د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۰ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۱

کندهار کې د پنبې حاصلات؛ کروندګر: د بې‌‌وخته ورښتونو له امله مو حاصلات کم او بازار هم نه‌لري


د کندهار له کروندو د پنبې حاصلاتو ټولولو يو انځور
د کندهار له کروندو د پنبې حاصلاتو ټولولو يو انځور

په کندهار کې د پنبې کروندګر وايي چې، سږکال یې د اقلیمي بدلونونو له امله حاصلات کم دي.

د دوی په وینا، د بې‌وخته بارانونو او سختې ګرمۍ له امله کرنې ته زیان اوښتی او دوی اړ شول چې ناوخته کرنه پیل کړي.

"د پنبې بیې ټیټې دي، موږ ته کومه ګټه نه‌‌کوي. ټوله کال مو خواري او زحمت په کښلی، روزانه ګټه هم نه جوړوي، بزګري خو پرېږده."
محمود، د پنبې يو کروندګر

د کندهار د دامان ولسوالۍ په منډیثار سیمه کې عبدالکافي سهار د لمر له راختلو سره سم په خپله ځمکه کې د پنبې ټولولو کار پیلوي.

عبدالکافي وایي، سږکال یې د بې‌وخته بارانونو له امله کرنه ناوخته ترسره کړه او وروسته د ګرمي هوا او د اوبو کموالي یې حاصلاتو ته زیان واړاوه.

هغه ازادي راډيو ته وويل: "سږ کال یو خوا بارانونه وو چې کښت یې ناوخته کړ، بیا چې مو پنبه کښېښوده، ضعیفه وه. امبارونه مو هم ورکړه، ډېر لګښتونه مو پرې و شول، بیا ګرمي راغله او کښتونه مو تږې شول."

په کندهار کې د کروندګرو لپاره د پنبې کرنه اسانه ده، ځکه چې د مېوو او نورو کرنیزو حاصلاتو په پرتله د ساتلو وړتیا لري او په بازار کې په اسانه پلورل کېږي.

خو سږکال په مارکېټ کې د پنبې نرخونه ټیټ دي او ډېرو کروندګرو ته د کال ټول لګښت نه‌‌شي ور پوره کولای.

کروندګر وايي، سږ کال له يوې خوا حاصلات کم دي، بل پلو د پنبې بيه ارزانه ده چې دوی ته په زيان تماميږي.
کروندګر وايي، سږ کال له يوې خوا حاصلات کم دي، بل پلو د پنبې بيه ارزانه ده چې دوی ته په زيان تماميږي.

محمود او عبدالشافي چې دوه نور کروندګر دي وايي، د طالبانو حکومت باید د دوی د پنبې لپاره مناسب بازار پیدا کړي.

محمود زیاتوي: "د پنبې بیې ټیټې دي، موږ ته کومه ګټه نه‌‌کوي. ټوله کال مو خواري او زحمت په کښلی، روزانه ګټه هم نه جوړوي، بزګري خو پرېږده."

دغه‌راز عبدالشافي وايي: "موږ له حکومته غوښتنه کوو چې د پنبې لپاره مناسب نرخ وټاکي، ځکه چې کله حاصلات ډېر وي، کارخانې یې په نیمه بیه اخلي. ځینې وختونه وايي چې پنبه پاکه نه‌‌ده او نه‌یې اخلي."

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، سږکال په دغه ولایت کې پر شاوخوا ۲۰۰۰ هکټاره ځمکه د پنبې کښتونه شوي او تمه ده چې شاوخوا ۸۰۰۰ میټرک ټنه پنبه به ترې ترلاسه شي.

کندهار کې د پنبې حاصلات.
کندهار کې د پنبې حاصلات.

د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین زیاتوي، وزارت یې هڅه کوي ترڅو د پنبې صادراتو ته زمینه برابره کړي او سږکال چین ته هم د پنبې د صادراتو پلان لري.

د کندهار د صنعت او معادن خونې د معلوماتو له‌مخې، د جنوبي حوزې د ټولو ولایتونو ټوله پنبه په کندهار کې د پنبې په ۴۰ فابریکو کې پروسس کېږي چې، یوازې تېر کال ۶۰۰ زره ټنه پنبه پروسس شوې، چې له خالصې پنبې څخه غوړي او د حیواناتو خوراکه هم تولید شوي دي.

د صنعت او معدن خونې د مسوولینو په وینا، له‌دې جملې ۱۵۰ زره ټنه پروسس شوې پنبه پاکستان ته صادره شوې وه او دوی هڅه کوي چې د پنبې لپاره نړیوال بازارونه پیدا کړي، ترڅو کروندګر د پنبې د خرڅلاو له لارې ښه عاید ترلاسه کړي.

  • 16x9 Image

    محمد صادق رښتينى

    صادق رښتینی (په انګرېزۍ کې: Sadiq Rishtinai) د ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی، چې د افغانستان له جنوبي ولایتونو راپورونه ورکوي. 

    نوموړی له ۲۰۱۰م کال راهیسې له ازادۍ راډیو سره کار کوي. 

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG