د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

د اسراييل د صدراعظم پر کور بې‌پيلوټه الوتکه توغول شوې، اسراييل وايي مرګ‌ژوبله نه‌لري


د اسراييل امنيتي ځواک
د اسراييل امنيتي ځواک

د اسرايیل حکومت وايي، نن شنبه د صدراعظم بنیامین نتنیاهو د کور پر خوا یوه بې‌پيلوته الوتکه توغول شوې ده.

د اسرايیل حکومت وايي، دغه بې‌پيلوټه الوتکه د صدراعظم بنیامین نتنیاهو د کور پر لوري نن توغول شوې، خو مرګ‌ژوبله یې نه‌ده اړولې.

په اسرايیل کې نن سهار وختي د لبنان له لوري د انداختونو د خطر زنګونه وغږول شول.

په اسرايیل کې نن سهار وختي د لبنان له لوري د انداختونو د خطر زنګونه وغږول شول.

د اسرايیل حکومت ویلي، یوه بې‌پيلوټه الوتکه په قیساریه ساحه کې د صدراعظم بنیامین نتنیاهو د کور پر لوري توغول شوې وه، چې نه نتنیاهو او نه یې مېرمنه هغه وخت په کور کې وه او په پېښه کې چا ته مرګ‌ژوبله نه‌ده اوښتې.

دا پېښه داسې وخت شوې چې د ایران له ملاتړه د برخمنې حماس ډلې له متحدې ډلې حزب‌‌‌الله سره د اسرايیل جګړه په وروستیو اوونیو کې سخته شوې ده.

په سپټمبر میاشت کې بیا د یمن حوثي یاغیانو د بن ګورین هوايي ډګر پر لوري هغه وخت یو بالستیک توغندی ویشتلی و، چې د نتنیاهو الوتکه په کښېناستو وه، د هغه میزاییل مخه نیول شوې وه.

په همدې حال کې د ایران رهبر ایت‌الله علي خامنه‌اي ژمنه کړې چې د حماس ډلې د لوړ رتبه مشر یحیی سنوار له وژل کېدو سره-سره به حماس ډله د اسرايیل په وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

خامنه‌اي پرون جمعه ویلي، د سنوار مړینه دردوونکې ضایعه وه، خو د ده په وینا حماس د خپلو نورو مشرانو له وژل کېدو وروسته هم خپلې مبارزې ته دوام ورکړی دی.

د امریکا متحده‌ایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس، یو تروریستي سازمان ګڼي.

سنوار چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسرايیل د ناڅاپي حملې اصلي طراح ګڼل کېږي، تېره پنج‌شنبه ووژل شو.

د ايران مذهبي مشر ايات‌الله علي خامنه‌يي او د حماس وژل شوی مشر يحيی سنوار
د ايران مذهبي مشر ايات‌الله علي خامنه‌يي او د حماس وژل شوی مشر يحيی سنوار

پر اسرايیل هغه حمله په غزې تړانګه کې د اسرايیل او حماس ترمنځ د جګړې د پیل سبب شوه.

د اسوشېټېډ پریس خبري اژانس خبریال د روغتونونو د چارواکو په وینا راپور ورکړی، چې په غزه کې د اسرايیل په څو تازه حملو کې د ماشومانو په ګډون ۲۱ کسان وژل شوي دي.

په همدې حال کې د لبنان حزب‌‌الله ډلې نن ویلي چې، د اسرايیل د شمالي ښار حیفا پر لوري یې، د لبنان په جنوب کې د حزب‌‌الله پر قوي مورچلونو د اسرايیل د حملو په ځواب کې توغندي ویشتلي دي.

دغه راز د لبنان روغتیا وزارت نن شنبه ویلي د پلازمېنې بیروت په شمال کې د اسرايیل په حمله کې ۲ کسان وژل شوي دي.

دغه وزارت وايي، په جونیه کې د دې حملې هدف یو موټر و.

د امریکا متحده‌‌‌ایالتونه، د ایران له ملاتړه برخمنه حزب‌الله ډله د یوه ترهګریز سازمان په توګه پېژني او اروپايي ټولنې د دې ډلې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.

د حزب‌الله سیاسي څانګه د لبنان په پارلمان کې ځینې څوکۍ هم لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG