د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۷ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۱

د لبنان د یوه ښاروال په ګډون د شپږو کسانو وژنه؛ امریکا د اسراییلو د بریدونو پر زیاتېدو اندېښنه وښوده


په لبنان کې د اسراییلو له بریدونو وروسته ژغورونکې د عملیاتو پر مهال لیدل کېږي.
په لبنان کې د اسراییلو له بریدونو وروسته ژغورونکې د عملیاتو پر مهال لیدل کېږي.

نن چهارشنبې د تلې یا میزان ۲۵مه پر لبنان د اسراییلو په هوایي بریدونو کې شپږ کسان وژل شوي دي.

د لبنان پلازمېنې بيروت په جنوب کې د اسرایيلو په ننني هوايي بريد کې د دغه هېواد د پلازمېنې بيروت په جنوب کې د نبطية سيمې د ښاروال احمد کهيل په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا برید وروسته له هغه وشو چې اسراییلي پوځ د بیروت په سویل کې د یوې ودانۍ اوسېدونکو ته د له خپلو کورونو د وتلو امر وکړ.

له دغه هوايي برید څو ساعته مخکې د امریکا متحده‌ایالتونو په بیروت کې د اسراییلو د بریدونو د پراخېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د اسراییلو پوځ وايي، دغه برید په لبنان کې د حزب الله مرکزونه په نښه کړي دي.

امریکا، د ایران له ملاتړه برخمن حزب‌الله ډله د یوه ترهګریز سازمان په توګه پېژني او اروپايي ټولنې د دې ډلې یوازې پوځي څانګه په تور لیېست کې اچولې ده.

د حزب‌الله سیاسي حزب د لبنان په پارلمان کې څوکۍ هم لري.

د امریکا متحده‌ایالاتو ویلي چې په بیروت کې د تلفاتو په زیاتېدو سره وېره لري چې د ایران مداخله به په سیمه کې د شخړو لمن پراخه کړي.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو مېلر پرون وویل، واشنګټن د اسراییلو له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره د وروستیو بریدونو په اړه خپله اندېښنه شریکه کړې ده.

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر جوبایډن تېره ورځ وویل چې ځواکونه به یې د منځني ختیځ په سیمه کې ځای پرځای شي څو د هېواد مهمې ملي ګټې تامین کړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

پر لبنان د اسراییلو بریدونه وروسته له هغې پیل شول چې د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر په اوومه د غزې د جګړې له پیل وروسته، د حزب‌الله ډلې د حماس د ملاتړ په خاطر پر اسراییلو راکټي بریدونو ته شدت ورکړ.

حماس د امریکا او اروپایي ټولنې له لورې د یو ترهګریز سازمان په توګه پېژندل شوی دی.

په عین حال کې په منځني ختیځ کې د وروستیو بدلونونو وروسته ترکیې د اسراییلو د تحریم غوښتنه کړې ده.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په منځني ختیځ کې د شخړو له امله پر اسراییلو د نړیوالو بندیزونو د لګولو او له دغه هېواد سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د پای ته رسولو غږ کړی دی.

فیدان تېره ورځ د دې هېواد د حاکمو حزبونو له استازو سره ناسته کې د فلسطین په تړاو وویل چې اسراییل باید تحریم شي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان

وروستیو اوونیو کې د حزب‌الله د راکټي بریدونو شدت د دې لامل شو چې اسراییل د لبنان پر پلازمېنې بیروت کې خپل هوایي بریدونه پیل کړي او هم د دې هیواد پوځ د لبنان خاورې ته دننه شي.

اسراییلو ټینګار کړی چې پر لبنان یې د برید موخه د حزب‌الله ډلې د نظامي قوت له منځه وړل دي او د دې هېواد د نیولو قصد نه لري.

دغه راز ملګري ملتونه وايي چې د اسراييلي پوځ له‌خوا خلکو ته د کورنو څخه د وتلو امر د لبنان څلورمه برخه اغېزمنه کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG