د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۰ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۶

پر حزب‌الله د اسراييلو د بريدونو دوام؛ ملګري ملتونه: لسګونه زره لبنانيان بې‌ځايه شوي


د لبناني چارواکو په وینا، په تېر کال کې تر یو میلیون او ۲۰۰زره څخه ډېر لبنانیان بې‌ځایه شوي او لږ تر لږه ۲زره وژل شوي دي.
د لبناني چارواکو په وینا، په تېر کال کې تر یو میلیون او ۲۰۰زره څخه ډېر لبنانیان بې‌ځایه شوي او لږ تر لږه ۲زره وژل شوي دي.

په‌داسې حال کې چې په لبنان کې د حزب‌الله پر مورچو د اسراییل بریدونه دوام لري، ملګروملتونو د لسګونو زرو لبنانیانو د بې‌ځایه کېدو په اړه اندېښنه ښکاره کړه.

ملګري ملتونه وایي، په لبنان کې د بې‌ځایه شویو کابو ټول ۹۰۰ کمپونه ډک دي او ډېری هغه کسان چې د اسراییل د بریدونو له امله له خپلو کورونو تېښتې ته اړ شوي، مجبور دي چې شپه په سړکونو او پارکونو کې تېره کړي.

د ملګروملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ "یو‌این‌ایچ‌سي‌ار" یوې چارواکې رولا امین پرون (جمعه) خبریالانو ته وویل، د لبنان له ځایي چارواکو سره مشوره کوي چې د نویو کمپونو د جوړولو لپاره نوي ځایونه ومومي.

په تېر کال کې تر یو میلیون او ۲۰۰زره څخه ډېر لبنانیان بې‌ځایه شوي او لږ تر لږه ۲زره وژل شوي دي.
لبناني چارواکي

دې زیاته کړه، ځینې هوټلونو او حتی په بیروت کې نایټ کلبونو بې‌ځایه شویو ته خپلې دروازې پرانیستې دي.

د لبناني چارواکو په وینا، په تېر کال کې تر یو میلیون او ۲۰۰زره څخه ډېر لبنانیان بې‌ځایه شوي او لږ تر لږه ۲زره وژل شوي دي.

د لبنان چارواکي ټینګار کوي چې، که څه هم په‌دې ارقامو کې د تېر یو کال ټول بې‌ځایه شوي او قربانیان شامل دي، خو د دې کسانو اکثریت د هغو کسانو دی چې تېرو دوه اوونیو کې بې‌ځایه شوي یا وژل شوي دي.

په ورته وخت کې پرون (جمعه)، اسراییل د لبنان-سوریې اصلي لویه لاره سخته بمباري کړه او دومره یې ورانه کړه چې موټر پرې تللی نه‌شي.

پر حزب‌الله د اسراييل بريدونه
پر حزب‌الله د اسراييل بريدونه

دا په‌داسې حال کې ده چې د ملګروملتونو چارواکو وویل چې د خلکو یوه ډله لاهم سوریې ته پر لاره ده.

د دغه نړیوال سازمان شمېرې ښیي چې تر دې دمه سوریې ته له ۱۸۵زره رسېدلیو کسانو څخه، ۶۰سلنه یې ماشومان او زلمکي دي چې ګڼ‌شمېر یې حتی له خپلو مېندو او پلرونو پرته سوریې ته تللي دي.
په لبنان کې د مهاجرت د نړیوال سازمان "IOM" د دفتر مسوول میتیو لوسیانو، د سړکونو د بندېدو او د کمپونو د ګڼې ګوڼې په اړه اندېښنه څرګنده کړه، ټینګار یې وکړ چې ډېری ښوونځي په سرپناه بدل شوي او د ماشومانو په زده‌کړې باندې یې د اغېز په وړاندې خبرداری ورکړ.

له لبنان څخه سوریې ته په تښتېدلو خلکو کې هغه بهرني کارګر اوکارګرانې هم شاملې دي چې د لبنانیانو په کورونو کې یې کار کاوه.

د لوسیانو په وینا د دغو کاګرو اکثریت ښځې دي او د سریلانکا او فلیپین په‌شان هېوادونو اتباع دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG