د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۰ لړم ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۵

بامیان کې د کچالو د حاصلاتو زیاتوالی؛ یو شمېر بزګران: د بازار نشتوالي له کبله یې په ټیټه بیه پلورو


ارشیف: په بامیان کې بزګران له کروندو د کچالو د راایستلو او بسته بندۍ پر مهال لیدل کېږي.
ارشیف: په بامیان کې بزګران له کروندو د کچالو د راایستلو او بسته بندۍ پر مهال لیدل کېږي.

په بامیان ولایت کې یو شمېر بزګران وايي چې سږ کال د کچالو حاصلات زیات دي ، خو د بازار د نشتوالي له امله اړ دي چې په ټيټه بیه یې وپلوري.

په بامیان ولایت کې د کچالو د راټولولو د موسم په رارسېدو سره، یو شمېر کروندګر د دې محصول د بیو له تيټوالي شکایت کوي.

عرش الاحمد، چې د دې ولایت یو بزګر دی، له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې حاصلات ښه او د قناعت وړ دي، خو لازم بازار ورته نه‌شته.

عرش وايي: یوازې په افغانستان کې نږدې ولایتونو ته له بامیان څخه کچالو صادرېږي.

عرش الاحمد، چې د دې ولایت یو بزګر دی، له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "نرخ ډېر ټیټ دی، ځکه بازار نه‌شته، یوازې په افغانستان کې نږدې ولایتونو ته له بامیان څخه کچالو صادرېږي، هیله لرم چې بهر ته، هغو هېوادونو ته چې افغانستان ته نېږدې دي، صادر شي."

په دغه ولایت کې کروندګر وايي، سړې خونې هم نه لري چې کچالو او خپل نور محصولات په کې خوندي او له خرابېدو یې وژغوري.

دروېش په بامیانو ولایت کې بل کروندګر دی.

هغه وايي: "ډېرې لږې سړې خونې شته او هغه هم یوازې د شتمنو کسانو دي، که په جمهوري نظام کې د کرنې وزارت کومې پروژې پلې کړې وې، زموږ په سیمو کې خو هیڅوک سړې خونې نه‌لري، شته سړې خونې هم لږې او غير معياري دي."

د بامیان ولايت بزګران وايي، اوسمهال په دغه ولایت کې یو من کچالو (اووه کیلو) له ۶۰ تر ۸۰ افغانیو پورې پورې پلورل کېږي، په داسې حال کې چې د دوی په خبره مخکې د یو من کچالو بیه په دغه ولایت له ۱۶۰ تر ۱۸۰ افغانیو پورې وه.

د افغانستان تر ټولو ډېر کچالو له بامیان ولایت څخه ترلاسه کېږي او د راپورونو له مخې، د دې ولایت بزګران هر کال په زرګونه ټنه د کچالو حاصلات راټولوي.
د افغانستان تر ټولو ډېر کچالو له بامیان ولایت څخه ترلاسه کېږي او د راپورونو له مخې، د دې ولایت بزګران هر کال په زرګونه ټنه د کچالو حاصلات راټولوي.

د طالبانو حکومت د بامیان د کرنې رئیس عبدالجبار خالد تېره اوونۍ په دې ولایت کې له یوه محلي تلوېزیون سره په مرکه کې ویلي چې په بامیان کې پر شاوخوا ۱۷۵۰۷ هکتاره ځمکه کچالو کرل شوي او له دې څخه تر ۲۴۰زره متریک ټنه زیات حاصلات راټول شوي دي.

مخکې کلونو کې د افغانستان کچالو پاکستان ته صادرېدل او په هغه هېواد کې يې ښه پېرېدونکي لرل، خو سږ کال د افغانستان د مېوو او سبزیو د موسم په رارسېدو سره، پاکستان نه یوازې د ګمرکي تعرفو کچه لوړه کړه، بلکې د بېلابېلو لاملونو له امله یې د افغانستان د صادراتو پر وړاندې خنډونه جوړ کړل چې افغان بزګرانو او سوداګرو ته ستر مالي زیانونه واوښتل.

د يادولو ده چې د افغانستان تر ټولو ډېر کچالو له بامیان ولایت څخه ترلاسه کېږي او د راپورونو له مخې، د دې ولایت بزګران هر کال په زرګونه ټنه د کچالو حاصلات راټولوي.

د یادونې ده چې کچالو د مهمو خوراکي ځانګړونو له امله یې او دا چې په بېلابېلو ډولونو پخېږي، په خپله افغانستان کې دننه هم ډېر مصروفونکي لري.

XS
SM
MD
LG