د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

د ميدان وردګ بڼوال: د مڼو حاصلات مو ترلاسه کړي، خو بازار نه‌لري


Afghanistan- in kunduz fresh fruit increasing
Afghanistan- in kunduz fresh fruit increasing

د میدان وردګو ولایت د مڼو بڼوال د بازار د نشتوالي له کبله له ستونزو سره مخامخ دي.

دوی وايي، سږکال یې د مڼو ښه حاصل ترلاسه کړی، خو د اقتصادي مشکلاتو او نړیوالو بازارونو ته د لاس‌رسي نشتوالي له امله یې محصولاتو ته هیڅ بازار نه‌دی پیدا شوی.

"موږ هیله لرو چې حکومت نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لاره پیدا کړي.
حاجي راز محمد

بڼوال شکایت کوي چې خلک د پیسو نشتوالي له کبله مڼې نه‌اخلي او د طالبانو د واکمنۍ وروسته، نړیوال مارکېټونه تړل شوي، چې د دې ولایت د کرنیزو محصولاتو لپاره یې لویه ستونزه جوړه کړې ده.

د میدان وردګو ولایت یو باغوان حاجي رازمحمد چې په‌‌دې سیمه کې باغونه لري، وايي: "سږکال مې ډېر ښه حاصل ترلاسه کړی و، خو بازار نه‌شته. مڼې په باغونو کې خرابيږي، ځکه خلک مڼې نه‌اخلي."

هغه زیاتوي، له هغه وروسته چې طالبان په افغانستان کې واکمن شول، نړیوال بازارونه تړل شوي دي او د محصولاتو صادراتو ته کومه لار نه‌‌شته.

حاجي نورمحمد په‌‌دې اړه وویل: "موږ هیله لرو چې حکومت نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لاره پیدا کړي. که دا مشکل حل نه‌شي، ډېر بزګران به له اقتصادي ستونزو سره مخ شي او ډېر محصولاتو به بې‌‌ځایه خراب شي."

بڼوال وايي، د طالبانو له بياځلي واکمنۍ راهيسې چې نړيوالو مارکېټونو ته د افغانستان صادرات محدود شوي، ورسره دوی ته هم ډېر زيانونه اوښتي.
بڼوال وايي، د طالبانو له بياځلي واکمنۍ راهيسې چې نړيوالو مارکېټونو ته د افغانستان صادرات محدود شوي، ورسره دوی ته هم ډېر زيانونه اوښتي.

د بزګرانو په وینا، د خلکو د اقتصادي حالت خرابوالی او د پیسو نشتوالی یې بل عمده دلیل دی چې بازار ته د مڼو غوښتنه کمه شوې ده.

"موږ پوهېږو چې بزګران د مڼو د خرڅلاو او بازار د نشتوالي له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.

دوی دغه‌راز وايي، د ځوانانو د بې‌کارۍ له امله ډېر کسان نورو هېوادونو ته مهاجرت کوي، چې د دې ولایت اقتصاد ته زیان رسوي.

بل پلو د کرني ریاست مسوولین وايي، د بزګرانو د ستونزو د حل لپاره، دوی هڅه کوي چې د کرنیزو محصولاتو لپاره نړیوال بازارونه ومومي.

د دوی په وینا، که نړیوال بازارونه پرانيستل شي او د افغانستان محصولات لکه مڼې په نړیوالو مارکېټونو کې ځای پیدا کړي، نو دې کار به د بزګرانو د ژوندانه شرایطو ته پراختیا ورکړي او د بې‌کارۍ ستونزه هم کم کړي.

د میدان وردګو د کرنې په ریاست کې د کرنیزو چارو امر محمد ظاهري په‌‌‌دې اړه وویل: "موږ پوهېږو چې بزګران د مڼو د خرڅلاو او بازار د نشتوالي له امله له سختو ستونزو سره مخ دي. موږ هڅه کوو چې په‌‌‌دې برخه کې ځینې حل‌لارې پیدا کړو. موږ د بزګرانو لپاره د روزګار فرصتونه برابروو، خو نړیوال بازارونو ته د محصولاتو د رسولو لپاره نورې هڅې ته اړتیا ده."

د میدان وردګو بزګران او کرنیز چارواکي په‌‌دې باور دي چې، د مڼو بازار نشتوالی، د اقتصادي ستونزو زیاتوالی او د نړیوالو مارکېټونو بندېدل د دوی په ژوندانه کې لویې ستونزې رامنځته کړې دي.

بزګران وايي، د دې مشکلاتو د حل لپاره، حکومت ته اړتیا ده چې نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لاره پیدا کړي، د بزګرانو د روزګار فرصتونه زیات کړي او د اقتصادي ستونزو د کمولو لپاره هم پلانونه ولري، تر څو چې دغه ستونزې حل نه‌شي، د بزګرانو لپاره به د محصولاتو خرابېدل او بې‌کاري دوام ولري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG