د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۴

د پنځو هېوادونو مشرانو د کسپین سمندرګي د حقوقي موقف کنوانسیون لاسلیک کړ


د کسپین د سمندرګي د غاړې د پنځو هېوادونو مشرانو نن په قزاقستان کې په غونډه کې د دغه سمندرګي د حقوقي موقف په اړه یو کنوانسیون لاسلیک کړ.

د روسیې، ایران، اذربایجان، قزاقستان او ترکمنستان ولسمشرانو د قزاقستان په اقتاو بندري ښارکې پر طبعي زېرمو بډایه د کسپین سمندرګې د حقوقي موقف په اړه یونوی کنوانسیون یا معاهده لاسلیک کړه.

د دې سمندرګي د موقف په اړه له څه باندې شلو کلونو راهیسې د پنځو واړو هېوادونو ترمنځ لانجه روانه وه.

دغو مشرانو پردغه کنوانسیون تر لاسلیک مخکې په خپلو خبرو کې د دغه سند په اړه نورجزئیات ورنه کړل.

پوتین
پوتین

د روسیې ولسمشر ویلادمیرپوتین وویل، د کسپین د سمندرګي د حقوقي موقف په اړه ترلاسه شوې موافقه داسې شرایط رامنځه ته کوي چې پر اساس یې د هېوادونو ترمنځ په مختلفو برخو کې په اغېزمن ډول د همکاري او شراکت یونوی باب پرانیستل کېږي.

  • د هغه ایراني سیال ولسمشر حسن روحاني وویل، په تېلو او ګازو بډایه د کسپین د سمندرګي د ویشلو لپاره دې ته اړتیا ده چې د غاړې د هېوادونو ترمنځ یې نورې موافقې وشي.
  • د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظرباییف وویل، ټولو خواوو موافقه وکړه چې د دغه کنوانسیون د شرطونود عملي کولو لپاره دې د پنځو واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو ترچترلاندې یوځانګړی مشورتي میکانیزم جوړشي.

په نننۍ غونډه کې د اذربایجان ولسمشر الهام عليیف او د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بیردي محمدوف هم ګډون کړی و.

له کلونو راهیسې لانجه د کسپین د موقف پرسروه چې ایا هغه سمندرګی وبلل شي که جهیل.

په ۱۹۹۱ کال د پخواني شوروي اتحاد تر ړنګېدو راهیسې د پنځو واړو هېوادونو د سواحلو کرښې نه دي مشخصې شوي.

که هغه سمندرګی وبلل شي نو دغه هېوادونه به هغه د خپلو وچو په اوږدو کې سره ویشي خو که جهیل وبلل شي پنځه واړه هېوادونه به یې بډایه طبعي منابع په خپلو کې په مساویانه ډول سره ویشي.

ویل کېږي چې د دغه سمندرګي په تل کې د تریلیون ډالرو په ارزښت د هایدروکاربن زېرمې پرتې دي.

د تثبیت شویو زیرمو شااوخوا پنځوس میلیارډ بېرله تېل او نېږدې نهه تریلیون مترمکعبه ګاز ښودل شوي.

د نننۍ موافقې یوه مسوده چې په جون میاشت کې د روسیې د صدراعظم په ویبپاڼه کې خپره شوې وه، ویل شوي وچې د اقتاو په سرمشریزه کې به د سمندرګي په توګه د کسپیین پرموقف موافقه وشي.

پخواني معلومات

د کسپین د سمندرګي د غاړې د پنځو هېوادونو مشران نن په قزاقستان کې جرګه کېږي چې د دغه سمندرګي د حقوقي موقف په اړه خپل اختلافات هوارکړي.

هغه کنوانسیون چې د کسپین د سمندرګي د غاړې د پنځو هېوادونو مشران به یې نن د قزاقستان په اقتاو بندري ښار کې لاسلیک کړي، له ټولو هېوادونو غواړي چې په سیمه کې پوځي حضور محدود کړي او هم له دې سره مرسته کوي چې اقتصاد ته وده ورکول شي.

د روسیې، ایران، اذربایجان، قزاقستان او ترکمنستان د ولسمشرانو تر نننۍ سرمشريزې د مخه د پنځو واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پرون په غونډه کې د دغې سرمشریزې د اجنډا لپاره پرتیاریو خبرې وکړې.

د روسيې د بهرنیو چارو وزارت وویل چې وزیران یوې موافقې ته ورسېدل چې له مخې یې پر کنوانسیون ترلاسلیک کېدو وروسته سمدستي نورکارونه پیلېږي.

د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړه چې د پنځو واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د کسپین د سمندرګي په اړه د ګډکارکولو په برخه کې د همکارۍ په باب له ترلاسه شوې موافقې راضي دي.

کرېملېن د اګست پر لسمه د دغې سرمشریزې په اړه اعلان وکړ چې د دغو اختلافاتو د هواري لپاره خبرو اترو څه باندې دوه لسیزې وخت ونیو چې نن تردې مرحلې رسېدلي یو.

بحث د کسپین د موقف پر سر دی چې ایا هغه سمندرګی وبلل شي که جهیل.

په ۱۹۹۱ کال کې د پخواني شوروي اتحاد تر ړنګېدو راهیسې د پنځو واړو هېوادونو د سواحلو کرښې نه دي مشخصې شوي.

که هغه سمندرګی وبلل شي نو دغه هېوادونه به هغه د خپلو وچو په اوږدو کې سره ویشي، خو که جهیل وبلل شي پنځه واړه هېوادونه به یې بډایه طبعي منابع په خپلو کې په مساویانه ډول سره ویشي.

ویل کېږي چې د دغه سمندرګي په تل کې د تریلیون ډالرو په اندازه هایدروکاربن زېرمې پرتې دي.

کسپین سمندرګی
کسپین سمندرګی

د تثبیت شویو زیرمو شااوخوا پنځوس میلیارډ بېرله تېل او نېږدې نهه تریلیون مترمکعبه ګاز ښودل ښودل شوي.

د شوې موافقې یوه مسوده چې د روسیې د صدراعظم په ویبپاڼه کې خپره شوې د اقتاو په سرمشریزه کې به د سمندرګي په توګه د کسپیین پرموقف موافقه وشي.

XS
SM
MD
LG