د روسیې هغه پوځي ځواکونه چې له کسپین سمندرګي او شاوخوا سیمو څخه یې پر اوکراین ډزې کوي، د دې سیمې چاپيریال ته بېحده زیان اړوي او ورسره په هغو سیمو کې چې په نښه کېږي، بېحده مرګژوبله اړوي او ورانی پېښوي.
اوکرایني چارواکي وايي، د روسیې جنګي جټ الوتکو په ۲۰۲۲ کال کې د اوکراین د پوره اشغال له لومړۍ ورځې راهیسې له کسپین سمندرګي څخه پر اوکراین د توغندیو ډزې کړي او دا کار یې تر نن ورځې بیا بیا کړی دی.
د کسپین د شاوخوا سیمو اوسېدونکي همداراز د نورو توغندويي بریدونو راپور ورکوي او په یوه مورد کې یې په روان کال کې هغه ویډیو خپره کړه چې، د دوی په وینا د یوه کالیبر ډوله کروز میزایل توغول ښيي.
د سیمې ځینو اوسېدونکو ویلي دي چې، پوځي فعالیتونه په سیمه کې د چاپيریال د ککړتیا سبب شوي او ځینې خبریالان بیا د روسیې د توغندويي حملو او د اوبو د سپیو د مړینو د موارد ترمنځ د ارتباط یادونه کوي.
روسیې تر اوسه دا راپورونه چې پر اوکراین د کسپین له سره توغندويي بریدونه کوي نهدي تایید کړي، خو پهدې اړه تل هم پټه خوله نهده پاتې شوې.
د ۲۰۱۵ کال په اکتوبر میاشت کې د روسیې دولتي رسنیو د هغه مهال د دفاع د وزیر سیرګي شویګو له قوله راپور ورکړ چې نوموړی وايي، د کسپین سمندري قطعې په سوریه کې ځینې اهداف د کالیبر توغندیو په وسیله وویشتل.
په ۲۰۱۶ کال کې هم ورته راپورونه ورکړل شول.
خو هغه حملې چې د راپورونو لهمخې په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین شوي ډېری د کسپین له فضا څخه د ایکس ۵۵ کروز توغندیو په وسیله شوي.
دا امکان هم شته چې ښايي د کسپین سمندري ځواکونو هم پر اوکراین د کالیبر توغندیو ډزې کړې وي، خو د اوکراین پوځي چارواکو ویلي دي چې پهدې اړه له دوی سره کوټلي شواهد نهشته.
په یوه ويډیو کې چې سیمهيیزو کب نیوونکو په تېره جون میاشت کې خپره کړه، دوه میزایلونه لیدل کېږي چې د وروستۍ برخې حرکات یې تر ډېره کالیبر توغندیو ته ورته دي، نه هغو کروز توغندیو ته چې له هوا څخه ویشتل کېږي.
د چاپيریال پر ککړتیا د روسیې د سمندري ځواکونو د قطعې د عملیاتو د اغېزو له وجې د سیمې د اوسېدونکو اندېښنې د اوکراین له اشغال څخه پخوا وختونو ته رسېږي.
مسکو لا ډېر پخوا د داغستان په کسپیسک سیمه کې د سمندري قطعې لپاره د یوې اډې جوړول پیل کړي و او د ۲۰۲۰ کال په جون میاشت کې یې په سمندر کې د کښتیو یو پرېډ هم جوړ کړ.
هغه زیاته کړه چې نژدې دېرش کاله مخکې کسپین یو ژوندی سمندرګی و، خو اوس نهدی.
د سیمې یوه اوسېدونکي ازادي راډیو ته وویل چې، لهدې پرېډ وروسته هرکال پهدې سیمه کې ورته مراسم جوړېږي چې وروسته بیا د کسپین د اوبو پرمخ تېل ښکاري او د اوبو پر غاړه د مړو کبانو لیکې جوړېږي.
هغه زیاته کړه چې نژدې دېرش کاله مخکې کسپین یو ژوندی سمندرګی و، خو اوس نهدی.
د هغه په وینا د دې یو علت د کسپین سمندري قطعه ده.
مسکو د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په روسیه کې نامطلوبه اعلان کړې ده، نو د سیمې دا اوسېدونکی نهغواړي چې په راپور کې یې نوم واخیستل شي، ځکه په هغه صورت کې د بندي کېدو له خطر سره مخامخ کېدای شي.
د دې سیمې یوې اوسېدونکې هم چې نهغواړي نوم یې واخیستل شي، وویل چې دا نهه کاله مخکې د سیمې له مرکز ماخاچکلا Makhachkala څخه پهدې هیله کسپیسک ته وکوچېده چې هلته به اوبه رڼې وي.
خو دا زیاتوي چې اوس د کلني سمندري پرېډ له کبله هلته په وضعیت کې ډېر بدلون راغلی.
دا مېرمن وايي، د سمندري ځواک کښتیو په بندر کې نه، بلکې دننه په اوبو کې لنګرونه اچولي دي، دوی ۲۴ ساعته تېل سوځوي، د ماشینونو غږونه یې لوړ دي او طبعا مضر ګازونه یې د کسپین سمندرګي ته ورځي.
د دې مېرمنې په وینا لهدې کښتیو بیا توغندي هم ویشتل کېږي چې پر چاپيریال ډېر ناوړه اغېز کوي او حتی د سوځېدلو تېلو بوی د بندو کړکیو له شا، خونو ته ننوځي نو ځکه هلته د سا ایستل امکان نهلري.
د کسپین د سمندري ځواک قطعه هرکال په سپټمبر میاشت کې پوځي تمرینونه کوي چې سږکال له دېرشو ډېرو کښتیو برخه کې پهکې لرله.
دا پوځي تطبیقات د کسپین په اوبو کې دننه کېږي، خو د ازادي راډیو سرچینې وايي چې، د تېلو خیري او مړه کبان د کسپین پر غاړه لیدل کېږي.
خبریالان، پوځي تطبیقات او د روسیې محاربوي عملیات په سیمه کې د چاپيریال د ککړتیا او احتمالا د اوبو د سپیو د مړینو د ګڼو مواردو عوامل بولي.
د روسیې د کالیبر او ایکس ۵۵ کروز توغنديو په سونګ توکو کې یو ډول زهري مواد شته، چې ښايي د کسپین په اوبو کې به ورګډ شوي وي، خو لهدې سمندرګي څخه هيڅ راز داسې خپلواک علمي معلومات نهدي ترلاسه شوي چې، د سیمې پر چاپيریال د روسیې د پوځي فعالیتونو اغېز و ارزوي.