د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۷ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

منځني ختيځ کې د کړکېچ دوام؛ اسراييلو پر لبنان هوايي بريدونه زيات کړي


منځني ختيځ کې د تاوتريخوالي د ډېرېدو اندېښنې مخ په زياتېدو دي.
منځني ختيځ کې د تاوتريخوالي د ډېرېدو اندېښنې مخ په زياتېدو دي.

په منځني ختیځ کې د کړکېچ په دوام د اسراییلو پوځ پر لبنان هوايي بریدونه زیات کړي دي.

د اسراییلو پوځ پرون یک‌شنبې د (اکټوبر ۱۳مه) په لبنان کې د ایران له ملاتړه برخې ډلې حزب‌الله پر وړاندې خپلو هوايي بریدونو ته زور ورکړی، خو دغو بریدونو د ملګروملتونو د سوله ساتو ځواکونو غوسه راپارولې ده.

په لبنان کې د ملګروملتونو سوله ساتو ځواکونو اعلان کړی، چې سوله ساتي ځواکونه په خپلو قرارګاه‌ګانو کې وو، چې اسراییلي پوځ د مرکاوا د دوه ټانګونو په مرسته د دوی د مرکز اصلي دروازه په نښه او تخریب کړه.

د دې ځواکونو په خبره، اسراییلي پوځ د رامیا په سیمه کې د دوی مرکز ته په زور داخل شوي دي.

دغه راز دوی ويلي، اسراییلي ځواکونه له ۴۵ دقیقو وروسته بېرته له‌دې سیمې وتلي دي.

دا په‌داسې حال کې ده چې، د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو په یوه ویډیو پیغام کې د ملګروملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرېش څخه غوښتي چې د سوله ساتي ځواکونه ژر تر ژر د لبنان له جنوبي جګړه‌يیزو سیمو څخه وباسي.

د لبنان حزب‌الله ډله یو سیاسي او پوځي ډله ده، چې د لبنان ډېرې جنوبي سیمې کنټرولوي.
امریکا، حزب‌الله ډله د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، خو اروپايي ټولنې بیا د دې ډلې یوازې پوځي ځانګه د ترهګریزو سازمانونو په لېست کې شامله کړې ده.

د ملګروملتونو سوله ساتي ځواکونه یو ۹۵۰۰ کسیزه ماموریت دی چې په ۱۹۷۸ کال کې د اسراییلو او حزب‌الله ډلې ترمنځ په ۲۰۰۶ کال کې تر ۳۳ ورځنۍ جګړې وروسته رامنځته شو.

د اسراييل صدراعظم له ملګروملتونو غوښتي چې سوله‌ساتي ځواکونه دې د جګړو له سيمې وباسي.
د اسراييل صدراعظم له ملګروملتونو غوښتي چې سوله‌ساتي ځواکونه دې د جګړو له سيمې وباسي.

هغو څلوېښت هېوادونو چې د ملګروملتونو سوله ساتي ماموریت ته ځواکونه ورکړي، په یوه ګډ بیان کې یې پر دغو ځواکونو د اکټوبر د ۱۲مې د بریدونو غندنه کړې ده.

امریکا او اروپايي ټولنې له اسراییلو غوښتي چې د ملګروملتونو پر سوله ساتي ځواکونو دې بریدونه نه‌‌کوي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن وړمه ورځ ویلي وو، په "کلکه" له اسراییلو غواړي چې دا بریدونه ودروي.

دا بریدونه په‌‌داسې حال کې دي، چې په سیمه کې د یوې جګړې د پیلېدو احتمال شته.

ویل کېږي، اسراییل پر ایران د ځوابي برید لپاره تیاری نیسي.

ایران د اکټوبر په لومړۍ نېټه پر اسراییلو پراخ توغندیز بریدونه وکړل.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پرون د (اکټوبر ۱۳مه) په تهران کې ویلي وو، د جګړه‌يیز حالت لپاره چتمو یو.

عراقچي له‌دې وړاندې ویلي وو، د ایران دولت سوله غواړي.

په همدې حال کې د امریکا دفاع وزارت ویلي، د ولسمشر جوبایډن په امر د تاد په نوم د توغنديو ضد سیستم او پوځي پرسونل په اسرایلو کې ځای پر ځای کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG