د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۵

بامیان کې د کچالو او پیازو ۱۶ سړې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې


د بامیان ولایت نقشه
د بامیان ولایت نقشه

په بامیان و لایت کې د کچالو او پیازو ۱۶ صفر انرژۍ سړې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل، چې دغه خونې د بامیان په کهمرد ولسوالۍ کې د کرنیز محصولاتو د مدیریت پروژې پر مټ د نږدې اته میلیونه افغانیو په لګښت جوړې شوې دي.

هغه زیاته کړه: "په بامیان ولایت کې د کچالو او پیازو د ساتنې ۱۶ صفر انرژۍ سړې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې، ټاکل شوې چې په راتلونکې یوه میاشتې کې به په دغه ولایت کې ۱۳۹ نورې سړې خونې هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، چې هره خونه کې به ۱۲ ټنه کچالو ساتلو ظرفیت لري."

د ښاغلي رستمي په خبره، روان کال په بامیانو ولایت کې د کچالوو درې لکه اتیا زره ټنه حاصلات تر لاسه شوي دي.

یاد وزارت په پلان کې لري، چې په بامیان، میدان وردګ، غور، کابل، بادغیس او یو شمېر نورو هغه ولایتونو کې چې کچالو په کې زیات کرل کېږي شااوخوا ۲۵۰۰ سړې خونې جوړې کړي.

XS
SM
MD
LG