې هغه وخت پرانیستل شي چې له اسلام اباد څخه قوي ډاډ ترلاسه شي چې دا لارې به په راتلونکي کې د سیاسي فشار یا غیرقانوني کړنولپاره نه تړل کیږي.
پاکستان وایي چې د تورخم او چمن سرحدي لارې د دې لپاره خلاصوي چې د ملګرو ملتو د دریو ادارو له لورې افغانستان ته بشري مرستې ورسیږي.
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې دا لارې به د تجارت، ترانزیټ کارګو او نورو مسافرو لپاره تړلې پاتې شي.
د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد د پاکستان د سوداګرۍ وزارت تر اعلان وروسته په ایکسپاڼه کې ولیکل چې افغانستان اوس خپلې اړتیاوې د نورو هیوادونو له لارې پوره کوي او د دوی حکومت پریکړه کړې ده چې له پاکستان سره به تجارتي لارې وروسته له هغه خلاصې شي چې اسلام اباد دا تضمین ورکړي چې په هیڅ ډول حالاتو او شرایطو کې به بیا دا لارې د خپلو سیاسي اهدافو لپاره نه بندوي.
پاکستان: بشري مرستو لپاره د تورخم او سپین بولدک لارې پرانیزو
پاکستان وایي چې د تورخم او چمن سرحدي لارې د دې لپاره خلاصوي چې د ملګرو ملتو د دریو ادارو له لورې افغانستان ته بشري مرستې ورسیږي.
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې دا لارې به د تجارت، ترانزیټ کارګو او نورو مسافرو لپاره تړلې پاتې شي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ پنځه تجارتي لارې د اکتوبر په دولسمه وروسته تر دې وتړل شوې چې د پاکستاني ځواکونو او افغان طاابانو ترمنځ د اکتوبر په یولسمه جګړه وشوه، د دې جګړې په ترڅ کې دواړو لوریو ته په لسګونو کسان ووژل شول.
نژدې درې اونۍ مخکې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر تور پورې کړ چې پاکستان له تجارتي مواردو سیاسي استفاده کوي نو له پاکستان سره به تجارتي لارې وروسته له هغه خلاصې شي چې اسلام اباد دا تضمین ورکړي چې په هیڅ ډول حالاتو او شرایطو کې به بیا دا لارې نه بندوي.