د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۵ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

غزه کې پر يوه روغتون او د مرستو پر يوه مرکز د اسراييل بريد؛ لږ تر لږه ۱۴ کسان په‌کې وژل شوي


پر غزه د اسراييلو بريد
پر غزه د اسراييلو بريد

د غزې تړانګې د یوه روغتون پر انګړ او دغه راز د مرستو د ېشلو پر یوه مرکز په تازه حملو کې ۱۴ کسان وژل شوي دي.

د غزې تړانګې د یوه روغتون پر انګړ د اسرايیل په هوايي حمله کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او د خېمو په هغه کمپ کې د اورلګېدو سبب شوه، چې د جګړو بې‌ځایه شویو په‌کې پناه اخیستې وه.

په پېښه کې تر شلو زیاتو کسانو بدنونه په اور سوځېدلي دي.

د فلسطینیانو روغتیايي سرچینې وايي، په پېښه کې تر شلو زیاتو کسانو بدنونه په اور سوځېدلي دي.

د اسوشېټېډ پریس اژانس د خبر له‌مخې، د اسرايیل پوځ د اسنادو او شواهدو له وړاندې کولو پرته ویلي، په حمله کې یې هغه افراطي وسله‌وال په نښه کړي، چې په ملکیانو کې پټ شوي وو.

دغه پوځ په وروستیو میاشتو کې له ګڼې ګوڼې پر ډکو پناه ځایونو او د خېمو پر کمپونو په وار-وار حملې کړي او ادعا یې کړې، چې له دغو ځایونو د حماس ډلې چې د امریکا متحده‌ایالتونه او اروپايي ټولنه یې تروریستي سازمان ګڼي، غړو د حملو لپاره کار اخیست.

بل‌خوا د فلسطینیانو روغتیايي چارواکو نن دوشنبه ویلي چې، د غزې په شمال کې د جبالیا په نوم د بې‌ځایه شویو د کمپ د مرستو د وېش پر مرکز د اسرايیل په هوايي حملو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي دي.

غزه کې د اسراييلو تازه بريدونه
غزه کې د اسراييلو تازه بريدونه

په‌دې پېښه کې ۳۰ نور کسان ټپیان شوي هم دي او په وژل شویو دغه راز ټپیانو کې ښځې او ماشومان شامل دي.

دا په‌داسې حال کې ده، چې د اسرايیل په شمالي ښارګوټي بنیامینا کې د پوځ پر یوه مرکز پرون یک‌شنبه د لبنان د حزب‌الله ډلې د بې‌پيلوټه الوتکو د حملې له کبله ۴ اسرايیلي سرتېري وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

دا له کله چې د ۲۰۲۳م کال په اکتوبر میاشت کې د اسرايیل او حماس ډلې ترمنځ جګړه پیل شوې، یوه له خونړیو حملو ګڼل کېږي.

په غزې تړانګه کې د جګړې له پیل سره نږدې هره ورځ د اسرايیل او د لبنان د حزب‌الله ډلې ترمنځ ډلې تبادله کېږي.

حزب‌الله چې یوه وسله‌واله ډله ده، سیاسي څانګه هم لري او د امریکا متحده‌‌ایالتونه دا ډله تروریستي سازمان ګڼي، خو اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.

حزب‌الله چې د لبنان د جنوب پر زیاتو برخو حاکمیت لري، د لبنان په پارلمان کې ځینې څوکۍ هم لري.

د اسراییل پوځ نن سهار وختي ویلي چې، برید د تل‌ابیب د شمال په ۶۰ کیلومترۍ کې شوی، خو په‌دې باب یې نور توضېحات نه‌دي ورکړي.

تر دې مخکې CNN راپور ورکړی و، چې د اسرايیل د بېړنیو خدماتو ادارې ویلي، د حزب‌الله په دغه برید کې تر ۶۰ زیات کسان ټپيان شوي، چې د ۷ تنو روغتیایي وضعیت خراب دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG