د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۵

کروندګر: سږ کال د کندهار د انګورو حاصلات له مالي زیانونو ژغورل شوي


د کندهار باغ لرونکي او کروندګر وايي، سږ کال‌يې د سړو خونو په مرسته د انګورو حاصلات د تېر په پرتله له مالي زیانونو ژغورل شوي دي.

هر کال د کندهار باغ لرونکي او د تازه مېوو سوداګر له دې امله په تازه مېوو کې زيانونه کوي چې سړې خونې نه‌وي او ټوله تازه مېوه په يوه وخت نه‎شي صادرېدلی.

خو سږ کال یو شمېر سوداګرو په خپل شخصي لګښت داسې سړې خونې جوړې کړي چې هر ډول تازه مېوه په‎کې تر درې مياشتو ساتل کېږي.

ملي سوداګرو هر یوه سید احمد او محمد اصف ازادي راډیو ته وویل چې پر دې سړو خونو يې دوه ميليونه ډالره لګولي، خو د ميليونونه ډالرو په ارزښت د زيانونو مخه نيولې ده.

نوموړی وايي:

"په تېرو وختونو کې چې به د پاکستان سرحد د یوې ورځې لپاره بند شو، نو زموږ د سوداګرو به انګور او نورې مېوې خرابېدلې؛ اوس که پاکستان یوه میاشت یا بېخي درې میاشتې سرحد بند کړي، موږ خپلې مېوې په‎دغه سټورو او یخچالي موټرونو کې ساتو."

په عین وخت کې د کندهار د تازه مېوې د اتحادیې رئیس حاجي نانی اغا وايي، پاکستان په وار وار د سپین‎بولدک دروازه له کوم دلیل پرته په ورځو ورځو د مېوو د صادارتو پر مخ تړلې وي.

د حاجي ناني اغا په وینا د سړو خونو په جوړېدو سره اوس سوداګر کولای شي چې خپله تازه مېوه ان تر درېیو میاشتو پورې وساتي.

بل‎خوا د کندهار د کرنې رئيس حفیظ‌الله سیدي د تازه مېوو لپاره د سړو خونو جوړول د مېوو د زیان په مخنیوي کې مهم پرمختګ بولي.

د سیدي په وینا که سږ کال درې مياشتې هم له ګاونډيو هېوادونو سره دروازې بندې شي، نو تازه مېوه به په‎دې سړو خونو کې ساتل کېږي.

د کندهار سوداګر وايي، د سړو خونو د فعالیت تر څنګ‌يې سږ کال د کندهار د تازه مېوې معیاري بسته‌بندي ته هم توجه کړې.

تر دې مخکې ویل کېدل چې د معیاري بسته‌بندي ستونزې په نړیوال بازار کې د کندهار د مېوو پر شهرت ناسم اغېز کړی.

راپور: صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG