د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۸

د کرنې وزارت بزګرو ته لږ تر لږه یولک ډالره پور ورکوي




راپور: ګل مینه "یوسفزۍ"

د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې؛ بزګرو ته د پورونو ورکولو پروګرام یې په هېواد کې د کرنې په برخه کې له ځینو مهمو پروژو سره مرسته کړې ده.

د کرنې د وزارت ویاند مجید قرار ازادي راډیو ته وویل چې؛ دا پورونه انفرادي بزګرو ته نه، بلکې د بزګرو بنسټونو، اتحادیو او کوپراتیفونو ته ورکوي.

په عین حال کې د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مسوولین وايي چې؛ د دې پورونو پر ځای باید د ابولګولو سیستم ته کار وشي.

د دې خونې مرستیال خانجان الکوزي ازادی راډیو ته وویل چې؛ سوداګر ځکه د کرنې په برخه کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي چې؛ د ځمکو بیه لوړه ده او د اوبو زیربناوې هم نشته.

د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي چې؛ په تیرو شاوخوا دوه نیمو کلونو کې یې د کرنې د پراختیا په هدف بزګرو ته پنځه اویا میلیونه ډالره پور ورکړی دی.

دا پورونه د کرنې د پراختیا له صندق څخه چې ټولې سل میلیونه ډالره لري بزګرو ته په انفرادي ډول نه ورکول کېږي بلکې د هغوی اتحادیو، بنسټونو او کوپراتیفونو ته ورکول کېږي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند مجید قرار له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا پروګرام ګټور وباله، ویې ویل د خصوصي سکتور له خوا د ځینو مهمو پروژو له پلي کېدو سره یې مرسته کړې:

"د بیلګې په ډول په ننګرهار کې موږ د مېوې تولیدوونکې اتحادیې ته پورونه ورکړل چې؛ بیا هغوی ځانته کوډونه او نور نیالګي پرې وپېرودل، په بامیان کې د کچالو تولیدوونکو ته قرضه ورکړل شوه په نورو ځایونو کې هغو متشبثینو ته چې هغوی د زراعتي اقتصاد په برخه کې کار کوي پورونه ورکړل شوي، موږ کوښښ کوو چې؛ که یو کس ته هم پور ورکول کېږي د هغې پور د اخیستلو اغېزه باید په خلکو کې خپره شي یا ډېرو خلکو ته یې ګټه ورسېږي."

د ښاغلي قرار په وینا بزګرو ته د پور ورکولو له صندق سره د امریکا د نړېوالې پراختیايي ادارې له خوا مالي مرسته شوې او د بزګرو بنسټونو ته لږ تر لږه یو لک ډالره پور ورکول کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې؛ بزګرو په دې پروګرام کې خپله امانتداري ثابته کړې ډیره برخه پورونه یې بیرته سپارلي دي.

د کرنې وزارت ویاند وايي، که په دې برخه کې پنځه ویش فیصده نوره پانګونه وشي نو دا سیستم به د تل لپاره خود کفا شي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې، ټاکل شوې د پور ورکولو دا پروګرام د کرنې د پراختیا بانک ته انتقال شي؛ چې ټاکل شوې دغه بانک د روان کال تر پایه جوړ شي.

په عین حال کې د سوداګرۍ د خونې مرستیال خانجان الکوزی دا پورونه ګټور بولي، خو وایي چې د دې پر ځای باید د کانالونو جوړولو او د کرنې په برخه کې اساسي کارونو ته توجه شوې وای:

"له داسې پورونه چې ورکول کېږي ښه به و چې؛ یو زیربنایي تاسیساتو ته فکر شوی وای ښه به و، موږ لږ تر لږه باید په افغانستان کې اوس سل غټ کانالونه درلودای، که اوبه نه وي نو هر څومره پورونه که هر شی واخلي هیڅ په درد نه خوري."

ښاغلي الکوزي زیاته کړه، سوداګر ځکه د کرنې په برخه کې ډیره پانګونه نه کوي چې؛ د ځمکو بیه لوړه ده او د زیربناوو د نشتوالي له امله کرنیز محصولات په لوړه بیه تمامیږي.

هغه وایي ترڅو چې، په قوانینو کې تغیر رانشي او د اوبو لګونې لپاره زیر بناوې جوړې نشي سوداګر د کرنې په برخه کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي.

د اقتصادي چارو کتوونکې وايي، افغانستان یو کرنیز هېواد دی او ترڅو چې د کرنې پراختیا ته کار ونه شي، اقتصادي ستونزې به یې کمې نشي.
XS
SM
MD
LG