د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۴ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۱۷

ازبکستان ته د پخوانيو افغان هيليکوپټرو د ورکولو پرېکړه؛ دا الوتکې ولې افغانستان ته نه ورکول کېږي؟


د افغانستان د يو شمېر هيليکوپټرو انځور
د افغانستان د يو شمېر هيليکوپټرو انځور

امریکا او ازبکستان هوکړه کړې، هغه الوتکې او هیليکوپټرې چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې د کابل د سقوط پر مهال د افغان پیلوټانو له‌خوا ازبکستان ته لېږدول شوي په ياد هېواد کې پاتې شي.

متحده‌ایالاتو او ازبکستان هوکړه کړې، چې په د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د کابل د سقوط پر مهال د افغان پیلوټانو له لوري ازبکستان ته لېږدول شوې پوځې الوتکې بېرته افغانستان ته ورنه‌کړي، هغه څه چې د طالبانو د حکومت غبرګون يې پارولی.

په ازبکستان کې د امریکا سفیر جاناتان هنيک د ازبکستان کان خبري اژانس ته ویلي، امریکا او ازبکستان د افغانستان د ملي اردو د هوايي وسایطو د برخلیک په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.

د امريکا سفير ویلي، دغه تجهيزات هيڅکله د افغانانو نه وو او په امریکا پورې یې اړه درلوده.

د طالبانو د حکومت دفاع وزارت نن سه‌شنبه د اګست ٢٧مه په خپل ايکس‌پاڼه د يوې اعلاميې په خپرولو سره له ازبکستانه غوښتي چې: "په‌دې برخه کې له هر ډول جوړجاړي ډډه وکړي."

دغه وزارت دا هم ویلي، ازبکستان باید په ښه ګاونډیتوب کې هوښیارانه پرېکړه وکړي او د افغانستان د هوايي ځواکونو د الوتکو په ورسپارلو کې همکاري وکړي.

په اعلامیه کې راغلي، په ازبکستان کې د افغانستان د الوتکو او هيلیکوپټرو د برخلیک په اړه هر ډول جوړجاړى د منلو وړ نه‌دی او زياتوي چې امریکا د افغانانو د شتمنیو د مصادرې یا ضبطولو حق نه‌لري.

ارشیف، د افغانستان الوتکې
ارشیف، د افغانستان الوتکې

خو یو شمېر سیاسي او پوځي شنونکي وايي چې، د طالبانو د حکومت د مشروعیت نشتوالی د دې لامل شوی چې امریکا له افغانستان سره د خپلو پوځي مرستو د مالکیت ادعا وکړي.

د افغانانو په زړه او قانوني حکومت نه وي په‌دې صورت کې څنګه دوی د دې الوتکو د مالکیت دعوه کولای شي دا الوتکې د افغانستان د حکومت ملکیت نه‌دی."
اسحاق اتمر

دوی وايي، د پخواني جمهوري نظام پر مهال له افغانستان سره د امریکا د دغو پوځي مرستو په ثبتولو کې پاتې راتلل بل لامل دی، چې اوس یې د دغو پوځي الوتکو باندې د افغانستان د مالکیت درلودلو موضوع کمزوری کړې ده.

سياسي کارپوه اسدالله نديم وايي: "په تېر کې يوه ستونزه موجوده وه ملي اردو او نور امنیتي بنسټونه دومره جدي نه وو د اسنادو د ثبت په برخه کې باید داسې اسناد او مدارک موجود وای چې دا په افغانستان پورې اړوند وای او په حقیقت کې افغانستان د دې تجهیزاتو مالک وای، ښايي دا سهوه او تېروتنه وي او یا په قصدي ډول امریکایانو دا کار نه‌وی کړی."

دغه راز اسحاق اتمر په‌دې اړه ازادي راډيو ته وويل: "دلته په خپله د افغانستان د حکومت د څرنګوالي مسئله مطرح ده، يو حکومت چې په غیر قانوني ډول یې واک ترلاسه کړی وي یا د جګړې په زور راغلی وي او د افغانانو په زړه او قانوني حکومت نه وي په‌دې صورت کې څنګه دوی د دې الوتکو د مالکیت دعوه کولای شي دا الوتکې د افغانستان د حکومت ملکیت نه‌دی."

خو د تېر جمهوري حکومت پر مهال د وسله‌والو ځواکونو عمومي ویاند اجمل عمر شینواري دغه پوځي الوتکې او هيلیکوپټرې د افغانستان ملکیت وباله او وې ویل: "ټولې هغه وسلې او تجهیزات چې په رسمي ډول د جمهوري حکومت د وسله‌والو ځواکونو سره سجل شوې وې د افغانانو ملکیت دی او په هیڅ هېواد پورې اړه نه‌لري، خو د یو قانوني حکومت له موجودیت پرته ستونزمنه ده، همدا رامنځته شوې خلا د دې لامل شوې چې هر څوک د افغانستان د ملي پانګې په اړه پرېکړه وکړي."

دا په‌داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته د افغان پوځ پیلوټانو ګڼې الوتکې او هيلیکوپټرې ازبکستان او تاجکستان ته انتقال کړې.

په‌‌دې کې یوازې ۴۶ یې ازبکستان ته انتقال شوي او یو شمېر نورې یې تاجکستان ته انتقال شوې، چې د درېیو کلونو په تېرېدو لا هم په‌دې دواړو ګاونډیو هېوادونو کې پاتې دي.

XS
SM
MD
LG