د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۵ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۷

د اسراییلو پوځ د لبنان د حزب‌الله ډلې د یو بل مهم قومندان د وژل کېدو خبر ورکړی


پر لبنان د اسراییلو د بریدونو یو انځور
پر لبنان د اسراییلو د بریدونو یو انځور

د اسراییلو پوځ په‌داسې حال کې د لبنان د حزب‌الله ډلې د یو بل مهم قومندان سهیل حسیني د وژل کېدو خبر ورکوي، چې پرون د اکټوبر ۷مه پر اسراییلو د حماس وسله‌‌والې ډلې د برید یو کال پور شو.

د اسراییلو پوځ نن د اکټوبر اتمه په یو بیان کې ویلي، د حزب‌الله ډلې د لوجیستیک، بوديجې او تنظیم برخې مسوول سهیل حسیني يې وژلی دی.

د لبنان حزب‌الله ډله چې یوه پوځي او سیاسي ډله ده، د لبنان پر ډېرو جنوبي سیمو کنټرول لري.

د اسراییلو د پوځ په بیان کې راغلي، حسیني له ایران څخه حزب‌‌الله ډلې ته د وسلو د انتقال او د حزب‌الله ډلې وسله‌‌والو ته د دغو وسلو په وېش کې مهمه دنده مخته وړله.

امریکا متحده‌ایالاتونه، حزب‌الله ډله د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژنې، خو اروپايي ټولنې یوازې د دې ډلې پوځي څانګه د ترهګرو سازمانونو په لېست کې شامله کړې ده.

د اسراییلو د پوځ په خبره، حسیني د حزب‌الله د جهادي شورا غړی او د دې ډلې یو له مهمو پوځي قومندانانو څخه و.

د لبنان حزب‌الله ډلې تر اوسه د حسیني وژنه تایید کړې نه‌ده.

د حزب‌الله د ډلې د مهم قومندان وژلو خبر په‌داسې حال کې خپرېږي چې په غزه کې فلسطیني وسله‌والو پر اسراییلو څو توغندي ویشتي دي.

بل پلو اسراییلو بیا په‌دې هېواد کې د اکټوبر د برید د کلیزې د پوره کېدو په خاطر ملي ماتم اعلان کړی دی.

د حماس وسله‌واله ډله د امریکا او اروپايي ټولنې له‌خوا د یو ترهګریز سازمان په توګه پېژندل کېږي.

بل پلو په واشنګټن کې ولسمشر جوبایډن او مرستیالې يې کامالا هریس پر اسراییلو د حماس د لومړی کلیزې په مناسبت دا برید غندلی، خو ټینګار يې کړی چې امریکا په غزه او لبنان کې د جګړې د پای ته رسېدو او د اوربند د رامنځته کېدو غوښتونکې ده.

د امریکا ولسمشر جوبایډن او مرستیالې يې کامالا هریس
د امریکا ولسمشر جوبایډن او مرستیالې يې کامالا هریس

تېر کال د اکټوبر په اوومه حماس پر اسراییلو په برید سره، ۱۲۰۰ډېر کسان ووژل او ۲۵۰ نور يې ځان سره یرغمل غزې ته یووړل.

له‌دې برید وروسته، اسراییلو پر غزې پراخ هوايي او ځمکني بریدونه پیل کړل چې لمن يې اوس تر لبنان او ایرانه هم غځېدلې ده.

د حماس تر واک لاندې په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، په دغې جګړه کې تر اوسه له ۴۲زرو ډېر فلسطینان وژل شوي دي او نژدې د غزې نوي سلنه اوسېدنکي بې‌ځایه شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG