د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

د طالبانو حکومت په ننګرهار کې خپلو مسوولينو ته: له تصويري رسنيو سره مرکې ونه‌کړئ


له ارشيفه د يو ټلوېزيون د نشراتو خونه
له ارشيفه د يو ټلوېزيون د نشراتو خونه

د طالبانو حکومت له‌خوا پر خبریالانو او رسنیو د محدودیتونو په دوام، تازه دوی په ننگرهار کې خپلو ولایتي مسوولینو ته امر کړی چې له تصویري رسنیو سره مرکه ونه‌کړي.

د افغانستان د ژورنالېستانو د ملاتړ سازمان (ای‌جی‌ايس‌او) د پنج‌شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د طالبانو د دې پرېکړې په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې او دا یې د رسنیو د ازادۍ په وړاندې بل جدي ګام بللی دی.

"په ننگرهار کې پر رسنیو او خبریالانو محدودیتونه لګېدلي او دا واقعاً د اندېښنې وړ ده.
ننګرهار کې يو خبريال

د دې سازمان په خبره، د اوسني حاکمیت دا اقدام د بیان ازادۍ او د معلوماتو د لاس‌رسي حق ته زیان رسوي.

دغه‌راز ياد سازمان ويلي، دا کار نه یوازې د رسنیو او خبریالانو کار ستونزمنوي، بلکې د خلکو له حقونو هم سرغړونه ده او د خپل هېواد او نړۍ په اړه د دقیقو او معتبرو معلوماتو ترلاسه کولو په برخه کې د دوی مخه ډب کوي.

په ننگرهار کې یوشمېر خبریالان هم د دې موضوع په تایید سره، د طالبانو دا اقدام د اندېښنې وړ ګڼي او وایي چې، ورځ تر بلې زیاتېدونکو محدودیتونو دوی ته خبر رسونه ستونزمنه کړې ده.

د ننگرهار د یوې محلي رسنۍ یو خبریال، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه‌‌غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي، د غږ د بدلون په شرط ازادي راډیو ته وویل: "په ننگرهار کې پر رسنیو او خبریالانو محدودیتونه لګېدلي او دا واقعاً د اندېښنې وړ ده. دې محدودیتونو خبریالان له ستونزو سره مخ کړي دي. زما غوښتنه د یو خبریال په توګه له حکومت (طالبانو) څخه دا ده چې دا محدودیتونه لرې کړي."

پر ټلوېزيون د طالبانو محدوديتونه تر اوسه په کندهار، تخار، بادغیس او هلمند ولایتونو کې په رسنیو او خبریالانو عملي شوي او دوی ویلي چې نورو ولایتونو کې به یې هم پلي کړي.
پر ټلوېزيون د طالبانو محدوديتونه تر اوسه په کندهار، تخار، بادغیس او هلمند ولایتونو کې په رسنیو او خبریالانو عملي شوي او دوی ویلي چې نورو ولایتونو کې به یې هم پلي کړي.

په ننگرهار کې د یوې بلې تصویري رسنۍ خبریال هم، د طالبانو له‌‌خوا د دې محدودیتونو د لرې کېدو غوښتنه وکړه.

دې خبریال چې ده هم نه‌‌غوښتل د ورته ستونزې له امله یې نوم په راپور کې یاد شي، ازادي راډیو ته وویل: "د ننگرهار ولایتي چارواکو په یوه اعلامیه کې د ویډیو او عکس اخیستل منع کړي. دې کار په ننگرهار کې خبریالان په اندېښنه کې اچولي او د دې محدودیت د لرې کېدو غوښتنه کوي."

دا په‌‌داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت دغه‌‌شان په ننگرهار کې خپلو ادارو ته هم امر کړی چې عکسونه او ویډیوګانې خپرې نه‌کړي.

د افغانستان د ژورنالېستانو مرکز د چهارشنبې په ورځ په‌‌دې اړه وویل، دا کار په ننگرهار کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له‌‌‌خوا ترسره شوی دی.

وروسته له هغې چې د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر د نوي قانون تر اعلانېدلو وروسته چې په‌‌‌‌‌‌کې د رسنیو له‌‌‌خوا د ژوندي موجوداتو پر تصویرونو د بندیز خبره هم راغلې ده، تر اوسه دغه محدودیتونه په کندهار، تخار، بادغیس او هلمند ولایتونو کې په رسنیو او خبریالانو عملي شوي او دوی ویلي چې نورو ولایتونو کې به یې هم پلي کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG