د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۴

نړۍ

ډونالډټرمپ پوتين ته: د اوکراين جګړه مه سختوئ

ولادمیرپوتین او ډونالډټرمپ
ولادمیرپوتین او ډونالډټرمپ

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین ته په ټیليفوني خبرو کې ویلي، د اوکراین جګړه دې نه شدیدوي.

واشنګټن پوست پرون یک‌شنبه د یوشمېر سرچینو پر بنسټ، چې نومونه یې نه‌دي یاد شوي، راپور ورکړی چې ټرمپ او پوتین د نومبر په ۷مه دغه خبرې سره کړې دي.

ټرمپ د نومبر په شپږمه، په ټاکنو کې له بریا وروسته د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زيلينسکي سره هم ټیليفوني خبرې کړې وې.

د راپور له‌مخې، ټرمپ پوتین ته ویلي، لېواله دی چې "د اوکراین د جګړې د ژر پای ته رسېدو" په اړه له هغه سره نورې خبرې وکړي.

وړاندې راغلي، پوتین د امریکا منتخب ولسمشر ته په سړه سینه ځواب ورکړی دی.

د امریکا او روسیې رسمي سرچینو په‌‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

ډونالډټرمپ د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ویلي، که ولسمشر شي په ۲۴ ساعتونو کې د اوکراین جګړه پای ته رسوي، خو دا چې څنګه، جزیات یې لا معلوم نه‌دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

طالبانو د "هیئت تحریرالشام" په لاس د سوريې حکومت د سقوط هرکلی کړی

د طالبانو بيرغ
د طالبانو بيرغ

د طالبانو حکومت د "هیئت تحریرالشام" ډلې له لوري د سوریې د حکومت د سقوط هرکلی کړی او ویلي یې دي چې، په‌دې بدلون سره د سوریې د جګړې او بې‌ثباتۍ عامل له‌منځه تللی دی.

متحدایالتونه او ډېری هېوادونه د هیئت تحریرالشام ډله د ترهګره ډله ګڼي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن (یک‌شنبه) په بېلابېلو ژبو یوه اعلامیه خپره کړې او د سوریې خلکو ته یې د یاغیانو د بریا مبارکي ویلې ده.

دې وزارت د سوریې وروستي بدلونونه د یوه انقلاب په توګه یاد کړي او زیاته کړې یې ده چې، اړخونه باید وضعیت داسې مدیریت کړي چې یو امن، متحد او باثباته نظام رامنځته شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، واک لېږد باید داسې وشي چې، د ټولو خلکو له هیلو سره سم یو اسلامي نظام رامنځته کړي.

طالبانو له سوري یاغیانو غوښتي چې له اختلافاتو پرته عمومي بښنه اعلان کړي او ټول خلک سره متحد کړي.

طالبانو دغه‌راز ويلي، سوري ياغيان بايد یو مثبت سیاست غوره کړي چې سوریه له بهرنیو سیالیو څخه وساتي او د میلیونونو سوري کډوالو د بېرته راستنېدو زمینه برابره کړي.

کایا کالاس: د بشارالاسد د دیکتاتورۍ پای یو مثبت او د توقع وړ بدلون دی

د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسووله کایا کالاس
د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسووله کایا کالاس

د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسوولې کایا کالاس د سوریې د پرمختګونو په اړه په غبرګون کې ویلي، د اسد د دیکتاتورۍ پای یو مثبت او د توقع وړ بدلون دی.

نوموړې دغه‌راز ويلي، دا تحول د اسد د ملاتړکوونکو، روسیې او ایران، د کمزورتیا څرګندونه کوي.

کایا کالاس د یک‌‌شنبې په ورځ په ایکس‌پاڼه کې په یوه پوسټ کې همداراز لیکلي: "زموږ لومړیتوب په سیمه کې د امنیت ټینګښت دی. زه به له ټولو رغنده شریکانو سره په سوریه او سیمه کې کار وکړم."

د بشارالاسد حکومت له ۲۴کلونو وروسته نن يک‌شنبه وپرځېد او نوموړی نن له سوريې وتلی او نامعلوم لوري ته تللی.

بنګله‌‌دېش د نولس‌‌کلنو ځوانانو اسیا جام وګاټه

بنګله دېش د نولس کلنو ځوانانو اسیا جام وګاټه
بنګله دېش د نولس کلنو ځوانانو اسیا جام وګاټه

د نولس‌‌کلنو ځوانانو د اسیا جام پایلوبه د بنګله‌‌‌‌دېش او هندوستان ترمنځ ترسره شوه، چې د بنګله‌‌‌دېش په اتلولۍ تمامه شوه.

پای‌لوبه نن یک‌‌شنبه د (ډسمبر په ۸مه) نېټه د عربي متحده اماراتو د دوبۍ په لوبغالي کې ترسره شوه، چې بنګله‌‌دېش لومړۍ توپوهنه وکړه او په ۴۹.۱ اور کې یې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۹۸ منډې یې وکړې.

د یادې لوبډلې په توپوهونکو کې رضوان حسین ۴۷ او محمد شهاب ۴۰ منډې وکړې.

د هندوستان لپاره بیا په توپ اچونه کې چیتن شرما، یادجیت ګوها او هاردیګ راج دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د هند لوبډلې ونه‌کړای شول چې ورکړل شوی هدف پوره کړي او د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته یې په ۳۵.۲ اورونو کې ۱۳۹ منډې وکړې او د ۵۹ منډو په توپیر یې ماتې وخوړه.

مخکښ هندی توپوهونکی هاردیګ راج و چې ۲۴ منډې یې کړې وې.

د بنګله‌‌‌دېش لپاره بیا په توپ اچونه کې عزیزالحکیم او اقبال‌حسین درې‌درې لوبغاړي وسوځول.

د نولس‌‌‌‌کلنو ځوانانو د اسیا جام سیالۍ د نومبر میاشتې په ۲۹مه نېټه د ۸ لوبډلو په ګډون پیل شوې وې، چې افغانستان په‌‌کې خپلې ټولې ګروپي سیالۍ په بنګله‌‌‌دېش، سریلانکا او نيپال وبایللې او په لومړي پړاو کې له ټورنمنټ بهر شول.

د ډيموکراتيکې سوريې ځواکونو قوماندان د بشارالاسد رژيم تاريخي وباله

سوريه
سوريه

د دیموکراتیکې سوریې ځواکونو قوماندان، چې د امریکا تر ملاتړ لاندې او د کردانو تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي نن (یک‌شنبې) د بشارالاسد د رژیم تاریخي وباله او ويې ستایه.

د دیموکراتیکې سوریې ځواکونه د سوریې د شمال‌‌ختیځ پراخې سیمې تر کنټرول لاندې لري.

د دې ځواکونو قوماندان مظلوم عبدي، په یوه پیغام کې، چې په ټلېګرام کې یې خپور کړی، ویلي: "په سوریه کې موږ تاریخي شېبې تجربه کوو، ځکه چې په دمشق کې د استبدادي رژیم د پرځېدو شاهدان یو."

هغه زیاته کړه: "دې بدلون د یوې نوې سوریې د جوړولو لپاره فرصت برابر کړی، چې په ډیموکراسۍ او عدالت ولاړه وي او د ټولو سوریايانو حقوق تضمین کړي."

د حايله په سرحدي سيمو کې د اسراييل پوځيانو د ځای پر ځای کېدو خبر ورکړل شوی

له ارشيفه يو انځور
له ارشيفه يو انځور

د اسراییل پوځ نن سهار (یک‌شنبې)، د بشار الاسد د حکومت د سقوط له څرګندېدو وروسته وویل چې، خپل ځواکونه یې په حایله سرحدي سیمه او نورو مهمو برخو کې ځای پر ځای کړی چې د "د جولان لوړو او د هغه ځای د اسراییلي اوسېدونکو امنیت ټینګ کړي."

یاده حایله سیمه د سوریې په قلم‌رو کې د قنیطره په برخه کې موقعیت لري، چې د ۱۹۷۴ کال په پسرلي کې د اسراییل او د هغه وخت د حافظ اسد حکومت ترمنځ د یوې موافقې پر اساس رامنځته شوې وه.

حافظ اسد د بشار الاسد پلار و.

اسراییل په ۱۹۶۷ کال کې د شپږ ورځنۍ جګړې په ترڅ کې د جولان لوړو یوه برخه نیولې وه.

د دې موافقې له‌‌مخې، حایل سیمه د (اندوف) په نوم د ملګروملتونو د ځواکونو تر څارنې لاندې راوستل شوه.

د ملګروملتو سوله‌‌‌‌ساتي ځواک له تېرو ۵۰ کلونو راهیسي په‌‌دې سیمه کې مېشت دی.

د بريتانيا صدارعظم نن خليج هېوادونو ته خپل سفر پيلوي

د بریتانیا صدراعظم کییر سټارمر
د بریتانیا صدراعظم کییر سټارمر

د بریتانیا صدراعظم کییر سټارمر به د خلیج هېوادونو ته خپل څو ورځنی سفر نن یک‌شنبه پیل کړي.

دا به چې له کله نوموړي د بریتانیا د صدراعظم په توګه خپله دنده پیل کړې، سیمې ته د هغه لومړی رسمي سفر وي او د دغه سفر پر مهال له متحده عرب اماراتو او سعودي عربستان سره د پیاوړو اقتصادي او دفاعي اړیکو د ټینګولو هڅه کوي.

د بریتانیا حکومت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، د سټارمر د سفر هدف د پانګونې پیاوړي کول او د دفاعي او امنیتي شراکت ژور کول دي.

سټارمر په جولای میاشت کې د بریتانیا چې د نړۍ شپږم لوی اقتصاد ګڼل کېږي د صدراعظم په توګه وټاکل شو.

د اوکراين ولسمشر له ډونالډټرمپ سره د اوکراين د جګړې په اړه خبرې کړي

له ډونالډ ټرمپ او امانويل ماکرون سره د زيلينسکي ليدنه
له ډونالډ ټرمپ او امانويل ماکرون سره د زيلينسکي ليدنه

د اوکراین ولسمشر ولودیمیرزيلينسکي پرون شنبې د (ډسمبر ۷مه) د امریکا له منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ او د فرانسې له ولسمشر امانویل ماکرون سره په پارس کې د اوکراین د جګړې په اړه په یوې کتنه کې خبرې‌اترې کړې دي.

زيلينسکي دا درې اړخیزې خبرې اترې "ښې او ګټورې" بللي او ویلي دي، په اوکراین کې د جګړې د امکاناتو او د "عادلانه سولې" په اړه یې له ماکرون او ټرمپ سره خبرې ښې وې.

زيلينسکي چې د فرانسې په پلازمېنه پارس کې د نوتردام کلیسا په پرانيستې مراسمو کې یې ګډون کړ و، هڅه کوي د روسیې پر وړاندې جګړه کې د لوېديځو هېوادونو لا ډېر ملاتړ ترلاسه کړي.

د نړۍ په لسګونه لوړپوړي چارواکي د نوتردام کلیسا په پرانيستو مراسمو کې د ګډون په موخه پارس ته تللي دي.

په پارس کې د نوتردام کلیسا په ۲۰۱۹ کال کې له اور لګېدو وروسته چې کاملا سوځېدلې وه، د نړۍ له ګوټ‌‌‌ګوټ څخه د شاوخوا یو میلیارد ډالرو په مرسته بېرته رغول شوې ده.

د ګرجستان پلازمېنه کې زرګونه خلکو د حکومت ضد لاريون وکړ

ګرجستان کې د خلکو لاريون
ګرجستان کې د خلکو لاريون

په زرګونو لاریون کوونکي پرون شنبې د (ډسمبر ۷مه) د ګرجستان په پلازمېنه تبلیسي کې د حکومت د هغې پرېکړې د ننګونې په موخه سړکونو ته راوتلي چې، په اروپايي ټولنه کې د دې هېواد غړیتوب ځنډوي.

دا لاریونونه چې له څو ورځي راهیسې د تبلیسي په ګډون د ګرجستان په نورو لویو ښارونو کې روان دي، لاریون کوونکي په‌کې د پولیسو له‌‌‌خوا له تاوتریخوالي سره مخامخ شوي دي.

ډېرشمېر لاریون کوونکي د امنیتي ځواکونو له توقفه د هغوو لاریون کوونکو خوشې کېدل غواړي، چې په وروستیو ورځو کې نیول شوي.

د ګرجستان پولیسو تېره شپه ۴۸ لاریون کوونکي ونیول.

د ګرجستان د بلوا ضد پولیسو پرون سهار وویل، د تبلیسي په جمهوریت میدان کې یې څو بلواګر نیولي دي.

تېره اوونۍ په ګرجستان کې واک ګوند اعلان وکړ چې، له اروپايي ټولنې سره د "ګرجستان هیلې" د یوځای کېدو خبرې‌اترې چې پر بنسټ یې تر ۲۰۲۸ کال پورې دا هېواد له اروپايي ټولنې سره الحاق کوي، دروي.

دغې اعلان په ګرجستان کې د خلکو غوسه راپارولې او تبلیسي په ګډون په يوشمېر ښارونو کې خلک سړکونو ته راوتلي دي.

د پاکستان نړیوال هوايي شرکت د جنورۍ میاشتې له لسمې بېرته اروپا ته الوتنې پیلوي

د پاکستان د هوايي شرکت یوه الوتکه
د پاکستان د هوايي شرکت یوه الوتکه

د پاکستان نړیوال هوايي شرکت یا پي‌آی‌اې PIA د جنورۍ میاشتې له لسمې بېرته اروپا ته الوتنې پیلوي.

دا الوتنې وروسته له هغې پیلېږي چې پر دغه هوايي شرکت د اروپايي ټولنې د چارواکو څلور کلن بندیز پای ته رسېږي.

پي‌آی‌اې نن شنبه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دوی لومړۍ الوتنه به د جنورۍ پر لسمه د اسلام‌اباد او پاریس ترمنځ وي.

پر دغه هوايي شرکت تور دی چې د ګڼو پیلوټانو لایسنسونه یا جعلي یا مشکوک دي.

د دغه شرکت په وینا په لومړیو کې به په اوونۍ کې دوې نړیوالې الوتنې کوي، خو وروسته به په تدریجي ډول زیاتېږي.

اروپايي ټولنې ته د پي‌آی‌اې هوايي شرکت پر الوتنو په ۲۰۲۰م کال کې بندیز لګول شوی و.

دا بندیز وروسته له هغې ولګول شو چې د دغه شرکت یوه الوتکه په کراچۍ کې پر یوه کوڅه راکوزه شوه او نږدې ۱۰۰ کسان یې ووژل.

په لومړیو کې د پېښې علت د پیلوټانو انساني اشتباه او هوايي ټرافیک یاد شوی و، خو وروسته ادعاوې وشوې چې د دغه شرکت د یو پر درېیمه پیلوټانو لایسنسونه یا جعلي یا مشکوک دي.

عراقچي: ایران به د اړتیا تر وخته د سوریې ملاتړ ته دوام ورکړي

د عکس ښي لور ته د عراق د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین او چپ لور ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي
د عکس ښي لور ته د عراق د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین او چپ لور ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پرون ویلي، هېواد به یې د اړتیا تر وخته د سوریې ملاتړ ته دوام ورکړي.

دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد ځواکونه د یاغیانو د عملیاتو پر وړاندې په مقابله بوخت دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پرون د عراق پلازمېنې بغداد ته د سفر پر مهال ویلي، د ایران اسلامي جمهوریت تل د سوریې ملاتړ کړی او په هر قیمت به د سوریې د حکومت له غوښتنې سره سم، د اړتیا تر حده دغه ملاتړ ته دوام ورکړي.

بلخوا د عراق د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین پرون ویلي چې هېواد یې باید له هرې حملې خوندي وساتل شي.

حسین، چې له خپل ایراني سیال سره په یوه کنفرانس کې خبرې کولې د سوریې تحولاتو ته په پام ویلي چې دی یو وار بیا د عراق د قلمرو او سرحدونو پر خوندیتوب ټینګار کوي.

هغه ویلي چې د عراق امنیتي ځواکونو د تیارسئ په حال کې دي.

په همدې حال کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر نن په دوحه کې د روسیې او ایران د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په سوریه کې د نوې جګړې پر حل لارو خبرو ته کېني.

دا درې واړه هېوادونه له ۲۰۱۷م کال راهیسې د استانې پروسې په چوکاټ کې شریکان دي او که څه هم د بېلابېلو جهتونو ملاتړ کوي، خو هڅه کوي چې د سوریې کورنۍ جګړې ته حل لار پیدا کړي.

په سوریه کې یاغیانو او د اپوزیسیون ځواکونو د حلب او حما پر لوري مخکې تګ ته دوام ورکړی او حمص ته نږدې شوي او د درعا ښار ۸۰ فیصده برخه یې هم نیولې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG