د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۷ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۴

اسراييل د حماس ډلې د مشر يحيی سنوار وژل کېدل تأييد کړل


د حماس ډلې مشر يحی سنوا
د حماس ډلې مشر يحی سنوا

د اسراييل د بهرنيو چارو وزير اسراييل کاتس د پنج‌شنبې په ورځ ناوخته د حماس ډلې د مشر يحيی سنوار وژل کېدل تأييد کړل.

حماس د امريکا متحده‌ايالاتونو او اروپايي ټولنې له لوري د يو ترهګريز سازمان په توګه پېژندل کېږي.

د اسراييل د بهرنيو چارو وزير ويلي، يحيی سنوار د اسراييل د پوځ په عملياتو کې وژل شوی دی.

د اسراييل پوځ هم پر ايکس‌پاڼه يا پخواني ټويټر باندې په يوه لنډ بيان کې ليکلي: "يحيی سنوار حذف شو."

۶۲کلن سنوار د ۲۰۲۳کال د اکتوبر په مياشت کې پر اسراييل د بريد پر پلان جوړونه هم تورن و.

وروسته له هغه چې د حماس د سیاسي څانګې مشر اسماعيل هنيه د روان زېږديز کال د جولای په وروستیو کې د ایران په پلازمېنه تهران کې په یوه حمله کې چې شک کېږي اسراییل به کړې وي ووژل شو، يحيی سنوار د يادې ډلې د لوړ رتبه مشر په توګه وټاکل شو.

XS
SM
MD
LG