د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۷ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۵۰

عاصم منير پر ډيورنډ کرښه د ترهګرو ډلو په وړاندې د يو سيستم د رامنځته کېدو خبر ورکړی

پر ډيورنډ کرښه يو پاکستانی سرتېری د پېرې پر مهال
پر ډيورنډ کرښه يو پاکستانی سرتېری د پېرې پر مهال

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر وایي، له افغانستان سره د ډيورنډ پر کرښه د ساتنې او د ترهګرو ډلو په وړاندې د پولو د مدیریت یو پیاوړی سیستم رامنځته کړی دی.

جنرال عاصم منیر د جمعې په ورځ په اسلام‌اباد کې د (۲۰۲۴ مارګله ډیالوګ) ناستې ته د وینا پر مهال ویلي چې، دوی دا سیستم د ترهګرو ډلو نه د پولو د ساتلو په موخه رامنځته کړی دی.

د ښاغلي منیر دا خبرې پاکستاني رسنیو ډان ورځپاڼې او سما ټلوېزیون خپرې کړې دي.

د دې رسنیو د راپورونو له‌‌مخې، جنرال منیر په‌‌‌دې اړه له نورو جزیاتو ورکولو پرته، دا هم ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت دې دا باوري کړي چې د افغانستان خاوره د ترهګرو ډلو له لوري نه استعمالیږي.

نوموړي له طالبانو غوښتي چې په‌‌‌‌دې اړه باید جدي اقدامات وکړي.

که څه هم عاصم منیر پر ډيورنډ کرښه د دې سیستم د جوړولو په اړه نور جزیات نه‌دي ورکړي، خو له‌‌‌دې وړاندې د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف په ګډون ګڼو لوړ پوړو پاکستاني چارواکو د افغانستان او پاکستان تر منځ پر ډيورنډ کرښه د ټي‌ټي‌‌‌پي ځپلو لپاره د عزم استحکام په نوم د عملیاتو د پیل خبره کړې ده.

عاصم منير
عاصم منير

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دغه پاکستاني چارواکي د څرګندونوپه اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌‌‌کړې، خو وړاندې تر دې یې په وار وار ټینګار کړی چې دوی هیچاته د ترهګریزو فعالیتونو لپاره د افغانستان له خاروې کارولو ته اجازه ور نه‌کړي.

"پاکستان د دې لپاره چې خپلې نورې پروژې عملي کړي، غواړي نړۍ ته دا وښیي چې افغانستان د ترهګرۍ مرکز دی
شاه محمود مياخېل

په همدې حال کې د نړیوالو چارو ځیني افغان کارپوهان او پخواني سیاستوال بیا وایي، پاکستان د خپلو ګټو لپاره افغانستان نړۍ ته د ترهګرۍ د مرکز په توګه د معرفي کولو لپاره وخت ناوخت دا ډول ادعاوې کوي.

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل ازادي راډیو ته وویل: "پاکستان د دې لپاره چې خپلې نورې پروژې عملي کړي، غواړي نړۍ ته دا وښیي چې افغانستان د ترهګرۍ مرکز دی، نه پاکستان، دا واقعیت دی چې د طالبانو ځینې ډلې او اشخاص له پاکستان سره نږدې اړیکې لري نو زه فکر نه‌کوم چې د دوی تر منځ (پاکستان او طالبانو حکومت) اختلاف دې کچې ته رسېدلی وي چې خپلو ستراتېژیکو ګټو باندې اختلاف وکړي، ځکه د طالبانو ډېری مذهبي مشران پاکستان ته ډېر تګ‌راتګ لري."

پخوانی ډیپلومات او د نړیوالو چارو پوه غوث جانباز بیا ازادي راډیو ته په‌دې اړه وویل: "د طالبانو حکومت که هغه د ډیورند کرښې دا خوا وي یا دا تحریک طالبان پاکستان چې د کرښې هاخوا وي دا ټول د یوې ایډیالوژۍ او یو فکر یوهدف لري، پاکستان که هر څومره سیستمونه رامنځته کړي فکر نه‌کوم که موثره واقع شي، په‌‌‌داسې حال کې چې د پاکستان د افغانستان طالبانو سره راشه‌درشه لري، پاکستان د همدې طالبانو مولد دی، څنګه کېدای شي چې طالبان د د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد کارولو ته اجازه ورکړي، پاکستان یوازې د خپلو کورنیو ناورینونو او ستونزو او خپلو خلکو د اذهانو بدلولو لپاره اوس ټي‌ټي‌‌‌پي او افغانستان په اړه دې ډول څرګندونو ته لمن وهي."

دا په‌داسې حال کې ده چې په وروستیو کې په پاکستاني د پاکستاني طالبانو او نورو وسله‌والو ډلو حملو زور اخیستی دی.

دوه ورځې وړاندې هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ممتاز زهرا بلوچ په افغانستان کې د طالبانو له حکومته د هغه ډلو پر خلاف چې په خبره یې په پاکستان کې ناامني جوړوي، د پرېکنده اقدام غوښتنه وکړه.

نوموړې په یو خبري کنفرانس کې ویلي وو چې، طالبان باید د پاکستان صبر ونه ازمويي.

خو د طالبانو حکومت دا ډول ادعاوې تل رد کړي دي.

د تېرې دوشنبې په ورځ طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي و، اسلام‌اباد باید د پاکستان د ستونزو حل په خپل هېواد کې دننه ولټوي.

د تحریک طالبان پاکستان (TTP) ویاند محمد خراساني هم ازادي راډیو سره خبرو کې دا ردوي چې دوی په افغانستان کې حضور لري.

راپور له دې برخې دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG