د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۷ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۴

بریتانیا د ایران پر ځینو جګپوړو شخصیتونو او پوځي ادارو نوي بندیزونه ولګول


د ایران د پوځ عمومي قوماندان عبدالرحیم موسوي چې بریتانیا پرې تازه بندیز لګولی دی.
د ایران د پوځ عمومي قوماندان عبدالرحیم موسوي چې بریتانیا پرې تازه بندیز لګولی دی.

بریتانیا د تهران له‌خوا پر اسراییل د بالستیک توغندیو د بریدونو په غبرګون کې، د دوشنبې په ورځ د ایران پر جګپوړو شخصیتونو او پوځي ادارو نوي بندیزونه ولګول.

ایران پر اسراییل لومړی برید وروسته له هغه وکړ چې د سږ کال په حمل میاشت کې په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ هوايي برید وشو، او ایران اسراییل د برید مسوول وباله.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ لمي په یوه بیان کې څرګنده کړه چې ایران پرله‌پسې خبرداري له پامه غورځولي چې دې هېواد او د هغه نیابتي ځواکونو "خطرناک اقدامات" په منځني ختیځ کې شخړې زیاتوي.

د دې بندیزونو له مخې، د ایران د پوځ عمومي قوماندان عبدالرحیم موسوي او د هوايي ځواک قوماندان حمید واحدي هغه کسان دي چې بریتانیا ته به د ننوتلو اجازه ونه لري او په دې هېواد کې به یې ټولې شتمنۍ کنګل شي.

د لمي په بیان کې، چې په لوګزامبورګ کې د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو له یوې ناستې وروسته خپور شو، ټینګار شوی چې دا بندیزونه د ایران د ځواب ویلو او د هغو کسانو د افشا کولو لپاره یوه لاره ده چې د دغو بریدونو تر شا ولاړ دي.

د بریتانیا جګپوړي ډیپلومات ټینګار وکړ چې لندن د خپلو متحدانو او شریکانو ترڅنګ ولاړ دی او یادونه یې وکړه چې هېواد به یې د ایران د "نه منلو وړ ګواښونو"پر وړاندې لازم ګامونه پورته کړي او د سیمې په کچه د تاوتریخوالي کمولو لپاره به فشار ته دوام ورکړي.

د بریتانیا په بندیزونو کې د سپاه پاسداران د استخباراتو مشر محمد کاظمي هم شامل دی.

د عکس چپ لور ته اخر کس محمد کاظمي دی.
د عکس چپ لور ته اخر کس محمد کاظمي دی.

د ایران د فضايي ادارې په ګډون د دوو شرکتونو شتمنۍ او پانګې، چې له ټکنالوژۍ څخه یې په کروز او بالستیک توغندیو کې کار اخیستل کېږي، کنګل شوي دي.

تېره اوونۍ، د متحده ایالاتو حکومت د ایران د تېلو او پتروشیمۍ په برخو کې پر لسګونو شرکتونو محدودیتونه ولګول ترڅو د دې هېواد مالي سرچینې، چې د متحدو ایالتونو له‌خوا "بې ثباته کوونکې فعالیتونه" بلل شوي، وچې کړي.

له بلې خوا د لبنان د سره صلیب اداره وایي چې د اسراییل په هوايي برید کې په شمالي لبنان کې په یوه ودانۍ لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي دي.

دا برید په شمالي لبنان کې د ایطو کلي په یوه ودانۍ شوی دی.

د دې سیمې ډېری اوسیدونکي مسیحيان دي او د حزب‌الله ډلې له اصلي مرکزونو څخه چې په جنوب او ختیځ کې دي، لیرې پرته ده.

خو د اسراییلي رسنیو راپورونه وايي چې په دې برید کې د حزب‌الله ډلې یو لوړپوړی قوماندان په نښه شوی و.

د اسراییلو پوځ په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG