د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۳

غزه کې د شاوخوا ۷۰ تنو وژل کېدل؛ اسراييل د لبنان پر پلازمېنه هم بريدونو ته دوام ورکړی


پر لبنان د اسراييل د بريد يو انځور
پر لبنان د اسراييل د بريد يو انځور

په‌داسې حال کې چې په غزه کې د شاوخوا اویا تنو د وژل کېدو ادعا کېږي، د لبنان پر پلازمېنه بیروت کې د اسراییل هوايي او توغندويي بریدونو نن هم دوام وکړ.

د اسراییل پوځ اعلان کړی چې د یک‌شنبې په ورځ یې د لبنان په پلازمېنه بیروت کې د حزب‌الله د استخباراتو پر یوه مرکز او د وسلو د تولید په یوه تر ځمکې لاندې ورکشاپ برید کړی دی.

د اسراییل پوځ په یوه بیان کې ویلي، د دوی جنګي الوتکو د حزب‌الله درې قوماندانان وژلي دي، چې په هغو کې د دې ډلې د جنوبي قوماندانۍ یو جګپوړی غړی عباس سلیمه، د اړیکو ماهر رضا عباس عواضه او احمد علي حسین شامل دي، چې د اسراییلو پوځ په وینا د دې ډلې د ستراتیژیکو وسلو د پراختیا مسوول و.

تر اوسه معلومه نه‌‌‌ده چې دا درې کسان په استخباراتي مرکز کې وژل شوي او که په جلا عملیاتو کې.

حزب‌الله ډلې هم، چې امریکا یې تروریستي او اروپايي اتحادیه یې پوځي څانکه ترهګره بولي، په‌‌دې اړه غبرګون نه‌دی ښودلی.

د لبنان دولتي رسنیو راپور ورکړی چې، د یک‌شنبې په سهار دوو اسراییلي الوتکو په حاره حریک او په حداث کې بریدونه وکړل.

دا سیمې د بیروت د جنوب په ضاحیه کې، چې د حزب‌الله تر کنټرول لاندې ده، موقعیت لري.

د لبنان دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د یک‌شنبې په ورځ د اسراییل دوو هوايي بریدونو د بیروت جنوب په نښه کړ.
د لبنان دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د یک‌شنبې په ورځ د اسراییل دوو هوايي بریدونو د بیروت جنوب په نښه کړ.

د اسراییل پوځ د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د لبنان په جنوب کې یې تونلونه او تر ځمکې لاندې تاسیسات ویجاړ کړي او د جمعې په ورځ یې د حزب‌الله د بنت جبیل سیمې مرستیال قوماندان وژلی دی.

په‌‌داسې حال کې چې د اسراییل پوځ نن (یک‌شنبې) بریدونو ته په ځانګړې توګه د لبنان د جنوب په شاوخوا کې دوام ورکړ، په خپرو شویو راپورونو او ویډیوګانو کې ښودل کېږي چې د لبنان له لوري هم اسراییل ته توغندي ویشتل شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس داسې تصویرونه خپاره کړي، چې له لبنان څخه د اسراییل په شمال کې حیفا بندر ته توغول شوي توغندي ښيي.

په‌‌دې ویډیو کې د خطر زنګونه هم اورېدل کېږي.

د اسراییل پوځ اعلان وکړ چې د یک‌شنبې په ورځ شاوخوا ۷۰ توغندي چې له لبنان څخه اسراییل ته ویشتل شوي وو، کشف او هوايي دفاعي سیستم یې د هغو یو شمېر شنډ کړل.

حزب‌الله د پنج‌شنبې په ورځ ژمنه کړې وه چې له اسراییل سره په جګړه کې به نوی پړاو پیل کړي.

د لبنان دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د یک‌شنبې په ورځ د اسراییل دوو هوايي بریدونو د بیروت جنوب په نښه کړ.

دا بریدونه وروسته له هغه وشول چې د اسراییل پوځ ملکیانو ته خبرداری ورکړ چې د حزب‌الله تر کنټرول لاندې سیمو څخه ووځي او د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو وویل چې، د ایران تر ملاتړ لاندې حزب‌الله د ده د وژلو لپاره د هغه پر استوګنځي د برید هڅه وکړه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG