د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

نړۍ

اوکراين د روسيې پر جنوبي سيمو د بې‌پيلوټه الوتکو بريدونه کړي

اوکراین د روسیې پر پوځي تاسیساتو لکه د تېلو پر ډیپو او هوايي ډګرونو د حملې لپاره له بې‌پیلوټه الوتکو کار اخلي.
اوکراین د روسیې پر پوځي تاسیساتو لکه د تېلو پر ډیپو او هوايي ډګرونو د حملې لپاره له بې‌پیلوټه الوتکو کار اخلي.

د روسیې د جنوبي سیمې کراسنودار چارواکي وایي، اوکراین نن جمعه د دې سیمې پر مختلفو برخو د بې‌پیلوټه الوتکو پراخ بریدونه وکړل.

د دې سیمې والي وینیامین کوندراتیف پر ټلېګرام چینل ولیکل چې، د اوکراین په بریدونو کې د کریمسک او کراسنوارمیسک سیمې په نښه شوې وې، چې د هغه په خبره له مالي زیان پرته یې چاته مرګ‌ژوبله نه‌ده اړولې.

د اسټرا په نوم ټلېګرام چینل راپور ورکړ چې، په برید کې د کریمسک هوایي اډه چې د ښار شمالي برخې ته نژدې پرته ده او روسي ځواکونه ورڅخه د اوکراین پر جنوبي برخې د بریدونو لپاره کار اخلي، په نښه شوې ده.

اوکراین تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

په عین‌حال کې د روسیې دفاع وزارت ویلي، د هوایي مدافعې سیسټم یې نن د کریمیا ټاپووزمې پر سر چې روسیې اشغال کړې، د اوکراین ۵۱ بې‌‌‌پیلوټه الوتکې راغورځولې دي.

دې وزارت همدارنګه ویلي، ۳۶ نورې بې‌‌‌‌‌‌‌پیلوټه الوتکې یې د کراسنودار د سیمې پرسر ویجاړې کړې دي.

د روسیې پر جنوبي سیمو نن د اوکراین د پراخو بریدونو په اړه راپورونه لږ وروسته له هغې خپرېږي چې، روسیې د تور سمندرګي په غاړه د اوکراین پر لوی ښار ادیسه پراخ بریدونه وکړل.

د روسیې د بې‌‌‌‌‌پیلوټه الوتکو او توغندیو په دغو بریدونو کې د یوې ښځې د وژل کېدو او لږ تر لږه لسو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ګڼو لوېدیځو هېوادونو د اسد د رژیم سقوط د عدالت د تامین په معنی بللی

د سوریې یاغیان چې تازه واک ته رسېدلي دي.
د سوریې یاغیان چې تازه واک ته رسېدلي دي.

ګڼو لوېدیځو هېوادونو د بشار اسد د رژیم سقوط د عدالت د تامین په معنی بللی او ویلي یې دي چې د سوریې خلک له کړاوه خلاص شول.

د امریکا ولسمشر جوبایډن ادعا کړې چې د اسد رژیم لسګونه زره خلک شکنجه او ووژل د دغه رژیم سقوط یو تاریخي فرصت دی چې د سوریې خلک یوه ښه راتلونکې ځان ته جوړه کړي.

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ چې هېواد یې څه باندې یو میلیون او دوو لکو سوریایانو ته پناه ورکړې بشار اسد د زرګونو بې‌ګناه خلکو د وژنې مسوول بللی او هیله یې ښوولې چې سوریه سولې او ثبات ته ورسېږي.

د بریتانیا صدراعظم کایر استارمر په سیاسي حل، د سولې او ثبات په ټینګښت او د لږکیو او ملکیانو په خوندیتوب ټینګار کړی دی.

بشار اسد او کورنۍ یې د راپورونو له مخې مسکو ته تللې او هلته یې پناه اخیستې ده.

بشار اسد څه باندې ۲۴ کاله په سوریه واک وچلاوه، خو د واکمني لویه برخه یې په کورنیو جګړو، د ایران په نیابتي جنګونو او ترهګرۍ ضد عملیاتو کې تېره شوه.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سوریې پر وضعیت بېړنۍ غونډه کوي

د امنیت شورا د عمومي غونډې انځور
د امنیت شورا د عمومي غونډې انځور

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن دوشنبه د سوریې پر وضعیت بېړنۍ غونډه جوړوي.

فرانس پرېس خبري اژانس د بېلابېلو دیپلوماتیکو سرچینو په حواله ویلي چې د غونډې بحثونه به د بندو دروازو تر شا وي.

دغه غونډه یوه ورځ وروسته تر هغه جوړېږي چې په سوریه کې د اسد د کورنۍ د نژدې نیمې پېړۍ واکمنۍ ړنګه شوه او دغلته واک د حکومت مخالفو وسله‌والو ته په لاس ورغی.

د سوریې پرځېدلی ولسمشر بشار الاسد او د هغه کورنۍ د دمشق تر سقوط وروسته مسکو ته تللي او د روسیې دولتي رسنیو ویلي، مسکو نوموړي ته بشري پناه ورکړې ده.

ټرمپ: روسیه او ایران په کمزوري موقف کې دي

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، روسیه او ایران په " کمزوري موقف" کې دي.

هغه پرون یکشنبه پر خپلې ټولنیزې شبکې تروت سوشیل یوه پوست کې د روسیې پر ولسمشر ولادمیر پوتین غږ کړی چې د اوکراین نژدې درې کلنه جګړه پای ته ورسوي.

نوموړي دغه څرګندونې داسې مهال کړي چې د یکشنبې په ورځ په سوریه کې د اسد د کورنۍ د نژدې نیمې پېړۍ واکمنۍ چې د ایران او روسیې له ملاتړه برخمنه وه، وپرزېده او واک مخالفانو ته په لاس ورغی.

ټرمپ ویلي، روسیه او ایران د سوریې د دیکتاتور بشار الاسد ملاتړ ته ځکه ورنغلل چې "اوس په کمزوري حالت کې دي."

ټرمپ ویلي، روسیه د اوکراین د جګړې او ناوړه اقتصاد له کبله کمزورې شوې او ایران د اسراییل د جګړې له کبله.

یوه فیل چې له خپلې خور سره له ۱۵ کلونو جلاوالي وروسته یوځای شوې وه، په پاکستان کې مړه شوه

ارشیف
ارشیف

د سونیا په نوم یوه افریقایي فیل چې په دې وروستیو کې له خپلې خور سره له ۱۵ کلونو جلاوالي وروسته یوځای شوې وه، د یکشنبې په ورځ د پاکستان په سوېل کې د کراچۍ ښار په یوه پارک کې مړه شوه.

د پارک رییس سید امجد حسین زیدي، فرانس‌پرېس ته وویل، چې د سونیا په بدن باندې به په راتلونکو ورځو کې معاینات وشي او ټینګار یې وکړ چې دا فیل تر مرګ مخکې په وه.

سونیا او د هغې خور مادوبالا په ۲۰۰۹م کال کې له دوو نورو خویندو سره له افریقا څخه پاکستان ته راوړل شوې وې.

۱۹ کلنه سونیا په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې دوهم فیل دی چې مړه کېږي.

فعالان په پاکستان کې د فیلانو د وضعیت د ښه کېدو غوښتنه کوي.

د سفري پارک رييس وايي، په پارک کې يوازې دوه فیلان پاتې دي.

طالبانو د "هیئت تحریرالشام" په لاس د سوريې حکومت د سقوط هرکلی کړی

د طالبانو بيرغ
د طالبانو بيرغ

د طالبانو حکومت د "هیئت تحریرالشام" ډلې له لوري د سوریې د حکومت د سقوط هرکلی کړی او ویلي یې دي چې، په‌دې بدلون سره د سوریې د جګړې او بې‌ثباتۍ عامل له‌منځه تللی دی.

متحدایالتونه او ډېری هېوادونه د هیئت تحریرالشام ډله د ترهګره ډله ګڼي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن (یک‌شنبه) په بېلابېلو ژبو یوه اعلامیه خپره کړې او د سوریې خلکو ته یې د یاغیانو د بریا مبارکي ویلې ده.

دې وزارت د سوریې وروستي بدلونونه د یوه انقلاب په توګه یاد کړي او زیاته کړې یې ده چې، اړخونه باید وضعیت داسې مدیریت کړي چې یو امن، متحد او باثباته نظام رامنځته شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، واک لېږد باید داسې وشي چې، د ټولو خلکو له هیلو سره سم یو اسلامي نظام رامنځته کړي.

طالبانو له سوري یاغیانو غوښتي چې له اختلافاتو پرته عمومي بښنه اعلان کړي او ټول خلک سره متحد کړي.

طالبانو دغه‌راز ويلي، سوري ياغيان بايد یو مثبت سیاست غوره کړي چې سوریه له بهرنیو سیالیو څخه وساتي او د میلیونونو سوري کډوالو د بېرته راستنېدو زمینه برابره کړي.

کایا کالاس: د بشارالاسد د دیکتاتورۍ پای یو مثبت او د توقع وړ بدلون دی

د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسووله کایا کالاس
د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسووله کایا کالاس

د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسوولې کایا کالاس د سوریې د پرمختګونو په اړه په غبرګون کې ویلي، د اسد د دیکتاتورۍ پای یو مثبت او د توقع وړ بدلون دی.

نوموړې دغه‌راز ويلي، دا تحول د اسد د ملاتړکوونکو، روسیې او ایران، د کمزورتیا څرګندونه کوي.

کایا کالاس د یک‌‌شنبې په ورځ په ایکس‌پاڼه کې په یوه پوسټ کې همداراز لیکلي: "زموږ لومړیتوب په سیمه کې د امنیت ټینګښت دی. زه به له ټولو رغنده شریکانو سره په سوریه او سیمه کې کار وکړم."

د بشارالاسد حکومت له ۲۴کلونو وروسته نن يک‌شنبه وپرځېد او نوموړی نن له سوريې وتلی او نامعلوم لوري ته تللی.

بنګله‌‌دېش د نولس‌‌کلنو ځوانانو اسیا جام وګاټه

بنګله دېش د نولس کلنو ځوانانو اسیا جام وګاټه
بنګله دېش د نولس کلنو ځوانانو اسیا جام وګاټه

د نولس‌‌کلنو ځوانانو د اسیا جام پایلوبه د بنګله‌‌‌‌دېش او هندوستان ترمنځ ترسره شوه، چې د بنګله‌‌‌دېش په اتلولۍ تمامه شوه.

پای‌لوبه نن یک‌‌شنبه د (ډسمبر په ۸مه) نېټه د عربي متحده اماراتو د دوبۍ په لوبغالي کې ترسره شوه، چې بنګله‌‌دېش لومړۍ توپوهنه وکړه او په ۴۹.۱ اور کې یې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۹۸ منډې یې وکړې.

د یادې لوبډلې په توپوهونکو کې رضوان حسین ۴۷ او محمد شهاب ۴۰ منډې وکړې.

د هندوستان لپاره بیا په توپ اچونه کې چیتن شرما، یادجیت ګوها او هاردیګ راج دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د هند لوبډلې ونه‌کړای شول چې ورکړل شوی هدف پوره کړي او د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته یې په ۳۵.۲ اورونو کې ۱۳۹ منډې وکړې او د ۵۹ منډو په توپیر یې ماتې وخوړه.

مخکښ هندی توپوهونکی هاردیګ راج و چې ۲۴ منډې یې کړې وې.

د بنګله‌‌‌دېش لپاره بیا په توپ اچونه کې عزیزالحکیم او اقبال‌حسین درې‌درې لوبغاړي وسوځول.

د نولس‌‌‌‌کلنو ځوانانو د اسیا جام سیالۍ د نومبر میاشتې په ۲۹مه نېټه د ۸ لوبډلو په ګډون پیل شوې وې، چې افغانستان په‌‌کې خپلې ټولې ګروپي سیالۍ په بنګله‌‌‌دېش، سریلانکا او نيپال وبایللې او په لومړي پړاو کې له ټورنمنټ بهر شول.

د ډيموکراتيکې سوريې ځواکونو قوماندان د بشارالاسد رژيم تاريخي وباله

سوريه
سوريه

د دیموکراتیکې سوریې ځواکونو قوماندان، چې د امریکا تر ملاتړ لاندې او د کردانو تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي نن (یک‌شنبې) د بشارالاسد د رژیم تاریخي وباله او ويې ستایه.

د دیموکراتیکې سوریې ځواکونه د سوریې د شمال‌‌ختیځ پراخې سیمې تر کنټرول لاندې لري.

د دې ځواکونو قوماندان مظلوم عبدي، په یوه پیغام کې، چې په ټلېګرام کې یې خپور کړی، ویلي: "په سوریه کې موږ تاریخي شېبې تجربه کوو، ځکه چې په دمشق کې د استبدادي رژیم د پرځېدو شاهدان یو."

هغه زیاته کړه: "دې بدلون د یوې نوې سوریې د جوړولو لپاره فرصت برابر کړی، چې په ډیموکراسۍ او عدالت ولاړه وي او د ټولو سوریايانو حقوق تضمین کړي."

د حايله په سرحدي سيمو کې د اسراييل پوځيانو د ځای پر ځای کېدو خبر ورکړل شوی

له ارشيفه يو انځور
له ارشيفه يو انځور

د اسراییل پوځ نن سهار (یک‌شنبې)، د بشار الاسد د حکومت د سقوط له څرګندېدو وروسته وویل چې، خپل ځواکونه یې په حایله سرحدي سیمه او نورو مهمو برخو کې ځای پر ځای کړی چې د "د جولان لوړو او د هغه ځای د اسراییلي اوسېدونکو امنیت ټینګ کړي."

یاده حایله سیمه د سوریې په قلم‌رو کې د قنیطره په برخه کې موقعیت لري، چې د ۱۹۷۴ کال په پسرلي کې د اسراییل او د هغه وخت د حافظ اسد حکومت ترمنځ د یوې موافقې پر اساس رامنځته شوې وه.

حافظ اسد د بشار الاسد پلار و.

اسراییل په ۱۹۶۷ کال کې د شپږ ورځنۍ جګړې په ترڅ کې د جولان لوړو یوه برخه نیولې وه.

د دې موافقې له‌‌مخې، حایل سیمه د (اندوف) په نوم د ملګروملتونو د ځواکونو تر څارنې لاندې راوستل شوه.

د ملګروملتو سوله‌‌‌‌ساتي ځواک له تېرو ۵۰ کلونو راهیسي په‌‌دې سیمه کې مېشت دی.

د بريتانيا صدارعظم نن خليج هېوادونو ته خپل سفر پيلوي

د بریتانیا صدراعظم کییر سټارمر
د بریتانیا صدراعظم کییر سټارمر

د بریتانیا صدراعظم کییر سټارمر به د خلیج هېوادونو ته خپل څو ورځنی سفر نن یک‌شنبه پیل کړي.

دا به چې له کله نوموړي د بریتانیا د صدراعظم په توګه خپله دنده پیل کړې، سیمې ته د هغه لومړی رسمي سفر وي او د دغه سفر پر مهال له متحده عرب اماراتو او سعودي عربستان سره د پیاوړو اقتصادي او دفاعي اړیکو د ټینګولو هڅه کوي.

د بریتانیا حکومت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، د سټارمر د سفر هدف د پانګونې پیاوړي کول او د دفاعي او امنیتي شراکت ژور کول دي.

سټارمر په جولای میاشت کې د بریتانیا چې د نړۍ شپږم لوی اقتصاد ګڼل کېږي د صدراعظم په توګه وټاکل شو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG