د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۷ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۲

د کندهار ابجوشي؛ زیانمن شوي حاصلات او ټیټې بیې


د ایته په نوم دانه شوي انګور، باغ لرونکي لومړی په ګرمو اوبو او تېزابو مینځي او وروسته یې په هوارو میدانونو کې د دوو ورځو لپاره په ازاده هوا کې وچوي.
د ایته په نوم دانه شوي انګور، باغ لرونکي لومړی په ګرمو اوبو او تېزابو مینځي او وروسته یې په هوارو میدانونو کې د دوو ورځو لپاره په ازاده هوا کې وچوي.

د کندهار باغ لرونکي وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د ابجوشو حاصلات زیانمن شوي او بیې یې ټیټې دي.

د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې په زیاته کچه له انګورو د ابجوشو په نوم ممیز یا کشمش تولیدېږي.

د ایته په نوم دانه شوي انګور، باغ لرونکي لومړی په ګرمو اوبو او تېزابو مینځي او وروسته یې په هوارو میدانونو کې د دوو ورځو لپاره په ازاده هوا کې وچوي.

احمدشاه، چې په کندهار کې د ابجوشو تولید کوي، وایي، سږ کال یې انګور او د ابجوشو حاصلات له اقلیمي بدلونونو زیانمن شوي دي.

احمدشاه زیاتوي: "لومړی انګور شکو بیا یې دانې کوو، بیا یې پرېولو، بیا یې دلته په دې اېشدلو تېزابي اوبو کې اچوو چې داغ شي او ابجوشي ورڅخه جوړې شي."

د حزب‌الله او اختر محمد په نومونو دوه نور باغ لرونکي هم له ورته ستونزو سره مخ دي او وايي، نه یوازې د ابجوشو سږني حاصلات یې د بې‌وخته بارانونو او وروسته د تېزې ګرمۍ له امله کم شوي، بلکې بیې یې هم ډېرې ټیټې دي چې له امله یې د دوی مصارف نه پوره کېږي.

د ایته په نوم دانه شوي انګور، باغ لرونکي لومړی په ګرمو اوبو او تېزابو مینځي او وروسته یې په هوارو میدانونو کې د دوو ورځو لپاره په ازاده هوا کې وچوي.
د ایته په نوم دانه شوي انګور، باغ لرونکي لومړی په ګرمو اوبو او تېزابو مینځي او وروسته یې په هوارو میدانونو کې د دوو ورځو لپاره په ازاده هوا کې وچوي.

دوی وايي، د کندهار ابجوشو لپاره دې بازارموندنه وشي.

حزب‌الله وايي: "اول ژلۍ ورباندې وشوې چې وې رژولې، بیا په دوبي کې ګرمي، ګرځ او خوف ورستې او خرابي کړې، پخوا چې یې حاصل شپږ خرواره وو، اوس اتیا او اویا منه ته رسېدلی."

اختر محمد وویل: "تېر کال یې بازارونو څوارلس سوه افغانۍ وو، خو اوس په نیمایي یا اته سوه افغانۍ خرڅېږي، افتونو را خرابي کړي او بازار یې دا رقم دی."

د کندهار د ابجوشو ډېره برخه هند ته صادرېږي.

ابجوشي چې د انځرو په څېر د کندهار مشهوره وچه مېوه ده، د ایته په نوم له یو ډول سختو انګورو څخه تر لاسه کېږي.
ابجوشي چې د انځرو په څېر د کندهار مشهوره وچه مېوه ده، د ایته په نوم له یو ډول سختو انګورو څخه تر لاسه کېږي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوول انجینر عبدالباقي بینا وايي، تېر کال له دغه ولایت څخه تر ۱۲زره ټنه زیاتې ابجوشي بهر ته صادرې شوې، خو سږ کال به د حاصلاتو د کموالي له امله صادرات هم کم وي.

بینا وايي: د کندهار ابجوشي په نړیوال بازار کې ښه نوم او خاص خوند او کیفیت لري، په بهر کې د طلایي کشمشو په نوم یادېږي.

انجینر عبدالباقي بینا زیاتوي: "د کندهار ابجوشي په نړیوال بازار کې ښه نوم او خاص خوند او کیفیت لري، په بهر کې د طلایي کشمشو په نوم یادېږي، تېر کال شاوخوا ۱۲زره ټنه بهر ته صادرې شوي چې ډېری یې هند ته تللي."

ابجوشي چې د انځرو په څېر د کندهار مشهوره وچه مېوه ده، د ایته په نوم له یو ډول سختو انګورو څخه تر لاسه کېږي.

دا وچه مېوه نه یوازې د کورنیو بازارونو، بلکې د نړیوالو بازارونو لپاره هم ارزښت لري، خو د روان کال اقلیمي ستونزو د دې مېوې حاصلات او اقتصادي ارزښت ته دروند زیان رسولی دی.

  • 16x9 Image

    محمد صادق رښتينى

    صادق رښتینی (په انګرېزۍ کې: Sadiq Rishtinai) د ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی، چې د افغانستان له جنوبي ولایتونو راپورونه ورکوي. 

    نوموړی له ۲۰۱۰م کال راهیسې له ازادۍ راډیو سره کار کوي. 

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG