د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۴

بلېنکن: د جوبايډن د حکومت تر وروستيو به امريکا له اوکراين سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي


انټوني بلېنکن
انټوني بلېنکن

د امریکا د متحدایالتونو د بهرنیو چارو وزیر اوکراین ته ډاډ ورکړ چې، د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې تر مراسمو مخکې به له کییف څخه د واشنګټن ملاتړ زیات شي.

انټوني بلېنکن د چهارشنبې په ورځ په بروکسل کې د ناټو له سرمنشي مارک روټ سره د لیدو پرمهال وویل، د ولسمشر جوبایډن اداره به د واک تر وروستۍ ورځ له اوکراین سره خپلو مرستو او ملاتړ ته دوام ورکړي او هره ورځ به د اوکراین او ناټو د پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي.

ټاکل شوې ده چې د جنوري په شلمه د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسم ترسره کړي، چې له‌‌‌دې سره به واک له جوبایډن څخه ښاغلي ټرمپ ته رسما انتقال شي.

بلېنکن زیاته کړه، ولسمشر بایډن ژمنه کړې ده چې، د هر هغه ډالر مرستې ژمنه چې له اوکراین سره شوې ده د جنوري تر شلمې له دغه هېواد سره وشي.

اوکراين تر ډېره د امريکا په پوځي مرستو متکي دی.
اوکراين تر ډېره د امريکا په پوځي مرستو متکي دی.

بلېنکن بیا وویل، د ناټو ټول غړي هېوادونه باید دا ډاډ ترلاسه کړي چې، اوکراین هم د جګړې لپاره پیسې لري او هم مهمات، څو په دوه زره پنځه‌ویشتم کال کې یا جګړې ته ادامه ورکړي یا له ځواکمن دریځ څخه له روسیې سره د سولې خبرې مخته یوسي.

ډونالډ ټرمپ د انتخاباتي کمپاین پرمهال ویلي و، د اوکراین جګړه به په چټکۍ پای ته ورسوي، خو دا یې نه‌ده څرګنده کړې چې دا جګړه به څرنګه ختموي.

د همدې لپاره دا اندېښنې پيدا شوې دي چې اوکراین به په زوره دې ته وهڅول شي چې د مسکو د سولې شرایطو ته غاړه کېږدي.

بلېنکن په ورته وخت کې دا خبره وکړه چې له روسیې سره په جګړه کې د مرستې لپاره د شمالي کوریا د پوځیانو ځای پرځای کېدل به له سخت ځواب سره مخامخ شي.

د امریکا د دفاع وزارت په وینا د شمالي کوریا تر لس زره ډېر عسکر د روسیې په کرسک سیمه کې د اوکراین پرضد په جګړه بوخت دي.

له ښاغلي بلېنکین څخه چې کله ازادي راډیو دا پوښتنه وکړه چې، واشنګټن به اوکراین ته د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د بیا بیا غوښتنې له‌‌‌مخې د اوږده واټن ویشتونکي نوې وسلې ورکړي چې د روسیې د خاورې دننه سیمې وولي؟ د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر دې سوال ته مستقیم ځواب ورنه‌کړ او ویې ویل چې واشنګټن به د اوکراین له اړتیاو سره سم خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG