د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۵ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۳

نړۍ

غزه کې پر يوه روغتون د اسراييل بريد؛ لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي

پر غزه د اسراييل بريد
پر غزه د اسراييل بريد

نن سهار د غزې تړانګې د یوه روغتون پر انګړ د اسرايیل په هوايي حمله کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او د خېمو په هغه کمپ کې د اورلګېدو سبب شوه، چې د جګړو بې‌ځایه شویو په‌کې پناه اخیستې وه.

د فلسطینیانو روغتیايي سرچینې وايي، په پېښه کې تر شلو زیاتو کسانو بدنونه په اور سوځېدلي دي.

د اسوشېټېډ پریس اژانس د خبر له‌مخې، د اسرايیل پوځ د اسنادو او شواهدو له وړاندې کولو پرته ویلي، په حمله کې یې هغه افراطي وسله‌وال په نښه کړي، چې په ملکیانو کې پټ شوي وو.

دغه پوځ په وروستیو کې له ګوڼه ګوڼې ځک پناه ځایونه او د خېمو پر کمپونو په وار-وار حملې کړي او ادعا یې کړې، چې له دغو ځایونو د حماس ډلې چې د امریکا متحده‌ایالتونه او اروپايي ټولنه یې تروریستي سازمان ګڼي، غړو د حملو لپاره کار اخیست.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

امريکا پر بيروت د اسراييل له هوايي بريدونو سره مخالفت ښودلی

پر بيروت د اسراييل بريد
پر بيروت د اسراييل بريد

په بیروت کې د مرګ‌ژوبلو د زیاتېدو او د ایران د ښکېلتیا په صورت کې د جګړې د پراخېدو له امله، امریکا چې د اسراییل نژدې متحد دی، د سه‌شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د بیروت په هوايي بریدونو کې د اسراییل له وروستیو پراخو حملو سره مخالفت دی.

د ملګروملتونو د کډوالو ادارې په وینا، د اسراییل پوځ په تېرو دوو اوونیو کې د لبنان د جنوب له څلورمې برخې څخه زیاتو خلکو ته له خپلو کورونو څخه د وتلو امر کړی دی.

اسراییل وایي چې، د لبنان پر جنوب یې د حزب‌الله د شړلو لپاره بریدونه پیل کړي دي.

امریکا، حزب‌الله يوه تروریستي ډله بولي او اروپايي اتحاديې د دې ډلې پوځي څانګه د تروریستي ډلو په لېست کې شامله کړې ده.

ځینې لوېدیځ هېوادونه پر اسراییل فشار راوړي چې په لبنان او غزه کې اوربند ومني، خو بیا هم متحده‌ایالتونه وایي چې د اسراییل ملاتړ ته به دوام ورکړي.

په تېرو څو اوونیو کې یې د اسراییل لپاره د یوه توغندوی ضد دفاعي سیستم په برابرولو او د خپلو سرتېرو په استولو سره خپله دغه ژمنه پوره کړې ده.

ترکيې پر اسراييل د نړيوالو بنديزونو غوښتنه وکړه

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د منځني ختیځ د شخړو په خاطر د اسراییل پر ضد د نړیوالو بندیزونو او له‌‌دې هېواد سره د نړیوالې ټولنې د ملاتړ د پرې کولو غوښتنه وکړه.

هاکان فیدان پرون (سه‌شنبې) د خپل هېواد د واکمن ګوند له استازو سره د فلسطین په اړه په غونډه کې وویل، باید نور د خبرو او ډیپلوماسۍ له پولو هاخوا لاړ شي او پر اسراییل باید بندیز ولګول شي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د سه‌شنبې په ورځ له خپل اردني سیال ایمن الصفدي سره په کتنه کې وویل: "نن ورځ اسراییل د نړیوالې سولې او امنیت لپاره پر اصلي ګواښ بدل شوی دی، خو اسراییل دغه جرم په یوازې سر نه ترسره کوي."

نوموړي زیاته کړه چې، ځینې هېوادونه شته چې د اسراییل ملاتړ کوي او وسلې ورکوي.

امريکايي چارواکي: اسراييل د ايران پر اټومي تاسيساتو او د تېلو پر چاڼ‌ځايونو بريدونه نه‌کوي

د ايران اټومي پروګرام
د ايران اټومي پروګرام

د امریکا دوو جګپوړو چارواکو اسوشیټید پریس خبري اژانس ته ویلي، د جو بایډن حکومت ډاډ ترلاسه کړی چې اسراییل به د غچ اخیستونکو بریدونو په ترڅ کې د ایران پر اتومي تاسیساتو او د تېلو پر چاڼ‌ځایونو برید ونه‌کړي.

په دغه راپور کې ویل شوي، واشنګټن باور لري چې په اسراییل کې د "تاد" د دفاعي سیستم ځای پر ځای کول او هلته د دغه سیسټم لپاره د نژدې ۱۰۰ امریکایي سرتېرو استول، د ایران د متقابلو بریدونو په اړه د اسراییل اندېښنې تر یوه بریده کمې کړي دي.

پنتاګون د یک‌شنبې په ورځ اعلان وکړ چې، د جو بایډن په امر، د اسراییل د هوایي دفاع د پیاوړتیا لپاره به په‌‌دې هېواد کې د "تاد" بالستیک توغندیو ضد سیستم ځای پر ځای کړي.

اسوشیټید پریس د دې امریکایي چارواکو له قوله چې نومونه یې نه‌دي ښودل شوي لیکلي، سره له‌دې چې اسراییل دغه ژمنه کړې، خو دا ژمنه سل په سلو کې نه‌ده او د شرایطو له‌‌مخې ښایي بدلون ومومي.

د ښځو د شل اوريز نړيوال جام نيمه پايلوبې ته وتلې لوبډلې معلومې شوې

د ښځو د شل اوريز نړيوال جام سياليو يو انځور
د ښځو د شل اوريز نړيوال جام سياليو يو انځور

د ښځو د شل اوریز نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې د ویسټ انډییز، جنوبي افریقا، اسټرالیا او نیوزیلنډ ټیمونه نیمه پایلوبې ته ووتل.

د نیمه پایلوبو لومړي سیالي به سبا پنج‌شنبې د اسټرالیا او جنوبي افریقا ترمنځ د دوبۍ د کرکټ په نړیوال ستډیوم کې ترسره شي.

له مهال‌وېش سره سم دوهمه لوبه به د جمعې په ورځ په شارجه کې د ویسټ انډییز او نیوزیلنډ د ټیمونو ترمنځ وشي.

د ښځو د شل اوریز نړیوال جام پایلوبه به د اوکتوبر په دېرشمه نېټه ترسره شي.

له پوتين سره د خبرو په اړه ډونالډ ټرمپ له څه ويلو ډډه کړې

ډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ

د امریکا پخواني ولسمشر او د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د جمهوریپالو کاندید ډونالډ ټرمپ په‌دې اړه چې ایا د ولسمشر په توګه یې د د دندې له پای ته رسېدو وروسته د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره خبرې کړي کنه، له څرګندونو ډډه وکړه.

ټرمپ پرون سه‌شنبې د شیکاګو په اقتصادي کلپ کې په یوه خبري غونډه کې وویل، په‌دې اړه نه‌غواړي نظر ورکړي، خو یوازې دومره وایي که دغه کار وکړي دا به یو ځیرکانه حرکت وي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبریال باب وود وارډ په خپل نوي کتاب کې لیکلي چې، ټرمپ د ۲۰۲۱ کال په جنوري کې د ولسمشرۍ د دندې له پای ته رسېدو وروسته اووه ځلې په خصوصي توګه د ټيليفون له لارې له پوتین سره خبرې کړې دي.

هغه همدارنګه ادعا کړې چې، ټرمپ په پټه د کرونا وایروس، کوویډ۱۹ د تشخیص ماشین د روسیې ولسمشر ته استولی، خو د ټرمپ ویاند سټیو چیونګ دغه ادعا ناسمه بللې ده.

اسراييل د لبنان په ختيځ کې پر حزب‌الله تازه بريدونه کړي

پر لبنان د اسراييل بريد
پر لبنان د اسراييل بريد

وروسته له هغې چې د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ژمنه وکړه چې، پر حزب‌الله به چې د ایران له ملاتړه برخمنه ده رحم ونه‌کړي، د دې هېواد ځواکونو پرون سه‌شنبې د لبنان په ختیځ کې پر حزب‌الله نوي بریدونه وکړل.

د لبنان د رسمي خبري اژانس د راپور له‌‌مخې د لبنان په بقاع دره کې د اسراییل په دغو بریدونو کې په بعلبک ښار کې یو روغتون له فعالیته لوېدلی دی.

تر دغو بریدونو مخکې د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ژمنه وکړه چې، د اسراییل په مرکزي برخه کې پر یوې پوځي اډې د حزب‌الله د بې‌پیلوټه الوتکې د تېرې یک‌‌‌‌شنبې د ورځې برید ته به چې څلور اسراییلي سرتیري په‌کې ووژل شول، په بې رحمۍ ځواب ووایي.

هغه پرون له‌‌‌دې اډې څخه د کتنې په مهال همدارنګه وویل، پر حزب‌الله به چې امریکا یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني او اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې، د بیروت په ګډون د لبنان په هره برخه کې بریدونه وکړي.

د حزب‌الله مرستيال مشر: د روانې جګړې د حل يوازنۍ لار اوربند دی

د لبنان د حزب‌الله ډلې مرستیال شیخ نعیم قاسم
د لبنان د حزب‌الله ډلې مرستیال شیخ نعیم قاسم

د حزب‌الله مرستیال مشر نعیم قاسم اسراییلو ته ویلي چې، د روانې جګړې د حل یوازنۍ لاره اوربند دی.

قاسم د اسراییلو له‌خوا د خپل مشر حسن نصرالله تر وژل کېدو وروسته نن د درېیم ځل لپاره وینا کړې او ویلي يې دي، اسراییلو ته له کمزوري موقفه د اوربند وړاندیز نه‌کوي.

حزب‌الله چې یوه پوځي او سیاسي ډله ده، د متحده‌ایالتونو له‌خوا د ترهګرو په توګه پېژندل کېږي او اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه تور لېست کې شامله کړې ده.

حزب‌الله د لبنان په جنوب کې تر ډېره حاکمه ده او د دغه هېواد په پارلمان کې استازي هم لري.

نعیم قاسم ویلي، که اسراییل اوربند نه‌غواړي، دوی هم د جګړې دوام ته چمتو دي.

د اسراییل پوځ د همدې میاشتې په لومړیو کې په لبنان کې ځمکنۍ جګړه پيل کړه او د حزب‌الله پر اهدافو وخت نا وخت هوایي بریدونه هم کوي.

د ناامنۍ له ډېرېدو سره-سره پاکستان نن د شانګهای سرمشريزې کوربه دی

د اسلام‌اباد يوه څنډه
د اسلام‌اباد يوه څنډه

د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د ایوروایشیا سیمې لوړپوړي چارواکي د شانګهای په سرمشریزه کې داسې مهال راټول شوي چې، دغه هېواد له زیاتېدونکي تاوتریخوالي سره مخامخ دی.

زرګونه امنیتي ځواکونو نن سه‌شنبه اسلام‌اباد ته ورغلي، لویې لارې او سړکونه د همدې سرمشریزې د امنیت په موخه بند کړي دي.

ياده غونډه کې د امریکا د پخواني متحد چین په ګډون د ۷ هېوادونو صدراعظمانو او د هند د بهرنیو چارو وزیر برخه اخیستې.

دوی د سیمې پر امنیتي او سیاسي مسئلو او دغه راز سیمه‌ییزو همکاریو، سوداګرۍ او د شانګهای سازمان د غړو پر یووالي خبرې کوي.

غونډه داسې مهال پيل شوې چې، پرون دوشنبه په بنو کې د وسله‌والو مخالفانو په برید کې ۴ پولیس او ۵ برید کوونکي وژل شوي دي.

د بنو د برید مسوولیت پاکستاني طالبانو اخیستی دی.

بل لور ته نا پېژانده وسله‌والو د جمعې په ورځ په بلوچستان ایالت کې ۲۱ کان کېندونکي ووژل.

اسراییلي پوځیانو د حزب‌الله پر اهدافو تازه بریدونه کړي

په لبنان کې پر حزب‌الله د اسراییلو د بریدونو یو انځور
په لبنان کې پر حزب‌الله د اسراییلو د بریدونو یو انځور

وروسته له دې چې د اسراییل صدر اعظم بنیامین نتنیاهو وویل چې د ایران له ملاتړه برخمنې حزب‌الله ډلې باندې نور رحم نه کوي، اسراییلي پوځیانو نن لبنان کې د دغې ډلې پر اهدافو تازه بریدونه کړي دي.

حزب‌الله چې یوه پوځي او سیاسي ډله ده، د متحده ایالتونو له‌خوا د ترهګرو په توګه پېژندل کېږي او اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه تور لېست کې شامله کړې ده.

حزب‌الله د لبنان په جنوب کې تر ډېره حاکمه ده او د دغه هېواد په پارلمان کې استازي هم لري.

د لبنان د دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، اسراییلي ځواکونو پر بقاع درې بریدونه کړي او بعلبک ښار کې یې یو روغتون ویشتی دی.

دا بریدونه داسې مهال شوي چې د اسراییل صدر اعظم ویلي، پر اسراییل د حزب‌الله د یکشنبې ورځې برید ته به چې څلور پوځیان په کې ووژل او لسګونه نور ټپيان شول، بې‌رحمانه ځواب ورکړي.

د ښځو شل اوریز نړیوال جام؛ اسټرالیا او نیوزیلنډ نیمه پایلوبې ته ووتل

د نیوزیلنډ ښځینه کرکټ لوبډله
د نیوزیلنډ ښځینه کرکټ لوبډله

د ښځو په پيل شوي نړیوال جام کې له الف ګروپ څخه اسټرالیا او نیوزیلنډ د نیمه پایلوبې پړاو ته ووتل.

له یاد ګروپ څخه د هندوستان، پاکستان او سریلانکا لوبډلې ونه توانېدې چې بل پړاو ته لار پیدا کړي.

د دغه نړیوال جام د ګروپي پړاو یوه لوبه پاتې ده چې نن سه شنبه به د انګلستان او وېسټ اینډیز ترمنځ ترسره شي او تر دې لوبې وروسته به معلومه شي چې له ب ګروپ څخه کومې دوه لوبډلې نیمه پایلوبې ته لار پيدا کوي.

د ویلو ده چې د نیمه پایلوبې پړاو به د اکټوبر په ۱۷مه او ۱۸مه نېټه ترسره شي او پایلوبه به بیا د اکټوبر په شلمه نېټه وي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG