د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین وایي، هیله من دی چې د کسپین حوزې د پنځو هېوادونو ترمنځ به د دې سمندرګي د قانونې حالت اړوند تړون د راتلونکې میاشتې مشریزه غونډه کې لاسلیک شي.
د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د روسیې په آستراخان ښارکې د کسپین سمندرګې په څلورمې مشریزې غونډه کې د دوشنبې په ورځ، د دې سمندرګي د قانونې حالت په اړه خبرې وکړې.
په دې غونډه کې د ترکمنستان جمهوررئیس قربانګلې بردي محمدوف، د اذربایجان جمهوررئیس الهام علییف، د ایران جمهوررئیس حسن روحاني او د قزاقستان جمهوررئیس نورسلطان نظربایف ګډون کړی دی.
د دې مشرانو بله غونډه به په قزاقستان کې جوړه شي، خو نیټه یې تر اوسه نه ده اعلان شوې.
د استراخان ښار دا غونډه د کسپین سمندرګي د قانوني حالت په اړه په تیرو دولسو کلونو کې څلورمه غونډه ده.
د روسیې جمهوررئیس ولادمیرپوتین د غونډې په پرانیستونکې وینا کې د کسپين سمندرد سولې او ریښتینې ګاونډیتوب یوه چینه وبلله.پوتین وویل:
″زه پوره ډاډمن یم چې د همکاریو په زیاتولو سره به د سیمه ییز ثبات له غښتلتیا سره مرسته وشي، د تروریزم، بنسټ پالنې، د نشه یې موادو د قاچاق او نورو ستونزو او ګواښونو پرضد مبارزه به لا اغیزناکه کړي او دغه راز به زموږ د هېوادونو اقتصادي پراختیا ته قوت ورکړي او په نړېوالو بازارونو کې به یي سیالۍ زیاتې کړي.″
د کسپین حوزې هېوادونه ترکمنستان، ایران، قزاقستان، اذربایجان او روسیه له څوکلونو راهیسي هڅه کوي چې په کسپین سمندرګي کې د خپلو قانونې ونډو په اړه یو تړون رامنځ ته کړې، خو تراوسه په دې کار کې نه دي بریالي شوي.
د کسپين سمندرګي په اړه په ۱۹۲۱ او ۱۹۴۰ کلونو کې د ایران او روسیې ترمنځ معاهدې لاسلیک شوې وې او د همدغو تړونو پراساس ورڅخه مربوط هېوادونه ګټه اخلي.
اذربایجان او ترکمنستان چې له شوروي اتحاده جلا شوي، ځانونه د دې تړونو پر وړاندې مکلف نه بولي.
اصلي او مهمه خبره د دې سمندرګي د قانونې حالت په اړه ده او هغه دا چې هېوادونه باید یوې نتیجې ته ورسیږي چې د کسپین سمندرګي د جهیل او که د سمندر په نامه ونوموي.
که چېرې یاد پنځه هېوادونه سلا شي چې د کسپین سمندرګي یو جهیل دی، په هغه صورت کې به دا هېوادونه یعنې ایران، اذربایجان، ترکمنستان، قزاقستان او روسیه د نړېوالو قوانینو پر اساس، دا سمندرګی په خپلو کې سره وویشي او له شتمنیو او منابعو څخه به یي په ګډه ګټه اخلي.
که چیرې دا سمندرګی د سمندرپه توګه وپیژندل شي، په هغه صورت کې به هر هېواد د خپل ځمکنې تمامیت پراساس، د سمندرګي پر سواحلو واکمن شي.
په داسې یوه حالت کې به قزاقستان زیاته ګټه وکړي او دا ځکه چې د کسپين سمندرګي د سواحلو زیاته برخه په دې هېواد کې ده او ویل کېږي چې د دې سمندرګي د تیلو او طبیعي غاز د زیرمو له نیمایي زیاته برخه د قزاقستان په برخه کې موقعیت لري.
د دې پرخالف، که چیرې د کسپین سمندرګی د سمندر یا بحر حالت غوره کړي، په هغه صورت کې به ایران د دې سمندرګي د اوبو په سلو کې دیارلس برخې ته لاس رسی ولري او ویل کېږي چې د ایران په برخه کې به د تیلو او غاز لږې زیرمې پاته وي.