نړۍ
اسراییلو پر دمشق او حومص ته نژدې پر یوه پوځي سیمه هوایي بریدونه پيل کړي
اسراییل نن پنجشنبه د سوریې پر پلازمېنه دمشق او لوېدیځ ښار حومص ته نژدې پر یوه پوځي سیمه هوایي بریدونه پيل کړي دي.
د رویټرز خبري اژانس په وینا، دغه بریدونه داسې مهال پیل شوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د منځني ختیځ د شخړو د هواري د هڅو په موخه دغې سیمې ته تللی دی.
د سوریې د دفاع وزارت ویلي چې د اسراییلي الوتکو په نننیو بریدونو کې لږ تر لږه یو سوریایي سرتېری وژل شوی او ۷ کسان ټپيان شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، اسراییل په اسانه په سوریه کې د خپلو عملیاتو په اړه تبصره نه کوي.
اسراییلي پوځ په سوریه کې وخت نا وخت د ایران له ملاتړه برخمنو وسلهوالو باندې بریدونه کوي.
پر دمشق سربېره، اسراییلي پوځیان دا مهال د لبنان په پلازمېنه بیروت او جنوبي سیمو او دغه راز غزې تړانګه کې هم په جګړه بوخت دي او ورځ تر بلې د دغو جګړو د پراخېدو وېره شته.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د امريکا دفاع وزير خپل اسراييلي سيال ته: د لبناني سرتېرو او د سولهساتو له وژنې ډډه وکړئ
پنتاګون اعلان کړی چې، د امریکا دفاع وزیر لوید آستین، خپل اسراییلي سيال ته ویلي چې، واشنګټن د لبنان د پوځ پر ځواکونو د برید په اړه اندېښنه لري او اسراییل باید داسې اقدامات وکړي چې، د لبناني سرتېرو او په لبنان کې د ملګروملتونو د سولهساتو امنیت ډاډمن کړي.
د پینتاګون د بیان لهمخې، ښاغلي آستین د چهارشنبې په ورځ په ټیلیفوني خبرو کې له یوآو ګالانت سره په خبرو کې ویلي، واشنګټن د بیت حانون له لارې شمالي غزې ته د بشري مرستو د رسېدو هرکلی کوي او له اسراییل یې غوښتي، چې پهدې سیمه کې د سخت بشري وضعیت د ښه کولو لپاره ګامونه پورته کړي.
درې لبناني سرتېري د یکشنبې په ورځ په جنوبي لبنان کې د اسراییل په برید کې ووژل شول.
اسراییل چې وایي یوازې د حزبالله وسلهوالې ډلې سره په جګړه کې دی او نه د لبنان له پوځ سره، د دې درېیو سرتېرو د وژلو له امله يې بښنه غوښتې ده.
په لبنان کې د ملګروملتونو سولهساتونکو هم راپور ورکړی چې، څو ځلې پرې اسراییل بریدونه کړي.
خو اسراییل، ملګروملتونو ته ویلي چې، پهدې پیښو کې له مبالغې کار اخیستل شوی دی.
هګاري: د سپاه پاسداران ګڼ شمېر افسران د ایران د سفارت له لارې لبنان ته داخل شوي
د اسراییل د پوځ ویاند وایي چې د ایران د سپاه پاسداران ګڼ شمېر افسران د ایران د سفارت له لارې په بیروت کې لبنان ته داخل شوي چې د حزبالله سره د راکټونو په توغولو او پر اسراییل د بې پېلوټه الوتکو په بریدونو کې مرسته وکړي.
دانیل هګاري زیاته کړه چې اسراییل په بیروت کې د ایران په سفارت کې د سپاه پاسداران دغه افسران، چې له حزبالله په راکټي او ډرون بریدونو کې مرسته کوي، څاري.
نوموړي تېره شپه له العربیه تلوېزیون سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې ایران، لبنان ته د ځواکونو او تجهیزاتو په لېږلو سره غواړي له حزبالله ډلې سره مرسته وکړي، خو اسراییل دوی څاري او اجازه به ورنه کړي چې حزبالله، چې په تېره یوه میاشت کې یې درانه ګوزارونه خوړلي، خپل کنټرول او قومانده بیا ترلاسه کړي.
دانیل هګاري همداراز وویل چې د دوی پوځ په وروستیو عملیاتو کې د حزبالله ډلې تر ۱۵۰۰ ډېر غړي چې ډېری یې د قوماندې د کچې غړي او جګپوړي کسان وو، له منځه وړي دي او د دقیقو استخباراتي معلوماتو پر اساس به د دې ډلې ټولو مهمو کسانو ته، که په بیروت کې وي او که د جګړې په میدانونو کې، ګوزار ورکوي.
نوموړي ټینګار وکړ چې په لبنان کې د حزبالله غړي د باوري راپورونو پر بنسټ تعقیب او په نښه کېږي.
په پاکستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۰ ته ورسېدې
په پاکستان کې سږ کال د پولیو مثبتې پېښې ۴۰ ته ورسېدې.
پاکستاني رسنیو نن راپور ورکړ چې تازه پېښه د خیبرپښتونخوا په کوهاټ کې ثبت شوې ده.
دا په روانه اوونۍ کې د پولیو اوومه پېښه ده چې په پاکستان کې ثبت کېږي.
د سږ کال له پیله تراوسه پورې په پاکستان کې د پولیو ۴۰ پېښې ثبت شوي چې ۲۰ په بلوچستان، ۱۲ په سند، ۶ په خیبرپښتونخوا، یوه په پنجاب او یوه په اسلاماباد پورې تړاو لري.
پاکستان او افغانستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو یا ګوزڼ ویروس پهکې محوه شوی نه دی.
په افغانستان او پاکستان کې هرکال د ګوزڼ ضد واکسین کمپاینون ترسره کېږي، خو دا ډاډ نشته چې ټول ماشومان دې واکسین شي.
په افغانستان کې سږ کال تر دې دمه د پولیو ۲۲ پېښې ثبت شوي چې دا په تېرو درېیو کلونو کې تر ټولو ډېرې پېښې دي.
ترکیې په عراق او سوریه کې پر کردي ملېشو هوایي بریدونه کړي
ترکیې پرون چهارشنبه په انقره کې د فضایي- دفاعي صنعت پر یوه شرکت له خونړي برید وروسته په عراق او سوریه کې پر کردي ملېشو هوایي بریدونه کړي دي.
د انقرې په پروني برید کې چې د دوو وسلهوالو لهخوا وشو، لږ تر لږه پنځه تنه ووژل شول او ۲۲ نور ټپیان شول.
د لوېدیځو اژانسونو په وینا، د ترکیې دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د عراق او سوریې په شمال کې یې د هوایي بریدونو پایله کې "د ترهګرو ډلو" ۳۲ مرکزونه ویجاړ کړي او زیات شمېر دغه وسلهوال یې له منځه وړي دي.
د انقرې د پرونې برید مسوولیت لا کومې ډلې نه دی اخیستی، خو ترکیه دا برید د کردانو د کارګر ګوند یا پيکېکې کار بولي.
ترکیه او لوېدیځ متحدان یې پيکېکې د ترهګرو په توګه پېژني.
امریکایي چارواکي: شمالي کوریا ۳۰۰۰ سرتېري روسیې ته لېږلي او د روزنې په حال کې دي
امریکایي چارواکي وایي چې شمالي کوریا خپل درې زره سرتېري روسیې ته لېږلي او په بېلابېلو مرکزونو کې د روزنې په حال کې دي.
اسوشېټېډ پریس خبري اژانس د امریکایي چارواکو په حواله ویلي، که د شمالي کوریا دغه سرتېري له روسیې څخه د اوکراین جګړې ته ولاړ شي، عواقب به ولري.
د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټڼ پرون له روم څخه د کتنې پر مهال وویل، دا مسکو ته د وسلو له ورکړې وروسته د پيونګ یانګ بل ګام دی چې اخیستی یې دی.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي ویلي، دوی باور لري چې شمالي کوریا د بېړیو له لارې د روسیې بندري ښار ولادیفوستوک ښار ته لږترلږه ۳۰۰۰ سرتېري استولي دي.
کربي ویلي، دوی نه پوهېږي چې دغه سرتېري به اوکراین ته استول کېږي او که نه، خو په خبره یې، دا کار دوی ته د اندېښنې وړ دی.
د امریکا دفاع وزیر: روسیې ته د شمالي کوریا له لوري د پوځیانو د استولو په اړه شواهد شته
د امریکا د دفاع وزیر وایي چې داسې شواهد شته چې شمالي کوریا روسیې ته پوځیان استولي دي.
لویډ اسټن پرون له روم څخه د کتنې پر مهال خبریالانو ته وویل چې روسیې ته د وسلو له ورکولو وروسته دا د پیونګ یانګ بل ګام دی چې اخیستی یې دی.
اسټن زیاته کړه چې څېړونکي لا هم وضعیت څاري، خو پیونګ یانګ به د دې نتیجې وګوري چې له روسیې سره مستقیماً مرستې کوي.
په خیبرپښتونخوا کې د دوو نرښځیانو د وژلو په تور درې مشکوک کسان نیول شوي
د پاکستان پولیسو ویلي، پرون یې د دوو نرښځیانو د وژلو په تور درې مشکوک کسان نیولي دي.
د خیبرپښتونخوا په مردان ښار کې چې نژدې پنځوس کیلومتره د پېښور په ختیځ کې پروت دی، د یکشنبې په ورځ دوه نرښځیان په خپل استوګنځي کې د چړو په ګوزارونو ووژل شول.
په پاکستان کې نرښځیان ډېر کله خلک یې ځوروي او بریدونه پرې کوي.
روسيې د کريميا په ټاپووزمه کې د اوکراين د ۱۴ بې پيلوټه الوتکو د رانسکورولو ادعا کړې
د روسيې د دفاع وزارت ادعا کړې چې د دغه هېواد هوايي دفاعي سيستم د چهارشنبې په سهار د کريميا په ټاپووزمه کې د اوکراين ۱۴ بې پيلوټه الوتکې رانسکورې کړي دي.
دې وزارت په خپل ټیلیګرام ادعا کړې چې د کریمیا په تاپووزمه کې یې د اوکرایین څلور له لرې کنټرولیدونکې کښتۍ هم له منځه وړي دي.
په یوه جلا خبر کې د روسیې د روستوف سیمې والي ویلي چې د دغه هېواد هوايي دفاعي سیستم په سیمه کې د اوکراین څلور بې پیلوټه الوتکې ویشتلې دي.
ورته وخت کې د اوکراین ځواکونو ویلي، په د بې پیلوتو الوتکو په برید کې یې د روسې د الکولو د پروسس درې فابریکې په نښه کړي دي.
پر اوکراین د روسیې څرګند پوځي تېری د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې پیل شو او لا هم دوام لري.
ملګري ملتونه: په ۲۰۲۳م کال کې د جګړو له امله له وژل شویو لسو کسانو څخه څلور یې ښځې وې
د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وايي، په ۲۰۲۳م کال کې د جګړو له امله له وژل شویو لسو کسانو څخه څلور یې ښځې وې.
دې ادارې پرون د عقرب لومړۍ نېټه یو راپور خپور کړ او ویې ویل چې پر ښځو او نجونو د جګړې او جګړو اغېزې ډېرې شوې او په ۲۰۲۳م کال کې د جګړو د قربانیانو شمېر د ۲۰۲۲م کال پرتله دوه برابره شوی دی.
په دغه راپور کې په شخړو کې د ښځو او نجونو د وژل کېدو د ډېرېدو لامل د جګړې پر مهال د ښځو او ماشومانو د خوندیتوب لپاره د نړیوالو قوانینو ښکاره بې غوري بلل شوې ده.
د ښځو د چارو لپاره د ملګرو ملتونو اداره دا هم وايي، چې په ۲۰۲۳م کال کې د سولې په بهیر کې یوازې ۹،۶ سلنه مرکچیانې ښځې وې، په داسې حال کې چې د دې ادارې په وینا، د سولې په بهیر کې د ښځو د ګډون په صورت کې د سولې هوکړهلیکونه باثباته او ښه عملي کېږي.