د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۵ لړم ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۱

د اسراييل پوځ: ايران کې مو پوځي عمليات پای ته ورسېدل؛ په‌دې عملياتو کې څه په نښه شول؟


پر ايران د اسراييل بريد
پر ايران د اسراييل بريد

د اسرییل پوځ خبر ورکړ چې، په ایران کې یې خپل پوځي عملیات پای ته رسولی دي او الوتکې یې ټولې بېرته خوندې خپل هېواد ته ستنې شوې دي.

اسراییل نن سهار پر ایران بریدونه وکړل او ویې ویل چې پوځي تاسیسات یې په نښه کړې دي.

تر اوسه د دې بریدونو د مالي او ځاني زیانونو راپورونه نه‌دي ورکړل شوي، خو په ایران کې ټولې الوتنې ځنډول شوې دي.

سي‌این‌این تلوېزیون د یوشمېر اسراییلي سرچینو په وینا ویلي دي چې، اسراییل د ایران انرژي او اټومي تاسیسات نه‌دي ویشتلي.

د ایران په پلازمېنه تهران کې نن د چاودنو غږونه واورېدل شول د ایران نیمه دولتي فارس اژانس وویل چې د تهران په جنوب لوېدیځ او لوېدیځ کې یوشمېر پوځي مرکزونه په نښه شوې دي.

ایراني رسنیو دا خبر هم ورکړ چې تهران ته څېرمه په کرج ښار کې هم چاودنې اورېدل شوې دي.

تر اوسه د دې بریدونو د مالي او ځاني زیانونو راپورونه نه‌دي ورکړل شوي، خو په ایران کې ټولې الوتنې ځنډول شوې دي.

د ایران ایرنا اژانس د هوایي چلند د ادارې په وینا دا خبر ورکړ او ویې ویل چې تر ثاني امر پورې به دا الوتنې ځنډېدلي وي.

د اسراییل پوځ په یوه بیان کې وویل، د ایران رژیم او په سیمه کې د ایران نیابتي ډلې د پروسږکال اکتوبر له اوومې راپه‌‌دې‌خوا په پرله‌پسې ډول پر اسراییلیانو بریدونه کوي چې په دغو کې د ایران له خاورې په مستقیم ډول هم پر اسراییل حملې وشوې.

تهران کې د نن سهار انځور
تهران کې د نن سهار انځور

په‌دې بیان کې وړاندې راغلي دي چې، د اسراییل دولت د نړۍ د بل هر خپلواک هېواد په څېر حق لري چې ځواب ورکړي.

ایران د اکتوبر په لومړۍ نېټه شاوخوا دوه سوه بالستیک توغندي د اسراییل پر لور ویشتلي و او دا په تېرو شپږو میاشتو کې دوهم ځل و چې ایران ورته اقدام کاوه.

د امریکا متحده‌ایالتونو پر ایران د اسراییل برید د ځان دفاع وبلله.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند شان ساوت وویل، په پوځي اهدافو هدفي بریدونه، د اکتوبر په لومړۍ نېټې پر اسراییل د ایران د بالستیک توغندیو د برید په ځواب کې د ځان دفاع ده.

په‌دې ترڅ کې د امریکا دفاعي چارواکو فرانس پریس اژانس ته د نوم نه اخیستو په شرط ویلي دي، پر ایران د اسراییل له برید مخکې له مخکې خبر شوي او په‌دې حمله کې واشنګتن برخه نه‌ده اخیستې.

اسراييل ويلي، دا بريد يې حق و او د ځان د دفاع په خاطر يې کړی.
اسراييل ويلي، دا بريد يې حق و او د ځان د دفاع په خاطر يې کړی.

امریکایي چارواکو تر اوسه دا نه‌دي ویلي چې، دوی له‌دې حملې څومره مخکې خبر وو.

د اسراییل دفاع وزیر تېره اوونۍ ویلي و، هغه دښمن به چې هڅه کوي اسراییل ته زیان ورسوي، درنه بیه پرې کړي.

بل لور ته نن سهار له عراق او سوریې څخه هم د بریدونو راپورونه خپاره شول او د عراق له هوایي ډګرونو هم د ایران په څېر ټولې الوتنې ځنډول شوي دي.

د سوریې دولتي خبرې اژانس سانا راپور ورکړ چې، اسراییلي الوتکو نن سهار وختي د سوریې په مرکزي او جنوبي سیمو کې یوشمېر پوځي تاسیسات په نښه کړي دي.

سانا د پلازمېنې دمشق شاوخوا هم د چاودنو خبر ورکړ.

په سوریه او عراق کې هم د اسراییل د بریدونو د ځاني او مالي تلفاتو راپورونه نه‌دي خپاره شوي.

اسراییل له کلونو راهیسې په سوریه کې له ایران سره تړلي اهداف په نښه کوي، خو د پروسږکال اکتوبر اوومې راپه‌دې‌خوا چې حماس ډلې د اسراییل دننه حمله وکړه، د سوریې په خاوره کې د اسراییل حملو زور اخیستی دی.

حماس ډله د امریکا متحده‌ایالتونه او اروپایي ټولنه د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني.

د امریکا د متحده‌ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېکن تېره اوونۍ ټینګار وکړ چې واشنګټن هڅه کوي، په سیمه کې شخړې پراخې نه‌شي او د چهارشنبې په ورځ یې دا هم وویل چې تمه لري د اسراییل انتقام اخیستل د شخړې د پراخېدو سبب نه‌شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG