د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

اسراییل کې د اعتراضونو دوام؛ بازارونه او لارې بندې شوي او د ژوند نورو برخو کې هم ځنډ رامنځته شوی


په اسراییل کې د روانو اعتراضونو یوه څنډه
په اسراییل کې د روانو اعتراضونو یوه څنډه

په اسراییلو کې بېساري اعتراضونه د دې باعث شول چې بازارونه او لارې بندې شي او د ژوند په نورو برخو کې ځنډ راشي.

د غزې په تړانګه کې د شپږو اسراییلي برمته‌وو د مړیو له موندل کېدو وروسته سلګونه زره قهرجن معترضان له بېګا راهیسې د اسراییلو لارو کوڅو ته راوتلي او د پراخو اعتراضونو په ترڅ کې د صدراعظم بنیامین نتنیاهو له حکومت څخه غواړی چې ژرترژره په غزه کې د اوربند طرحې ته غاړه کېږدي.

د اسراییل د روغتیا وزارت پرون وویل چې شپږ اسراییلي برمته د پنجشنبې یا جمعې په ورځ له نژدې واټن څخه لګېدلي او وژل شوي دي.

اسراییلي مظاهره چیانو له حکومت څخه وغوښتل چې همدا اوس په غزه کې د اوربند موافقه ومني.

دوی په خپلو شعارونو کې اوس، اوس نارې وهلې او پر صدراعظم بنیامین نتنیاهو یې غږ وکړ چې له حماس ډلې سره سوله وکړي څو پاتې برمته خپلو کورونو ته ستانه شي.

د اسراییلو د سوداګرۍ اتحادیې د دې پراخو اعتراضونو چې د غزې د جګړې له پیل راهیسې یې ساری نه دی لیدل شوی غوښتنه کړې.

د اسراییل په پلازمېنه تل‌ابیب کې د اعتراضونو له کبله لویه لار تړل شوې ده.
د اسراییل په پلازمېنه تل‌ابیب کې د اعتراضونو له کبله لویه لار تړل شوې ده.

دا اتحادیه غواړي چې د بانکونو، روغتیايي مرکزونو او لوی هوایي ډګر په ګډون د هېواد د اقتصاد مهم سکتورونه غیرفعال شي.

د سوداګرۍ اتحادیې ویلي دي چې بانکونه، لوی پلورنځي او دولتي دفترونه ټول له مظاهرو سره یوځای شوي دي.

د عامه ټرانزیټ ځینې خدمات هم ځنډېدلي وو، خو نه ټول ځکه کوم لوی خنډ پکې نه ترسترګو کېده.

د ښار منځ د اورګاډي شبکه په دې اعتراضونو کې نه وه شامله.

په بن ګوریون نړیوال هوايي ډګر کې نن سهار الوتنې وځنډېدې، په ځینو نورو کې ځنډ راغلی و، او مسافران په لویو کتارونو کې لیدل کېدل.

د تل‌ابیب په څېر د ګڼ مېشتو سیمو د ښاروالیو کارکوونکي هم په معترضانو کې شامل وو چې په نتیجه کې یې ښوونځي او وړکتونونه وختي رخصت شول، خو د بیت المقدس په څېر د ډېرو ښاروالیو کارکوونکي پر اعتراضونو نه وو، ورګډ شوي.

د اسراییل د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، حکومت د کارګرانو له یوې محکمې غوښتي چې دا اعتراضونه لغو کړي، ځکه د دوی په وینا سیاسي انګېزه لري.

په پرونیو مظاهرو کې د ګډونوالو شمېره د غزې د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو لوړه وه او د ځینو ټولنو د اټکل له مخې په تل‌ابیب کې په لوی لاریون کې د ګډونوالو شمېر نیم میلیون کسانو ته رسېده.

اسراییلي رسنیو ویل چې د مظاهره چیانو شمېر له دوو لکو تر څلورو لکو پورې وو.

په تل‌ابیب کې لاریونونه د بېګا راهیسې پیل شوي دي.
په تل‌ابیب کې لاریونونه د بېګا راهیسې پیل شوي دي.

د برمته وو کورنۍ او ډېری عام اسراییلیان د نتنیاهو پر حکومت انتقاد کوي او وايي چې که د غزې د نژدې ۱۱ میاشتنۍ جګړې د بندولو لپاره د اوربند موافقه مخکې شوې وای نو دا برمته به نه وژل کېدلای. خو ځینې نور اسراییلیان بیا د نتنیاهو د ستراتېژۍ چې پر حماس ډلې د پوځي فشار دوام غواړي ملاتړ کوي.

د تېر ۲۰۲۳م کال د اکټوبر په اوومه نېټه حماس ډلې چې امریکا او اروپايي ټولنه یې تروریستي ډله بولي د اسراییلو په خاوره کې دننه حمله وکړه، نژدې ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۵۰ نور یې برمته کړل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG