د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۰ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۵

ارزګان کې د بارتنګو کرکيله؛ کروندګر يې له حاصلاتو خوښ دي


د ارزګان يو کروندګر - تصویر له ارشيفه
د ارزګان يو کروندګر - تصویر له ارشيفه

د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې د بارتنګو کروندو زیاتوالی موندلی او بزګران د دې بوټي د کښت په ګټه باور لري.

۲۷ کلن رازمحمد چې اوس‌مهال د خپلې ځمکې په خړوبولو بوخت دی، سږکال يې پر خپله شاوخوا یو جریب ځمکه د بارتنګو کښت کړی دی.

"د بارتنګو کښت زموږ لپاره خورا ګټور دی. پخوا به زموږ د حاصلاتو عاید دومره نه و، خو د بارتنګو له کرکيلي وروسته زموږ ګټه زیاته شوې ده.
عبدالرحيم ارزګان کې يو کروندګر

دی وايي، مخکې يې د نورو حبوباتو کرونده کوله، خو کله چې يې د بارتنګو کرکیله پیل کړه، ډېر ښه حاصل يې ترلاسه کړ.

هغه ازادي راډيو ته وويل: "ما مخکې د نورو حبوباتو کرونده کوله، خو کله مې چې د بارتنګو کرکیله پیل کړه، ډېر ښه حاصل مې ترلاسه کړ. د دې بوټي بیه هم مناسبه ده او له یو جریب ځمکې څخه شاوخوا لک افغانۍ عاید ترلاسه کوم."

نوموړی زیاتوي چې د بارتنګو کښت د لږو اوبو په کارولو سره ترسره کېږي، چې د وچکالۍ په شرایطو کې یو ښه بدیل دی.

عبدالرحيم چې يو بل کروندګر چې له خپلې ځمکې حاصل ټولوي وايي، د بارتنګو د کښت په یوه کال کې څوځلې حاصل ورکوي.

هغه وايي: "د بارتنګو کښت زموږ لپاره خورا ګټور دی. پخوا به زموږ د حاصلاتو عاید دومره نه و، خو د بارتنګو له کرکيلي وروسته زموږ ګټه زیاته شوې ده. د دې کښت له امله زموږ کورنۍ ته یو ثابت عاید ترلاسه کېږي او د کورنیو لګښتونو لپاره مو ډېرې اسانتیاوې برابرې شوي دي."

کروندګر وايي، دا بوټی د نورو فصلونو په پرتله لږو اوبه ته اړتیا لري، چې د وچکالۍ په سیمو کې د کښت لپاره یو ښه انتخاب دی.
کروندګر وايي، دا بوټی د نورو فصلونو په پرتله لږو اوبه ته اړتیا لري، چې د وچکالۍ په سیمو کې د کښت لپاره یو ښه انتخاب دی.

کرنیز کارپوه انجنیر صدیق‌الله وایي، بارتنګ نه یوازې اقتصادي ګټې لري، بلکې د کرنې په چاپيریال کې هم ګټور دی.

نوموړی وايي، دا بوټی د نورو فصلونو په پرتله لږو اوبه ته اړتیا لري، چې د وچکالۍ په سیمو کې د کښت لپاره یو ښه انتخاب دی.

هغه ازادي راډيو ته وويل: "د ارزګان د هوا ځانګړې وچې او سړې ځانګړتیاوې د بارتنګو لپاره ډېره مناسبه ده. دا بوټی د لږو اوبو او لږو کیمیاوي سرو ته اړتیا لري.

همدارنګه بارتنګ د خاورې د زرخیزۍ د ساتلو لپاره ګټور دی، ځکه چې د دې بوټي ریښې د ځمکې دننه عضوي مواد زیاتوي، چې په‌دې سره د خاورې کیفیت ښه کېږي."

د ارزګان د کرنې ریاست ویاند عبدالمان فاروقي وايي، د کرنې ریاست د بزګرانو د ملاتړ لپاره هڅه کوي چې د بارتنګو د کرکیلي د پراختیا لپاره د تخمونو، روزنیزو پروګرامونو او کرنیزو وسایلو مرسته وکړي.

نوموړی وايي: "په ارزګان کې د بارتنګو د کرکيلي وده زموږ د سیمې بزګرانو لپاره یو لوی پرمختګ دی. موږ هڅه کوو چې بزګرانو ته د بارتنګو د کرکيلي په اړه روزنه ورکړو او د کرنې پرمختللو تخنیکونو ته یې وهڅوو. سږکال د بارتنګو د کرکيلي لپاره په زیاتو سیمو کې زمینه برابره شوې او د بزګرانو شمېر زیات شوی دی چې دا بوټی کر کوي."

د بارتنګو کرکیله اوس‌مهال ډېره د ارزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې کېږي چې بزګران ورڅخه خوشحاله دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG