د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۹ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۴

پر ایران د اسراییلو وروستۍ حمله؛ سلامي: اسراییل به له ترخو عواقبو سره مخامخ شي


د ایران د سپاه پاسداران عومي قوماندان حسین سلامي
د ایران د سپاه پاسداران عومي قوماندان حسین سلامي

د ایران د سپاه پاسداران عومي قوماندان حسین سلامي نن دوشنبه خبرداری ورکړ چې اسراییل به د ایران پر پوځي ساحو د اسراییل د حملو له کبله له ترخو عواقبو سره مخامخ شي.

د ایران تسنیم خبري اژانس د سلامي وینا رااخیستې چې ویلي یې دي چې اسراییل د شنبې په ورځ پر ایران د هوايي حملو له کبله د خپلو شومو اهدافو په ترلاسه کې پاتې راغلی دی.

اسراییل پر خپله خاوره د ایران له‌خوا د اکټوبر د لومړۍ نېټې د حملو په ځواب کې د ایران ځینې پوځي ساحې وویشتلې.

ایران ویلي وو، پر اسراییل یې د توغندیو هغه حمله د ایران له ملاتړه د برخمنو ډلو حماس او حزب‌الله د مشرانو اسماعیل هنیه او حسن نصرالله او د سپاه پاسداران د یوه قوماندان د وژنې په غبرګون کې کړي دي.

د حزب‌الله مشر حسن نصرالله چې څو اوونۍ مخکې د اسراییلو په برید کې ووژل شو.
د حزب‌الله مشر حسن نصرالله چې څو اوونۍ مخکې د اسراییلو په برید کې ووژل شو.

د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو قوماندان عباس نیلفروشان له حسن نصرالله سره یوځای د بیروت په جنوب کې ووژل شو.

په همدې لړ کې عراق پر خپل ګاونډي هېواد ایران د اسراییل له‌خوا د حملو لپاره د عراق د هوايي حریم کارونه غندلې ده.

د امریکا متحد ایالتونه حماس او حزب‌الله ډلې تروریستي سازمانونه ګڼي او اروپايي ټولنې د حزب‌الله ډلې پوځي څانګه د تروریستي سازمانونو په فهرست کې شامله کړې، خو حماس د تروریستي سازمان په توګه پېژني.

بغداد نن دوشنبه وویل چې دغه اعتراض په هغه لیک کې شوی چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش او د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته سپارل شوی دی.

د عراق د حکومت یوه ویاند باسم العوادي ویلي، په لیک کې د اکټوبر پر ۲۶مه، پر ایران د حملې لپاره د عراق له هوايي حریم او حاکمیت د صهیونیستي رژیم سرغړونه غندل شوې ده.

په بل راپور کې ویل شوي چې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي په غزې تړانګه کې د دوه ورځني اوربند او د یرغمل شویو د محدودې تبادلې وړاندیز کړی دی.

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي

د دې وړاندیز هدف په غزه کې د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ تر څه باندې یوه کال جګړې وروسته د بشپړ اوربند ټینګول دي.

دغه وړاندیز د یکشنبې په ورځ وشو چې پر مهال یې په غزه کې د اسراییل له زندانونو د فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې د اسراییل څلور یرغمل شوي کسان خوشې شول.

د مصر ولسمشر په قاهره کې یوه کنفرانس ته وویل، په لسو ورځو کې به په دې باب نورې مذاکرې هم وشي.

ده ونه ویل چې دغه پلان په رسمي ډول اسراییل یا هم حماس ډلې ته سپارل شوی دی که نه.

دا وړاندیز داسې مهال کېږي چې اسراییل د فلسطینیانو په دې قلمرو کې خپل پوځي عملیات شدید کړي دي.

د اسراییل پوځ نن په یوه اعلامیه کې ویلي، د دوی ځواکونو د غزې په شمال کې له کمال عدوان روغتون څخه د چاپې پر مهال د حماس ډلې ۱۰۰ مشکوک غړي نیولي دي.

د پوځ په وینا، له روغتونه د ملکیانو د وتلو پر مهال دغو افراطي وسله‌والو هم د تېښتې هڅه کوله چې ونیول شول او ورسره په روغتون کې دننه وسلې، استخباراتي اسناد او نور شیان ترلاسه شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG