د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۵

زېړ غوړي، لم او وازده روغتیا ته تاوان رسوي


ښایي تاسو هم ډیر ځله اوریدلي وي چې وایي؛ فلانی زیړ غوړي خوړلي ځکه داسې غښتلی دی؛ یا که کوم څوک لږ هم کمزوری وي وایي چې د نباتي غوړیوبه څه قوت وي؛ خو طب دا ثابته کړې چې وازده او زیړ غوړي د ټولو خلکو په تیره د سپین سرو او سپین ږیرو کسانوروغتیا ته تاوان رسوي.

د نورستان خلک بیا دا چې له ښارنه لرې اوسیږي؛ د خپلو حیواناتو له غوړیونه آن په ودونو او ختمونوکې هم ګټه اخلي.

د غور اوسیدونکی حاجي عبدالحد چې اوس ۸۵ کلن دی؛ وایي، په غوښه کې چې سپینه نه وي، ده ته خوند نه ورکوي، دا چې دی ډیر پیاده ګرځي بیا بد تاثیرهم نه پرې کوي.

ځینې خلک بیا تل نه خو کله ناکله وازده او زیړ غوړي د هوسانې په ډول خوري. د پکتیا اوسیدونکې مینه وایي چې دوی پیرکي په کې پخوي.

راځو هغو کسانو ته چې نه پیاده ګرځي او نه هم ورزش کوي خو زیړ غوړي او د لم غوړي خوري.

د شکر درې اوسیدونکي رمضان ته چې اوس د وینې غوړ او د ځیګر ناروغي پیدا شوې علت یې همدا د زیرو غوړیو؛ وازدې او د لم د غوړیو خوړل ګڼي.

له ډاکترعبدالعلیم عطارد نه مو د زیړو غوړیو او د لم د غوړیو د خوړلو په هکله پوښتلي هغه وایي چې په اوس وخت کې یې خوړ د ډیرو نارغیو سبب کیږي.

لیکونکې: فرشته مرسل

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:11:52 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG