کندهار کې د انځرو باغ لرونکي وايي، سږ کال یې د ژړې او سپېرغوږي په نوم د مرضونو له امله کم حاصل ترلاسه کړی دی.
د شاولیکوټ ولسوالۍ د کلا سیمې اوسېدونکی شمسالله، چې د انځرو یو باغ لري، وایي چې د ژړې په نوم د مرض له امله یې سږ کال د انځرو حاصل نیمایي شوی دی.
شمسالله وايي چې تېر کال یې ۹۰۰ منه انځر حاصل کړ، خو سږ کال یې نیمایي هم ترلاسه نه کړل.
شمسالله زیاتوي: "سږ کال زموږ د انځرو حاصل ډېر خراب دی، تېر کال دغه باغ نهه خرواره انځر وکړل، خو سږ کال یې پنځه خواره هم پوره نه کړه، د ژړې مرض یې کړی و."
د کندهار انځر، چې په نړیواله کچه شهرت لري، ډېره برخه یې هر کال هند ته صادرېږي.
خو د تېرو درېیو کلونو راهیسې، افغان سوداګرو ته د هند ویزې او بانکي محدودیتونو له امله د انځرو صادرات له ستونزو سره مخ دي.
شبیر احمد او محمد ناني، چې د انځرو باغونه لري، وایي چې د سوداګرو دغه ستونزو د دوی اقتصادي وضعیت خراب کړی دی، ځکه چې ډېری سوداګر له دوی څخه انځر په قرض اخلي چې ډېر کله دغه قرضونه پر وخت نه ورکول کېږي.
شبیر احمد وايي: زموږ انځر په پور خرڅېږي او بازار یې کښته دی، پخوا چې په پنځلسزره یا شلزره خرڅېدل، اوس په اووه یا اتهزره خرڅېږي.
شبیر احمد وویل: "زموږ انځر په پور خرڅېږي او بازار یې کښته دی، پخوا چې په پنځلسزره یا شلزره خرڅېدل، اوس په اووه یا اتهزره خرڅېږي. د حکومت څخه غواړو چې د سوداګرو ستونزو ته پام وکړي."
محمد ناني وايي: “پخوا دغه باغ پنځلس یا شل لکه جوړوله، سږ کال یې چې انځر خرڅ کړ، پنځه یا شپږ لکه یې هم پوره نه کړل، سپېرغوږي او ژړې مرض ټول انځر تور کړ."
په ورته وخت کې د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وایي، د انځرو صادرات له سنبلې میاشتې څخه پیل شوي او تمه لري چې سږ کال به ښه بیې ولري.
د دې خونې مرستیال عبدالباقي بینا، ازادي راډیو ته وویل چې هند د کندهاري انځرو یوازېنی لوی مارکېټ دی.
که سوداګرو ته د ویزې ستونزې حل شي، افغان صادرات به په اسانه ترسره شي او د سوداګرو د پیسو امنیت به هم ټینګ شي.
انجینر عبدالباقي بینا زیاتوي: "سوداګرو خپلې سوداګرۍ ته لاس نه دی خلاص، یو شی په زحمت استوي، هلته یې هم د بل چا په لاس خرڅوي، د پیسو په راټولولو کې ستونزې لري، که خپله سوداګرو ته ویزه ورکول شي، هم به تجارت رونق پیدا کړي او هم به هلته زموږ د سوداګرو د پیسو امنیت وساتل شي."
په کندهار کې د طالبانو د حکومت د کرنې ریاست مسوولان وایي چې په دغه ولایت کې پر ۲۵۰۰ هکټاره ځمکه د انځرو باغونه شته او سږ کال د یو لک ټنه حاصل د ترلاسه کېدو اټکل شوی.
د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د انځرو د باغ لرونکو او سوداګرو د ستونزو په اړه د طالبانو د کرنې ریاست نظر هم واخلي، خو هغوی د دې راپور تر خپرېدو پورې په دې اړه خبرو ته حاضر نه شول.