نړۍ
د لبنان پر ختيځ د اسراييل بريدونه؛ د يو ښاروال په ګډون څلور کسان وژل شوي
د لبنان دولتي رسنۍ وايي، پر ختیځ ښارګوټي بقاع د اسرايیل په تازه حمله کې څلور کسان وژل شوي چې یو یې ښاروال دی.
پهدې حمله کې نن یوه وداني په نښه شوې ده.
د راپور لهمخې په څلورو وژل شویو کې د سحمر ښارګوټي ښاروال حیدر شهلا هم شامل دی.
له کله چې څه باندې کال مخکې په غزه کې د حماس او اسرايیل ترمنځ جګړه پیل شوې، اسرايیل تقریباً هره ورځ د لبنان له حزبالله ډلې سره ډزې تبادله کوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په اسلام اباد کې دی
یوه لور ته ټاکل شوې ده چې نن د امریکا د ولسمشر استازي اسلام اباد ته ورسیږي، بل لور ته د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې داسې پلان تر اوسه نه شته چې عباس عراقچي به له امریکایانو سره ګوري.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي تیره شپه اسلام اباد ته رسیدلی دی.
سپینې ماڼۍ پرون اعلان وکړ چې د ولسمشر ټرمپ ځانګړی استازی سټیف ویټکوف او د هغه سلاکار او زوم جراد کوشنر به د شنبې په ورځ اسلام اباد ته ولاړ شي چې د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره په مخامخ خبرو کې برخه واخلي. د سپینې ماڼۍ په وینا کله چې په دې خبرو کې پرمختګ وشو بیا به د ولسمشر ټرمپ مرستیال جي ډي ونس هم اسلام ته ورشي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، عباس عراقچي به په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره تر لیدو وروسته روسیې او عمان ته سفر وکړي.
امریکایي پلاوی له ایران سره د خبرو لپاره پاکستان ته روان دی
ټاکل شوې ده چې شنبې( د اپریل ۲۵ مه) د امریکا د متحد ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی سټیف ویتکاف او د هغه زوم او سلاکار جراد کوشنر پاکستان ته ولاړ شي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لویت فاکس نیوز ته د جمعې په ورځ یو ساعت وروسته تر دې دا خبره وکړه چې سي این این او رویټرز اژانس خبر ورکړ چې سټیف ویټکاف او جراد کوشنر به په اسلام اباد کې د ایران له بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره د سولې خبرې مخته یوسي.
بل لور ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په ایکسپاڼه کې پرون ناوخته ولیکل چې اسلام اباد ته ځي.
د اوکراین ولسمشر په یوه میاشت کې د دوهم ځل لپاره سعودي عربستان ته ولاړ
د اوکراین ولسمشر د جمعې په ورځ سعودي عربستان ته ولاړ. دا د ایران، اسراییل او امریکا د جګړې له پیل راهیسې سیمې ته د ولادیمیر زیلینسکي دوهم سفر دی.
زیلینسکي د جمعې په ورځ د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره وکتل او ویې ویل چې د دفاع، انرژي او خوراکي موادو د خوندیتوب په تړاو یې خبرې سره کړې دي.
زیلینسکي زیاته کړه چې دواړه لورې هڅه کوي چې لاسلیک شوی امنیتي تړون پراختیا ومومي.
د کییف او ریاض ترمنځ نژدې یوه میاشت مخکې د دفاعي همکاریو تړون لاسلیک شوی و.
عراقچي اسلام اباد ته ځي
تمه ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د جمعې په ماښام اسلام اباد ته ورسیږي.
دا خبره د پاکستان یوې دولتي سرچینې رویټرز ته کړې ده.
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا هم راپور ورکړی چې تمه ده ښاغلی عراقچي د جمعې په ماښام اسلام اباد، مسقط او مسکو ته خپل دوره یي سفر پیل کړي.
ایرنا ویلي د عراقچي د سفر هدف دوه اړخیزې خبرې او په سیمه کې د روانو تحولاتو په اړه بحثونه دي.
اخوا د امریکا دفاع وزیر پيټ هیګسټ ویلي ایران دا موقع درلوده چې له امریکا سره یوه ښه تړون ته ورسیږي.
تمه وه چې تېره اوونۍ اسلام اباد کې د ایران او امریکا دویم دور خبرې وشي خو ایراني پلاوي پکې ګډون ونه کړ او د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي ونس هم اسلام اباد ته سفر ونه کړ.
لبنان د ملګرو ملتو د سوله ساتو ځواکونو د تمدید غوښتنه وکړه
د ملګرو ملتو چارواکو ویلي دي چې لبنان غواړي نړیوال سوله ساتي ځواکونه د اوسني ماموریت تر پایته رسیدو وروسته راتلونکی کال هم په لبنان کې پاتې شي.
د ملګرو ملتو د سرمنشي ویاند ژان پېر لاکروا پنچشنبه( د اپریل ۲۳ مه) وویل چې د ملګرو ملتو امنیت شورا په دې برخه کې د ټولو لارو چارو د ارزونې غوښتنه کړې ده چې ټاکل شوې ده د جون تر لومړۍ نیټې د دې ارزونو پایلي اعلان شي.
د ملګرو ملتو سوله ساتي ځواکونه له ۱۹۷۸ کال څخه د لبنان او اسراییل تر منځ په سرحدي سیمه کې ځای پرځای شوې دي.
ټرمپ په هرمز تنګي کې د ماین اېښودونکو بیړیو د ویشتلو امر وکړ
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر په هرمز تنګي کې د ټولو ایراني ماین ایښودونکو بیړیو د ویشتلو او له منځه وړلو امر وکړ.
ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په خواله رسنۍ تروت سوشل کې ولیکل چې ده د امریکا سمندري ځواکونو ته لارښوونه کړې ده چې په هرمز تنګي کې د ایران ماین ایښودونکې کښتۍ په نښه کړي او له منځه یوسي او په دې کې هیڅ شک ونه کړي.
ولسمشر ټرمپ دا هم وویل چې د امریکا ماین پاکونکي دا اوس هم په هرمز تنګي کې ماینونه شنډوي او دا کار باید ادامه پيدا کړي او دا هڅې باید درې برابره ګړندۍ شي.
واشنګتن پوسټ ورځپاڼې مخکې ادعا کړې وه چې د امریکا دفاع وزارت اټکل کړی چې له ایراني ماینونو د هرمز تنګي د بشپړه پاکولو لپاره شپږ میاشتې وخت پکار دی، خو د امریکا دفاع وزارت دا راپور ناسم وباله.
په نړیوالو بازارونو کې د تیلو بیه کې ۴ سلنه زیاتوالی
دامریکا او ایران ترمینځ د اوربند له ناڅرګند وضعیت وروسته په نړیوالو بازارونو کې د نفتو بیه د پنجشنبه په سهار شاوخوا ۴ سلنه لوړه شوه.
د بازار د معلوماتو په اساس ، دامریکا د وست تګزاس انټرمیډیت د خامو نفتو قرارداد دګرینویچ په وخت په ۰۰:۲۵ بجو ۴.۰۶ سلنه لوړ شو اودهرې بوشکې بیه ۹۶ ډالرو او ۷۳ سنتو ته ورسیده.
دغه راز دشمال دسمندر دبرنت نفتو بیه چې د نړیوالو بازارونو شاخص ګڼل کیږي ۳.۶۲ سلنه لوړه او هره بوشکه ۱۰۵ ډالرو او ۶۳ سنتو ته ورسیده.
خو وروسته لږ راټیټه شوه .
د نفتو په بیو کې دغه بدلون په داسې حال کې رامینځ ته کیږي چې ایران ویلي ترڅو چې ددغه هیواد د بندرونو محاصره نه وي لیرې شوي د هرمز تنګی نه پرانیزي.
اروپایي ټولنې اوکراین ته د ۹۰ میلیارده یورو پور پر ورکړې هوکړه وکړه
اروپایي ټولنې اوکراین ته د ۹۰ میلیارده یورو پور پر ورکړې هوکړه وکړه.
د قبرس دولت چې د اروپایي ټولنې دوره یي مشري ور له غاړې ده د چهارشنبې په ورځ ( د ثور ۲مه) وویل، تمه ده د ټولنې ۲۷ غړي هېوادونه د پنجشنبې تر ماښامه د دې پور لیکلې هوکړه لاسلیک کړي.
دا ګام د هنګري په دولت کې له راغلو سیاسي بدلونونو وروسته اخیستل کیږي.
ټاکل شوې وه چې اروپایي ټولنه تېر کال اوکراین ته د دفاعي بودجې او اقتصادي وړتیا لپاره دغه پور ورکړي، خو هغه مهال هنګري له دې سره هوکړه ونه کړه.
د هنګري پخوانی صدر اعظم ویکتور اوربان د روسیې پلوی و.
هرمز تنګي کې دریو بیړیو باندې نن ډزې شوي
د تجارتي مالونو د انتقال په درې بیړیو باندې په هرمز تنګي کې د چهارشنبې په ورځ ډزې وشوې.
رویترز خبري اژانس دبریتانې د سمندري تجارت او امنیت د ادارې د سرچینو له قوله رپوټ ورکړ چې دلایبریا بیرغ لاندې یوې بیړۍ باندې د عمان په شمال ختیځ کې ډزې شوي دي.
د بیړۍ کاپیتان ویلي چې د ایران یوه توپ لرونکې کوچنۍ کشتۍ دغې بیړۍ ته ورنږدې شوې او ورباندې یې ډزې کړي خو بیړۍ چلوونکو ته زیان نه دی رسیدلی.
دغه راز دیوې یونانۍ کمپنۍ ترادارې لاندې د یوې تجارتي بیړۍ چې ورباندې ډزې شوي کاپیتان یې ویلي چې پیل کې ورته ویل شوي وو چې هرمز تنګي څخه تیریدلای سي.
د بریتانیې د سمندري تجارت او امنیت اداره زیاتوي چې دریمه بیړۍ باندې چې د پاناما تربیرغ لاندې چلیږي د ایران لویځ لوري ته اته سمندري میله لیرې ډزې شوي خو چلوونکو ته یې زیان نه دی اوښتی.
پانامې هغه ایرانی امریکا ته سپارلی چې د چین له لارې ایران ته د توکو په صادارتو تورن دی
پانامې هغه ایرانی تعبه امریکا ته سپارلی چې د چین له لارې ایران ته د توکو په صادارتو تورن دی.
د امریکا عدلیې وزارت ویلي، دغه ایرانی تبعه چې رضا دیندار نومیږي، پانامې تیره اونۍ امریکا ته وسپاره.
د قضايي چارواکو په خبره، ۴۴کلن دیندار د دوشنبې په ورځ د سیاټل په محکمه کې حاضر شوی دی.
دیندار د هغې شبکې په چلولو تورن دی چې له متحده ایالاتو څخه یې توکي اخیستل او د چین له لارې یې ایران ته لیږدول.
د واشنګټن د لویدیځې سیمې د څارنوالۍ دفتر ویلي، رضا دیندار ایران ته د ۹۷زرو او ۶۰۰ ډالرو په ارزښت د توکو په چاقاق، د پیسو په مېنځلو، د صادراتو لپاره د جعلي اسنادو د جوړولو په ګډون په نهوو قضیو کې تورن دی.
د څارنوالۍ په ټکو، که هغه محکوم شي نو شل کلن بند به تیروي.
امریکايي چارواکي وايي، د رضا دغه اقدامات پر ایران د امریکا له خوا د لګول شویو بندیزونو څخه سرغړونه ده.
امریکا په ۱۹۹۰کال کې ایران ته د توکو، ټکنالوژۍ او خدمتونو پر مستقیم او غیرمستقیم صادراتو بندیز ولګوه چې په ۲۰۰۱ کال کې نافذ شو.