د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۹

کابل کې د سړک سر خوراکونه؛ خلک يې ارزان ګڼي خو روغتيايي زيانونه څه‌دي؟


يو پيرکي پلورونکی
يو پيرکي پلورونکی

د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي که څه هم د سړک پر غاړه د پلورونکو د خوراکي توکو کارول له اقتصادي پلوه مناسب ګڼي، خو د ناروغیو د مخنیوي په موخه یې پر پاکوالي ټینګار کوي.

د خلکو د اقتصاد ټیټه کچه او په کابل ښار کې د سړکونو پر غاړو ارزان بیه خوراکي توکي، د دغو خوړو د کارولو له عمده لاملونو څخه بلل کېږي.

"ما د سړک سر او بازاري پیرکي او نور خواړه وخوړل، هغه صحي نه و، اسهال شوم، اوس مې نس‌ناستی ډېر شو او انتاني روغتون ته راغلم."
سميع‌الله

یوشمېر کابل ښاریان او کارکوونکي چې اړ دي د غرمې ډوډۍ له کوره بهر وخوري، دغه خواړه مناسب ګڼي او وايي، د دې خوړو د ښه خوند او ارزانه بیې له امله د سړک غاړې له پلورونکو څخه د خوراکي توکو پېرلو ته زړه خوښوي.

خو یوشمېر یې شکایت کوي چې په ځینو مواردو کې د دې ډول خوړو خوړل د دوی د ناروغۍ لامل کېږي.

د پلازمېنې کابل اوسېدونکی سمیع‌الله چې د سړک غاړې پیرکي د خوړولو له امله ناروغ شوی، ازادي راډيو ته یې وویل: "ما د سړک سر او بازاري پیرکي او نور خواړه وخوړل، هغه صحي نه و، اسهال شوم، اوس مې نس‌ناستی ډېر شو او انتاني روغتون ته راغلم."

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی، ارین هم ورته شکایت لري او وايي: "ما دا څو ورځې غیر صحي پیرکي، بیسکټ او نور شيان وخوړل او ناروغ شوم روغتون ته راغلم، اوس ښه شوی یم."

دا په‌داسې حال کې ده، چې د کابل ښار په رستورانونو کې د یوه خوراک ډوډۍ بيه له ۲۰۰ تر ۳۰۰ افغانيو پورې ده، خو د خلکو په خبره د سړک پر غاړه خواړه له ۲۰ تر ۴۰ افغانيو پورې پیدا کېږي.

خلک وايي، د سړک سر خوراکونه ورته ارزان تماميږي.
خلک وايي، د سړک سر خوراکونه ورته ارزان تماميږي.

پیرکي، قابلي پلو، وریجې، لوبیا، ځیګر، د چرګ کباب، اش، بامیه او یوشمېر نور سبزیجات د هغو خوراکي توکو له ډلې دي، چې په ګرځندویه کراچیو کې په ارزانه بیه ترلاسه کېږي.

"زه چې پیرکي پخوم دا ځای ښه پاک ساتم او نظافت يې په پام کې نیسم. د حشراتو د مخنیوي لپاره مې جالۍ نیولې
کابل کې يو پيرکي پلورونکی

په کابل ښار کې د پیرکیو يو پلورنکي چې نه‌یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته يې وویل، هغه پیرکي چې دوی یې د پلور لپاره چمتو کوي، صحي دي او د خپل چاپيریال پاکوالي ته هم جدي پاملرنه کوي.

هغه وايي: "زه چې پیرکي پخوم دا ځای ښه پاک ساتم او نظافت يې په پام کې نیسم. د حشراتو د مخنیوي لپاره مې جالۍ نیولې او پیرکي په ټيټه بيه خرڅوو، اوس خو د قابلي پلو بيه لوړه ده، نو خلک راځي پیرکي اخلي."

یوشمېر ډاکټران هم ټینګار کوي، هغه خواړه چې په سړک او یا هم په رستورانونو کې پلورل کېږي باید په پاک او مناسب چاپېریال کې چمتو او خلکو ته وړاندې شي.

د داخلې برخې متخصص ډاکټر صفت‌الله ازادی راډیو ته وویل، د ناپاکو خوړو استعمال چې چاپيریال یې پاک نه وي، د تنفسی ناروغیو، نس‌ناستې، تور او سپین زېړی او نورو ساري ناروغیو لامل کېږي.

نوموړی وايي: "د خوړو د استعمال او خوړلو لپاره باید نظافت په پام کې ونیول شي، هلته خاورې او حشرات باید نه وي، ځینې د خوړو پلورونکي که یوه ورځ خپل خواړه ونه پلوري، هغه سبا لپاره ساتي چې له دغو خوړو څخه هم باید استفاده ونه‌شي."

خلک په‌داسې حال کې د سړک پر غاړه له دغو خوراکي توکو کار اخلي چې، د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له‌مخې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د فقر او بې‌کارۍ کچه لوړه شوې
خلک په‌داسې حال کې د سړک پر غاړه له دغو خوراکي توکو کار اخلي چې، د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له‌مخې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د فقر او بې‌کارۍ کچه لوړه شوې

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کابل ښاروالۍ په وېب‌پاڼه کې راغلي چې، د دغې ادارې د چاپيريالي روغتیا ریاست لا له وړاندې د خوراکي توکو پلورونکو ته د شخصي پاکوالي او د چاپيريال د حفظ الصحې په ګډون د اصولو او مقرراتو د مراعتولو او د خواړو د ککړتیا څخه د مخنیوي په اړه پوهاوی ورکړی، چې د دوی فعالیتونه د مقرراتو له‌مخې اصلاح شوي او د ښاریانو رضایت یې هم ترلاسه کړی.

خلک په‌داسې حال کې د سړک پر غاړه له دغو خوراکي توکو کار اخلي چې، د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له‌مخې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د فقر او بې‌کارۍ کچه لوړه شوې او خلک په لوړه بیه د خوراکي توکو د اخیستلو توان نه‌لري او د دې ډول خوراکي توکو شتون د ځان او خپلو ماشومانو د مړولو کولو لپاره غنیمت ګڼي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG