نړۍ
حماس د یحیی سنوار وژنه تایید کړه
حماس نن دا خبر نن تایید کړ چې د دوی مشر یحیی سنوار وژل شوی دی.
د امریکا متحد ایالتونه او اروپایي ټولنه حماس د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني.
د حماس ډلې مرستیال خلیل الحیه نن له ماسپښین وروسته څرګنده کړه چې یحیی سنوار په غزه کې د اسراییلي ځواکونو په برید کې وژل شوی دی.
اسراییل پرون د یحیی سنوار د وژلو خبر ورکړ او ویې ویل چې د هغه جسد اسراییل ته انتقال شوی دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
سعودي عربستان کې د ټينس ښځينه لوبغاړو ټورنمنټ ترسره کېږي
سعودي عربستان د نړۍ د ټینس د غوره ښځینه لوبغاړو لپاره د فصل د وروستۍ تورنمنټ کوربه دی.
د ښځو د مسلکي ټینس اتحادیه یا "WTA" خپل وروستی تورنمنټ پرون شنبې (د عقرب په ۱۲مه) په ریاض ښار کې په دوو برخو؛ انفرادي یا یو کسیز او دوه کسیزو لوبو کې پیل کړ.
دا تورنمنټ، چې د "WTA" مهمې سیالۍ دي، په پیل کې یې د ښځو د ټینس اته غوره لوبغاړې په لیګ کې سره سیالي کوي او په پای کې څلور غوره لوبغاړې له دوو ګروپونو څخه په نیمه پایلوبه کې سره مخامخ کېږي.
د دې ټورنمنټ پایلوبه به د عقرب په نوولسمه په ترسره شي.
نیوزیلنډ له هندوستان د ټېسټ لوبلړۍ وګټله
د نیوزیلنډ د کرکټ ملي لوبډلې د ټېسټ اتلولیو په لوبلړۍ کې هندوستان ته ۳ د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه.
درېیمه ټېسټ سیالي چې د نومبر میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شوې وه، نن یکشنبه د نومبر په ۳یمه نېټه د نیوزیلنډ په بریا سره پای ته ورسېده.
په وروستۍ ټېسټ لوبه کې هندوستان ونهکړای شول چې د نیوزیلنډ د ۱۴۷ منډو هدف پوره کړي، د یاد هدف په تعقیب هندوستان ۱۲۱ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.
د درې ټېسټ لوبو دغه لوبلړۍ د اکټوبر په ۱۶مه نېټه د بنګلور په ښار کې پیل شوه، چې دویمه لوبه یې د اکټوبر په ۲۴مه په پونې او وروستۍ یې د نومبر په لومړۍ نېټه د ممبيي په ښارونو کې پيل شوې وې.
په وروستۍ لوبه کې عجاز پټیل غوره لوبغاړی شو، هغه په دواړو پاڼيو کې ۱۱ هندي لوبغاړي سوځولي وو.
دغه راز ګرېګ یانګ د دې لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزه وګټله، هغه په ۶ پاڼیو کې ۲۴۴ منډې کړې وې.
د ویلو ده چې تر دې ماتو وروسته هندوستان د ټېسټ اتلولیو د لوبډلو د نومرو په جدول کې له لومړي مقام دویم ته ښکته شوه او نیوزیلنډ بیا په څلورم مقام کې ځای لري.
د دغې جدول لومړی مقام اوس له اسټرالیا سره دی.
غزه کې د اسراييل درې سرتېري وژل شوي
د اسراییل پوځ د شنبې په ماښام اعلان وکړ چې، د غزې په شمال کې یې یو سرتېری د لاسي بم په چاودنه کې وژل شوی دی.
د اسراییلي رسنیو د راپور لهمخې، دا سرتېری یې ظاهراً په مستقیم ډول د جګړې په تړاو نهدی وژل شوی.
تر دې څو ساعته مخکې هم د اسراییل پوځ راپور ورکړی و چې، په شمالي غزه کې یې دوه نور عسکر وژل شوي دي.
د درې واړه عسکرو، چې د شنبې په ورځ یې د وژل کېدو خبر ورکړل شو، عمرونه د ۲۰ او ۲۲ کلونو ترمنځ وو.
د اسراییل د پوځ د شمېرو لهمخې، د هغو اسراییلي سرتېرو شمېر، چې په غزه او لوېدیځه غاړه کې په ځمکنیو عملیاتو کې وژل شوي، ۳۷۰ ته رسېدلی دی.
د اسراییل پوځ همداراز اعلان وکړ چې، په تېره یوه میاشت کې یې په جبالیا کې، چې د غزې په شمال کې ده، د عملیاتو پر مهال شاوخوا ۹۰۰ "ترهګر" وژلي او ۷۰۰ فلسطینیان یې نیولي دي.
امريکا منځني ختيځ ته د خپلو بي۵۲ الوتکو د رسېدو خبر ورکړی
پهداسې حال کې چې د ایران له لوري پر اسراییل د نوي برید د احتمال په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي، د امریکا پوځ اعلان کړی چې بي۵۲ ستراتېژیکې بمبار الوتکې یې منځني ختیځ ته رسېدلي دي او لهدې سره هممهاله اکسیوس وېبپاڼې د "سپینې ماڼۍ لهخوا تهران ته د خبرداري پیغام" په اړه راپور ورکړی دی.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) نن سهار (یکشنبه، د لړم په ۱۳مه) اعلان وکړ چې بي۵۲ الوتکې د دې قوماندانۍ د مسوولیت سیمې ته داخلې شوې دي.
سنتکام د بمبارد الوتکو شمېر په شمول نور جزییات نهدي ورکړي او یوازې یې ویلي چې دا الوتکې د امریکا د ماینت له هوايي اډې څخه روانې شوې وې.
دا خبر یوه ورځ وروسته له هغې خپور شو چې، پنتاګون اعلان وکړ د متحدایالتونو دفاع وزیر امر کړی چې، څو بي۵۲ الوتکې، همداراز بېړۍ ماتوونکې بېړۍ او د سونګ رسولو الوتکې منځني ختیځ ته واستول شي.
د پنتاګون په وینا، دا بمبار الوتکې او بېړۍ منځني ختیځ ته د امریکا د پوځي حضور د پیاوړتیا، د اسراییل د دفاع او د بریدونو د شنډولو له لارې د کړکېچ د کمولو په هدف لېږل شوي دي.
ډبيلوايچاو: غزه کې د ګوزڼ ضد واکسين پر يوه مرکز بريد کې شپږ کسان ټپيان شوي
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د غزې په شمال کې پرون د ګوزڼ ضد واکسین پر یوه مرکز په یوه حمله کې د څلورو ماشومانو په ګډون ۶ کسان ټپیان شوي دي.
دغه سازمان پرون شنبه د غزې په شمال کې د ګوزڼ ضد واکسین د کمپاین دویم پړاو پیل کړ، ځکه دغه کمپاین څو ورځې مخکې د اسرايیل د بمباریو له کبله ځنډول شوی و.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګیبریسوس ویلي، د واکسین دا مرکز په هغه ساحه کې و، چې مخکې هلته په جګړه کې پر بشري وقفې موافقه شوې وه او لهمخې یې د واکسین پر مخ بېولو ته اجازه ورکړل شوې وه.
دغه سازمان نهدي ویلي چې دغه حمله چا کړې ده، خو اسرايیل په غزه کې د هغو سرچینو ادعا رد کړې چې ویلي یې وو، د اسرايیل یوې بېپيلوټه الوتکې پر دغه مرکز حمله کړې ده.
د اوکراين پارلمان کې د بشري حقونو کمېشنر: موږ هر وخت روسيې سره د جنګي اسيرانو تبادلې تيار يو
د اوکراین په پارلمان کې د بشري حقونو کمېشنر دمیترو لوبینیتس نن یکشنبه له روسیې غوښتنه وکړه، چې د اوکراین د جګړې د اسیرانو لېست برابر کړي.
دا هغه اسیران دي چې ښايي د روسي اسیرانو د خوشې کېدو په بدل کې ازاد شي.
تر دې مخکې مسکو پر کییف تور لګولی و، چې د اسیرانو د تبادلې پروسه سبوتاژ کوي.
لوبینیتس د ټلېګرام په کانال کې لیکلي، غواړم د روسیې د بشري حقونو له کمېشنر د اوکراین د ټولو اسیرانو لېست چې روسیه یې سم د لاسه تبادلې ته تیاره ده ترلاسه کړم.
د اوکراین دغه چارواکي لیکلي؛ موږ هر وخت د جګړې د اسیرانو تبادلې ته تیار یو.
په وږي/ سنبلې میاشت کې هم مسکو او کییف د متحده عرب اماراتو په منځګړیتوب د یو بل ۱۰۳- ۱۰۳ جنګي اسیران تبادله کړل.
د بشري حقونو د څار سازمان د ترکيې جاسوسۍ ضد قانون کې پر تعديلاتو اندېښنه ښودلې
د بشري حقونو د څار بنسټ وايي، د ترکیې په جاسوسۍ ضد قانون کې پلان شوي تعدیلات د بشري حقونو د مدافعانو او خبریالانو فعالیت ته ګواښ پېښوي.
د فرانسې خبري اژانس د خبر لهمخې، دغه بنسټ پرون شنبه ویلي، چې د دې تعدیل هدف په مبهم ډول د جاسوسۍ تعریف ته پراختیا ورکول دي، چې لهمخې یې ممکن د بشري حقونو د مدافعانو، خبریالانو او د مدني ټولنې د نورو فعالانو کارونه جرم وګڼل شي.
د بشري حقونو په څار سازمان کې د اروپا او مرکزي اسیا متخصص هیو ویلیامسن پرون ویلي، چې دغه تعدیلات د ترکیې حکومت ته نور صلاحیتونه ورکوي، چې د بشري حقونو بنسټونه، رسنۍ او نورې مدني ټولنې د جاسوسانو یا هم د دولت د دښمن په توګه اعلان کړي، کارونه یې بېاعتباره او حتی ممکن جرم وګڼي.
ټاکل شوې د ترکیې د جاسوسۍ ضد قانون کې پر دغو تعدیلاتو ډېر ژر د ترکیې په پارلمان کې بحث وشي او هغه کسان چې د بهرنیو ګټو له کبله مجرم وپېژندل شي تر اوو کلونو بند سزا ته زمینه برابروي.
امريکا په روسيه کې په اوږده بند د امريکا د قونسلګرۍ د يوه پخواني کارکوونکي د محکومولو پرېکړه غندلې ده
امریکا متحدایالتونو د روسیې په ولادیوستوک کې په اوږده بند د امریکا د قونسلګرۍ د یوه پخواني کارکوونکي د محکومولو پرېکړه غندلې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ (نوامبر ۲مه) په یوه بیان کې وویل چې، امریکا په روسیه کې د دغه هېواد د ماموریت د پخواني کارکوونکي رابرټ شونوف محکومیت په کلکه غندي.
په اعلامیه کې پر شونوف لګېدلي تورونه بېبنسټه بلل شوي او د هغه محکومیت یې سخته بېانصافي بللې ده.
د نوامبر په لومړۍ د روسيې په لېرې ختيځ کې د پريموري سيمهييزې محکمې شونوف له يوه بهرني هېواد سره د پټې همکارۍ په تور په څلور کاله او لسو مياشتو بند او نغدي جریمې يو ميليون روبل، چې څه باندې لس زره ډالره کېږي محکوم کړ.
د بند له تېرولو وروسته هم باید رابرټ شونوف نږدې یو نیم کال نور تر محدودو شرایطو لاندې وساتل شي.
د سوډان په شمال کې د ۱۲ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی شوی
د سوډان د محلي مقاومت کمېټې، چې په ټول هېواد کې د مرستې د همغږۍ له سلګونو رضاکارو ډلو څخه یوه ده، وویل چې لږ تر لږه ۱۲ کسان د شنبې په ورځ په شمالي دارفور کې وژل شوي.
د فعالانو په وینا، د چټک ملاتړ ځواکونو په بمبارۍ کې پنځه کسان ټپیان شوي هم دي.
دا ملېشه ډله د تېر کال له اپرېل راهیسې د سوډاني پوځ سره جګړه کوي.
په همدې حال کې د ملګروملتونو چارواکو د دارفور په ښار او په ټول سوډان کې د خرابې وضعې په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش د ملګروملتونو امنیت شورا ته ویلي چې، د سوډان خلک په خورا تاوتریخجنو حالاتو کې دي او زرګونه ملکیان وژل شوي.
د هغه په خبره پر ښځو د جنسي تېريو په شمول ګڼ نه بیانېدونکي ظلمونه په خلکو روان دي.
د ۲۰۲۳ کال د اپرېل په ۱۵مه د سوډاني پوځ او چټک ملاتړي ځواکونو تر منځ د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه له ۱۲۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
د لومړي ځل لپاره يوه تورپوستې مېرمن د بريتانیا د محافظهکار ګوند مشره وټاکل شوه
هغه لومړنۍ تور پوستې ښځه شوه چې، پهدې هېواد کې د یو لوی سیاسي حزب مشري پر غاړه اخلي.
د رویټرز د راپور پر بنسټ، بیدناک د دې ګوند د مشرۍ پر سر له سیالۍ وروسته د ریشي سوناک ځایناستې شوه.
۴۴ کلنې بیدناک ژمنه وکړه چې، محافظهکار ګوند به بېرته خپلو بنسټیزو اصولو ته ور وګرځوي.
د بريتانیا صدراعظم کییر سټارمر د اغلې بیدناک د بریالیتوب هرکلی کړی او ویلي دي چې، هغه لومړنۍ تور پوستې ښځه شوه چې د ویست منسټر ګوند او بريتانیا ته يې داسې ویاړ ور په برخه کوي.