د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۰ کابل ۱۱:۱۸

افغانستان

سږکال له کندهاره ۱۷۰زره ټنه وچه او تازه مېوه صادر شوې

په کندهار کې د وچو مېوو دوکان

کندهار د سوداګرۍ خونې مشر وايي، سږ کال له دغه ولایت څخه د شاوخوا ۲۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت ۱۷۰زره ټنه وچه او تازه مېوه صادر شوې ده.

نصرالله زهیر ازادی رادیو ته وویل، چې سږ کال له کندهاره د وچې او تازه مېوې په صادراتو کې ډېروالی راغلی او دغه کچه د تېر کال په پرته لوړه شوې.

هغه زیاته کړه: "یو لک ۷۰زره ټنه زموږ صادرات شوي چې وچه میوه، تازه میوه، طبعي نباتات او حبوبات چې دا ټوله شاوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالره ارزښت لري."

د ښاغلي زهیر په خبره ښايي د لمریز روان کال تر پایه د دغه صادراتو اندازه ۲۰۰زره ټنه ته ورسېږي چې ارزښت به یې شاوخوا ۲۵۰ میلیونه ډالره وي.

چارواکي وايي، چې له کندهار د تازه میوې په صادراتو کې ډېره برخه انار، انګور، او خټکي شامل دي، په وچه میوه کې ممیز، انځر، بادام او طبعي نباتاتو کې ځیره او زعفران شامل دي.

د نوموړي په خبره د دغه صادراتو ډېره برخه پاکستان هند او یو شمېر اروپايي هېوادونو ته ترسره شوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

افغانستان: بېلابېلو هېوادونو ته صادراتو کې۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی

ارشیف، له کابل هوايي ډګره صادریدونکي توکي

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د روان مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې بېلابېلو هېوادونو ته په صادراتو کې۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی.

د دغه وزارت په اعلامیه کې د سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریاني له قوله ویل شوي چې روان کال د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د صادراتو د زیاتوالي او سوداګریزو چارو د سمون لپاره څو تړونونه لاسلیک شوي وو چې ورسره د سبزیو او مېوو په صارداتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

د غوریاني په خبره وچه مېوه او زعفران د افغانستان له عمده صادراتي توکو حسابېږي او د اینجې 'هېنګ' بوټي د پروسس او بسته بندي او د صادارتو د څرنګوالي په موخه له څو خصوصي او دولتي بنسټونو سره د همکارۍ تړونونه تر لاس لاندې دي.

د صنعت وزارت وايي، ټاکل شوې چې د متحده عربي اماراتو په دُبۍ ښار کې ډېر ژر یو شپږ میاشتنی نړیوال نندارتون هم جوړ شي.

د دغه وزارت چارواکي زیاتوي چې دغه نندارتون کې د افغاني توکو د ګډون او نندارې ته د اېښودلو لپاره چمتوالی روان دی.

ولسمشر غني ایران ته ولاړ

ارشیف، ولسمشر غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن پنجشنبه (د زمري ۱۴مه) سهار ایران ته روان شو.

نوموړی به تهران کې د نوي منتخب ولسمشر ابراهیم رییسي د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي او له ایراني چارواکو سره به جلا جلا لیده کاته هم ولري.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دې یو ورځني سفر کې د جمهوري ریاست دوهم مرستیال سرور دانش، د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر او یو شمېر نور چارواکي د ولسمشر ملګرتیا کوي.

ښاغلي رییسي د سې شنبې په ورځ هم د تحلیف یو لړ مراسم ترسره کړل، خو نننۍ مراسم یې د ایران په پارلمان کې ترسره کېږي.

راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر افغانستان غږیږي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا

تمه ده چې د راتلونکې اوونۍ په پيل کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړي.

ځینو ډپلوماتیکو سرچینو ویلي دي چې ښایي دا غونډه د شنبې یا یکشنبې په ورځ وشي.

د افغانستان حکومت د چهارشنبې (د زمري ۱۳مه) په ورځ د داسې یوې غونډې د جوړیدو غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سې شنبې په ورځ په یوه بیان کې له ښکېلو لوریو وغوښتل چې شخړې کمې کړي. د امنیت شورا په بیان کې پر اوربند هم ټینګار وشو.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د سږ کال لومړیو شپږو میاشتو په ترڅ کې په افغانستان کې د تېرکال همدې مودې پرتله ملکي تلفات اووه څلوېښت په سلو کې زیات شوي دي.

د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په اړه ژوره اندېښنه وښوده

د اسلامي همکاریو سازمان مشر یوسف بن احمد العثیمین

د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د شخړو زیاتېدو ته ژوره اندېښنه ښکاره کړه.

د دې سازمان عمومي مشر یوسف بن احمد العثیمین په یوه بیان کې چې د چهارشنبې (د زمري ۱۳مه) په ورځ خپور شو، وویل چې په افغانستان کې د وروستیو شخړو د قربانیانو له کورنیو سره او د افغانستان له حکومت سره خپله خواخوږي څرګندوي.

په دې بیان کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پر خبرو ټینګار شوی دی او هر راز ترورېزم غندل شوی دی.

نی: د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې لسګونه رسنۍ فعالیت نه کوي

ارشیف

په هغو سیمو کې چې طالبانو په وروستیو کې نیولي دي د لسګونو راډیوګانو او ټلوېزیونونو خپرونې بندې شوي دي.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی وایي چې د طالبانو له لوري د ولسوالیو د نیولو او په ولایتونو کې د جګړو له شدت سره یو پنځوس رسنۍ د اپریل له میاشتې راهیسې فعالیت نه کوي.

د نی په باور د دې رسنیو د بندېدو له امله تر زرو ډېرخبریالان او د رسنیو کار کوونکي بې کاره شوي دي.

د طالبانو د رژیم په وخت یوازې شریعت غږ راډیو خپرونې کولې او په دوه زره لومړي کال کې د دوی د رژیم له ماتې را وروسته په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې یو سل او اویا راډیوګانو او لسګونو ټلویزیونونو خپرونې پيل کړي دي.

د افغانستان د اطلاعات او فرهنګ وزارت وایي چې د وروستیو امنیتي ستونزو له امله تر سلو ډېرو خبریالانو له ولایتونو کابل ته پناه راوړې ده.

د هرات په لسګونو مېرمنو د افغان ځواکونو په ملاتړ وسلې را واخیستې

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د هرات په لسګونو مېرمنو په سمبولیک ډول پرون چهارشنبه (د زمري ۱۳مه) وسلې را واخېستې او په دې ډول یې د افغان ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو ملاتړ څرګند کړ.

دا مېرمنې د هرات د پخواني جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان په کور کې راغوندې شوې وې او ویل یې چې دوی دې ته چمتو دي چې د نارینه وو ترڅنګ د هرات د ښار دفاع وکړي.

د دې مېرمنو له ډلې، رقیې او سوسن ازادي راډیو ته وویل: "غواړم دښمن ته دا څرګنده کړم چې زموږ هېواد او خلک یوازې نه دي، موږ ټول سره متحد یوو، طالبان به له هېواده وشړو.

-موږ د امیر صاحب اسماعیل خان ملاتړ کوو، ما له پرون راهیسې د خپل هېواد د یو نیم زر کسانو لپاره ډوډۍ پخه کړې ده."

اسماعیل خان تردې مخکې د هرات له استوګنو غوښتي وو چې د طالبانو د پرمختګ د مخنیوي لپاره منظم شي.

د هرات ښار له امنیتي کمربندونو سره د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

چارواکي: زابل او ننګرهار کې ۳۰ وسله‌والو مخالفانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

ارشیف، د افغان ځواکونو عملیات

افغان امنیتي چارواکي وايي، په زابل او ننګرهار کې یې ۳۰ وسله‌والو مخالفانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

دفاع وزارت وايي، امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ ۲۰ تنه مخالف وسله‌وال د زابل ولایت مرکز ته څېرمه په ترنَک او جلدک سیمو کې په نښه کړل چې ۸ یې ووژل شول او ۱۲ نور ژوبل شول.

له بلې‌خوا د ننګرهار د والي مطبوعاتي دفتر وايي چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې ۶ وسله‌وال طالبان وژلي او ۴ نور یې ټپیان کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې نښته کې دوه سرتېري هم وژل شوي او یو ټپي دی.

طالبانو د دواړو پېښو په اړه څه نه‌دي ویلي.

شېرپور کې د طالبانو د تېرې شپې حمله کې ۸ تنه وژل شوي

د کابل شېرپور سیمه کې د موټربم او وسله‌وال برید سیمه

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، په شېرپور کې د طالبانو د تېرې شپې په حمله کې ۸ تنه وژل شوي دي.

د دې وزارت ویاند میرویس ستانکزي نن/ چهارشنبه وویل چې اکثره وژل شوي ملکي وګړي دي.

ښاغلی ستانکزی زیاتوي: "د کابل په شېرپور سیمه کې د وحشي ترهګرو د حملې په نتیجه کې ۸ تنه شهیدان شوي او تر ۲۰ ډېر نور ژوبل شوي دي. اکثره شهیدان او ټپیان ملکي وګړي دي. د حمله کوونکو شمېر ۵ تنه و چې په ۵ ساعتونو کې د پولیسو د ځانګړې قطعې له لوري ووژل شول."

وسله‌والو طالبانو د دې موټربم او وسله‌وال برید مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې د دوی کسانو د تېرې شپې حمله کړې ځکه چې د برید په ځای کې مهمه غونډه روانه وه.

د ۲۰۹م شاهین قول اردو: د بامیانو لپاره د طالبانو والي وژل شوی

د افغانستان په نقشه کې د بامیانو ولایت

د افغانستان شمال کې د ملي اردو چارواکي وايي چې د بامیان ولایت لپاره یې د وسله والو طالبانو ځانبولی والي وژلی دی.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي ازادي راډیو ته وویل چې مولوي انس د سمنګان ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې په هوايي برید کې ووژل شو.

د ده په ادعا په دې برید کې ۴۰ طالبان وژل شوي او ۱۳ ټپیان شوي دي، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د مولوي انس وژل کېدا رد کړې ده.

چارواکي: کابل کې نننۍ چاودنې ۳ تنه ژوبل کړل؛ پرونی برید طالبانو کړی

کابل کې نننۍ برید

کابل کې نن بله چاودنه وشوه او د لومړنیو راپورونو له مخې، درې تنه په کې ژوبل شوي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامز فرانس پریس اژانس ته ویلي، دا چاودنه د شهیدانو د ورثه وو او معلولانو وزارت ته نژدې شوې او په ترڅ کې یې درې تنه ژوبل شوي دي.

د برید پړه تر اوسه کومې ډلې نه ده منلې.

هاخوا د کورنیو چارو وزارت وايي، په شېرپور کې د طالبانو د تېرې شپې په حمله کې د ۵ بریدګرو په ګډون ۱۳ تنه وژل شوي دي.

د دې وزارت ویاند میرویس ستانکزي نن چهارشنبه (د زمري ۱۳مه) وویل چې اکثره وژل شوي ملکي وګړي دي: "د کابل په شېرپور سیمه کې د وحشي ترهګرو د حملې په نتیجه کې ۸ تنه شهیدان شوي او تر ۲۰ ډېر نور ژوبل شوي دي. اکثره شهیدان او ټپیان ملکي وګړي دي. د حمله کوونکو شمېر ۵ تنه و چې په ۵ ساعتونو کې د پولیسو د ځانګړې قطعې له لوري ووژل شول."

وسله والو طالبانو د دې موټربمي برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې د دوی کسانو د تېرې شپې حمله کړې ځکه چې د برید په ځای کې مهمه غونډه روانه وه.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره: ۳۰ سلنه عواید زیات شوي

ارشیف، د کابل هوايي ډګر

د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، په تېرو څلورو میاشتو کې د تېر لمریز کال د وروستو څلورو میاشتو پرتله یې عواید په سلو کې ۳۰ سلنه زیات شوي دي.

د دغې ادارې د اعلامیې له مخې، د ۱۴۰۰ کال له حمل تر سرطان میاشتې پورې یې ۲،۴ میلیاره افغانۍ عواید ترلاسه کړي چې دا په ټاکلي موده کې د تېرو ۲ کالو د عوايدو تر ټولو لوړه کچه ده.

د ملکي هوايي چلند اداره وايي، که څه هم د کرونا وبا له خپرېدو سره د پروازونو شمېر کم شوی او هم د مسافرو د تګ راتګ کچه ټيټه وه، خو بيا هم د هوايي چلند ادارې د نوي رهبرۍ او همکارانو د هلو ځلو په نتيجه کې د عوايدو کچه لوړه شوې.

د ملکي هوايي چلند اداره داسې مهال د خپلو عواید د زیاتوالي خبره کوي چې دم ګړۍ په افغانستان کې یوه خصوصي او دوه دولتي هوايي شرکتونه فعالیت لري چې دغه شرکتونه د افغانستان له سترو ښارونو سربېره سیمې او نړۍ ته پروازونه کوي او دغه شان د افغانستان له هوايي حریمه له تېریدونکو الوتکو هم عواید ترلاسه کوي.

الکوزی: د توکو د بیو لوړوالي سره-سره د لوږې او قحطۍ هېڅ وېره نشته

د افغانستان د سوداګرۍ خونو فدارسیون رستیال خان جان الکوزی

د افغانستان د سوداګرۍ خونو فدارسیون وايي، که څه هم په بازارونو کې د ځینو خوراکي توکو بیې لوړې شوي، خو په کافي اندازه خوراکي او نور توکي موجود دي.

د دغو خونو مرستیال خان جان الکوزي نن چهارشنبه (د زمري ۱۳مه) ازادي راډیو ته وویل چې په بازارونو کې د بیو له لوړوالي سره ــ سره بیا هم د لوږې او قحطۍ هېڅ وېره نشته: "د افغانستان روان وضعیت په بازار منفي اغېز کړی، لس تر پنځلس سلنه په بازار کې توکي ګران شوي، خو مواد او خوراکي توکي شته او رسېږي، د لوږې هېڅ وېره نشته."

نوموړی زیاتوي چې د بیو د لوړېدو لوی لامل وروستۍ ناامنۍ، په بندرونو کې دوه ځایه محصول اخیستل او د افغانیو په مقابل کې د ډالرو بیې لوړېدل دي.

د یادونې وړ ده چې د توکو د بیو د لوړوالي له امله مخکې له دې یو شمېر خلکو له ازادي راډیو سره خپلې اندېښنې شریکې کړې وې.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو پر بنسټ په کندز کې شېرخان بندر، تخار کې ای خانم، په هرات کې تورغونډۍ او اسلام قلعه، په فراه کې ابو نصر فراهي او په پکتيا کې ډنډ پټان سوداګریز بندر د طالبانو لاسته لوېدلي او د افغانستان مالیې وزارت ویلي چې په دغو بندرونو کې فعالیت نه لري.

چارواکي: جلال اباد کې د ښځینه واکسیناتورانو مشکوک قاتل نیول شوی

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو په مرکز جلال اباد کې د ښځینه واکسیناتورانو مشکوک قاتل نیولی دی.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې چې نن چهارشنبې خپور شو ویلي، تورن کس په بهسودو ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو د شپنیو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوی دی.

روان کال د وري یا حمل په ۱۰مه نېټه په جلال‌اباد ښار کې درې واکسیناتورانې د ناپېژانده وسله‌والو په ډزو ووژل شوې.

د ننګرهار ولایت د مطبوعاتي دفتر په بیان کې راغلي دي چې نیول شوی تورن، د اسلامي دولت ډلې یا داعش د هدفي وژنو غړی و او په لومړنیو تحقیقاتو کې هم په جلال اباد کې د ښځینه واکسیناتورانو په وژنه کې دخیل پېژندل شوی و.

د روان وضعیت په اړه له ملګرو ملتونو نه د افغانستان غوښتنه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر له خپل هندي سیال اېس جی شنکر سره ټیلیفوني خبرې کړي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د روان حالت په اړه د بحث لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ځانګړې غونډې د جوړېدو غوښتنه کړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر دا غوښتنه پرون سې شنبې له خپله هندي سیال اېس جی شنکر سره په ټیلیفوني خبرو کې وکړه.

هند اوس مهال د امنیت شورا دوره يي مشري کوي.

د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي دي چې ښاغلي اتمر د هغو بریدونو په اړه چې د افغانستان د عام ولس د وژنې او بې ځایه کېدو لامل کېږي له خپل هندي سیال سره خبرې وکړې.

بیان زیاتوي چې ښاغلي اتمر په افغانستان کې له بهرنیو جنګیالیو او ترهګرو ډلو سره په همغږۍ کې د طالبانو حملې جنګي جنایت وباله او د دې ناورین د دوام په اړه یې خبرداری ورکړ.

په بیان کې راغلي دي چې د هند د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي شنکر هم په افغانستان کې د طالبانو او تروریستي ډلو له خوا د تاوتریخوالي، ناامنیو او له بشري حقونو د سرغړونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ چې د افغانستان په اړه د امنیت شورا د ځانګړې غونډې د جوړېدو د وړاندیز په اړه به غور او سلامشورې وکړي.

چارواکي: کابل کې د تېرې شپې حمله د ۴ بریدګرو په وژلو پای ته ورسېده

کابل کې د تېرې شپې د برید سیمه

د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل په شیرپور کې د افغانستان د سرپرست دفاع وزیر د کور مخې ته د تېرې شپې برید د څلورو بریدګرو په مړینه پای ته ورسېد.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په دې پېښه کې نورو خلکو ته زیان نه دی اوښتی. خو سرپرست دفاع وزیر بسم الله محمدي تېره شپه ناوخته رسنیو ته په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې په برید کې څو سرتېري ټپیان شوي دي.

محمدي زیاته کړه: "په دې پېښه کې د خدای په مرحمت زه او زما د کورنۍ غړي نه یو زیانمن شوي. خو له بده مرغه زما یو شمېر ساتونکي ټپیان شوي دي."

فرانس پرېس خبري اژانس د امنیتي او روغتیايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې په دې برید کې څلور کسان وژل شوي او نژدې شل نور کسان ټپیان دي.

د دې برید مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG